شاته

امریکا: تر څو چې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونکړي،‌د اړیکو ښه کولو ته چمتو نه یو

د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې بشري حقونه لومړی ځای لري او ترڅو پورې چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه وي کړی، امریکا له هغوی سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو نه ده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لېندۍ ۲۸) په یوې مطبوعاتي ناستې کې ویلي چې طالبان نه یوازې داچې له متحده ایالاتو سره بلکې، د افغانانو د اساسي حقوقو ساتنې برخه کې هم کړو ژمنو کې ناکام پاتې شوي دي.

ښاغلي پرایس په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت لخوا په عام محضر کې د یو شمېر کسانو په درو وهلو باندې هم اندېښنه ښودلې او هغه یې له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې یادو غبرګونونو ته په ځواب کې پر خپل ټوېټر یو ځل بیا دا «اسلامي سزاګانې» بللي او په اړه یې انتقادونه «د هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله» بللې او غندلي یې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو قاضيانو سره ليدنه کې هغو ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو قصاص او حدود عملي کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې طالبان خپل پخواني حاکمیت ته ګرځي او په خبره یې هیڅ افغان نه غواړي چې بیرته هغه مهال ته وګرځي، "هغه وخت چې افغانستان فرصت، ثبات، امنیت او پرمختګ نه لاره".

نوموړي زیاته کړې: "طالبان تر سختو بندیزونو لاندې دي او موږ له طالبانو سره د خپلو اړیکو ښه کولو پلان نلرو تر څو چې هغوی عملاً د افغانستان د خلکو په اړه د کړو ژمنو په اړه اقدام ونکړي. دې ته د رسېدو په صورت کې به موږ نورو ځواب ویونکو اقداماتو ته، چې بندیزونه هم په کې شامل دي، کتنه وکړو."

هغه وویل متحده ایالات چې له طالبانو سره هر ډول تعامل لري، بشري حقونه یې په سر کې ځای لري او په خبره یې متحده ایالات په دې اړه له خپلو شریکانو سره هم مشوره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي ټامس ویسټ سفرونو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د متحده ایالاتو استازي رینا امیري هم د متحده ایالاتو په استازیتوب د افغان مېرمنو د زده کړو په اړه د اندونیزیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی و.

هغه زیاته کړې چې متحده ایالات د افغانانو د بشري حقونو مسلئ د مطرح کولو لپاره له خپل حضور څخه په هر ځای کې کار اخلي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم د ډسمبر پر اوومه ویلي و چې د طالبانو د حکومت مشروعیت د ښځو او نجونو سره د هغوی د چلند په څرنګوالي پوري اړه لري.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو حکومت د نړیوال رسمیت پيژندلو په وړاندې لوی خنډ د امریکا متحده ایالات دي.

طالبان ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. خو نړیواله ټولنه وايي چې طالبان باید د رسمیت پيژندلو لپاره ټول شموله حکومت تشکیل او د ښځو او نجونو د زده کړو حقوقو ترڅنګ نور بشري حقوق تامین کړي.