ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


غني: د ښځو د تعلیم په اړه د طالبانو پرېکړه خواشینوونکې او کرکجنه ده 

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه د طالبانو په پرېکړې خواشینې ښودلې او هغه یې د جنستیي تبعیض یوه «ښکاره او کرکجنه بیلګه» بللې ده. 

21.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

21.12.2022 امریکا غږ

طالبانو کابل کې د نجونو ابتدایه ښوونځي تړلي او ښوونکي یې شړلي

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، د کابل ښار د نجونو د ښوونځیو ښوونکي وايي طالبانو د نجونو لومړني ښوونځي هم تړلي او هغوی ته يې امر کړی چې نور ښوونځيو ته رانشي.  

21.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

21.12.2022 امریکا غږ

د امریکا کانګرس افغانانو ته د ۴۰۰۰ نویو ویزو ورکولو وړاندیز وکړ 

په متحدو ایالتونو کې د افغانانو د مېشتولو لایحه (Afghan Adjustment Act) ، چې په اساس به یې زرګونو افغانانو ته دایمي اقامه ورکول کېده او د ژوند نور امکانات برابرېدل، په کانګرس کې منظوره نشوه، خو د کانګرس غړیو افغانانو ته د مهاجرت ۴۰۰۰ نویو ځانګړو ویزو [SIV] د وروکولو وړاندیز وکړ.

21.12.2022 امریکا غږ

راشد، نبي او نورو لوبغاړو د نجونو د تحصیل په بندولو غبرګون ښودلی 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلیو ستوریو راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګربز او ګلبدین نایب د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه خواشيني څرګنده کړې او تعلیم یې د نجونو حق بللی دی. 

21.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

21.12.2022 امریکا غږ

امریکايي چارواکو د طالبانو د مخالفینو سره ملاقاتونه کړي

د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول نو امریکې سره يې د ترهګرۍ خلاف د  مرستي ژمنه وکړه او لوظ يې وکړو چې ټول شموله حکومت به جوړوي او د افغانانو او په خصوصي توګه د افغان مېرمنو د بنیادي حقونو احترام به کوي

21.12.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

21.12.2022 امریکا غږ

د نجونو د تعلیم بندولو پرېکړې ته د طالبانو ځینو غړو او ملاتړو غبرګون ښودلی

د نجونو پرمخ تر ثاني امره د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په وړاندې د عامو افغانانو او نړیوالو د پراخ غبرګون ترڅنګ د طالبانو د حکومت یو شمیر چارواکو او ملاتړو هم غبرګونونه ښودلي دي. 

21.12.2022 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

21.12.2022 امریکا غږ

د ښځینه محصلانو د پوهنتونونو بندېدل؛ تند غبرګونونه او اعتراضونه

د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو پر تګ بندیز د افغانستان بهر او دننه تند غبرګونونه او اعتراضونه راپارولي دي. طالبانو تېره ورځ تر دویم امره پورې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو په ورتګ بندیز ولګاوه. د طالبانو دغه اقدام د دوی په واکمنۍ کې د ښځو فعالیت لاپسې محدودوي. نور په ویډیو کې:

21.12.2022 ازادي راډیو

د ننګرهار پوهنتون محصلینو د نجونو د تحصیل بندولو په ضد مظاهره وکړه

د طالبانو له لوري د نجونو په مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو یوه ورځ وروسته د ننګرهار د طب پوهنځي یو شمېر محصلینو د دغې پرېکړې په ضد مظاهره وکړه.

21.12.2022 امریکا غږ

د اوکرين ولسمشر زېلېنسکي نن امريکا ته سفر او کانګرس ته وينا کوي 

زېلېنسکي بيا بيا د امريکا او نورو نه غوښتنه کړې چې د روس د ډرون او ميزايلو د مقابلې د پاره ورته د هوايي دفاعي نظام مرستې ورکړي. د روسي صدر ولاډيمير پوټين ځواکونو د اوکرين يو شمېر ښارونه او انفراسټرکچر په نخښه کړی

21.12.2022 ډیوه

دافغانستان ښځینه زده کوونکي وایي دپوهنتونونو تړل کیدو سره یې هېلې ماتې شوې دي

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو دې ګام ته سخت غبرګون ښودلی او پخپل ټويټر یې لیکلي چې دا یوه شرمناکه فیصله ده چې په افغانستان کې د ښځو او جېنکو د تعلیم حق پاماله کوي

21.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more