شاته

کرکټ: انګلېنډ په درېمه ټېسټ سیالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه، سيريز يې وګټلو

د انګلېنډ کرکټ لوبډلې په درېمه ټېسټ/ پينځه ورځنۍ سيالۍ کې کوربه پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، او د درېو سیاليو لړۍ/ سيريز يې په درې – صفر سره وګټله.

د انګلېنډ کرکټ لوبډله کوربه پاکستانۍ لوبډلې ته په خپل ملک کې په ماتې ورکولو لومړۍ لوبډله وګرځېده.

پاکستان د لوبو جرنلسټ عبدالماحد بټي د پاکستانۍ لوبډلې په لوبه نيوکې کړي او په ټويټر يې ليکلي،

"شرمناکه کارکردګي، پاکستان په 70 کاله کې په خپله خاوره په درې صفر سره ماتې وخوړه، او په پاکستان کې کېدونکو 154 ټېسټ سياليو کې په لومړي ځل پرله پسې په څلورو ټېسټ سياليو کې د ماتې سره مخ شوه".

پاکستان د انګلېنډ نه پرله پسې په درېو سياليو کې د ماتې خوړو نه وړاندې د اسټريليا د لوبډلې نه ماتې خوړلې وه.

د پاکستان او انګلېنډ ترمنځ درېمه سيالي نن د نهې/ سه شنبې په ورځ په څلورمه ورځ پای ته ورسېده او د انګلېنډ لوبډلې په اته وکټو سيالي وګټله.

په کراچۍ کې ترسره شوې سيالۍ پچه/ ټاس پاکستانۍ لوبډلې ګټلی او په لومړي اننګز کې يې 304 رنزونه جوړ کړي وو. د انګلېنډ جېک ليچ زياتې وکټې اخستې او څلور پاکستاني لوبغاړي يې اوټ کړي وو.

بيا د انګلېنډ لوبډلې 354 رنزونه جوړ کړي وو، د پاکستان ابرار احمد او نعمان علي د انګلېنډ څلور، څلور لوبغاړي اوټ کړي وو.

پاکستانۍ لوبډله په دوېم اننګز کې په 216 رنزونو اوټ شوې وه، د انګلېنډ جېک ليچ بيا درې لوبغاړي اوټ کړي او رېحان احمد پينځه وکټې اخستې وې.

د انګلېنډ د لوبغاړي رېحان احمد دا لومړۍ ټېسټ سيالي وه چې پينځه لوبغاړي يې پکې اوټ کړه.

د انګلېنډ لوبډلې ته د سيالۍ ګټلو دپاره د 166 رنزونو هدف ترلاسه شوی وو.

مېلمه لوبډلې ټاکلی هدف په دوه لوبغاړو سوځېدو پوره کړو او سيالي يې وګټله.

د انګلېنډ او کوربه پاکستانۍ لوبډلې ترمنځ لومړۍ سيالي په راولپنډۍ، دويمه په ملتان او درېمه په کراچۍ کې ترسره شوه.

د انګلېنډ لوبډله 17 کاله وروسته پاکستان ته د درېو ټېسټ سیاليو دپاره ورغلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په اوبو کې د پخې شوې نرۍ غوښې (ګډ، چېلي) کړاهي مو خوړلې؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00