شاته

‎د امريکا د کانګرس تحقيقاتي کميټۍ په کيپيټل هېل د حملې په سر د ټرمپ خلاف د مقدمې سفارش کړی

د امریکې د کانګرس تحقيقاتي کميټۍ چې د 2020 د انتخابونو د نتيجو نه منلو وروستو د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلويان تېر کال په شپږمه جنورۍ په کيپيټل هېل ورختلي وو سفارش کړی چې د پېښې په سر دې د ټرمپ په ضد قانوني اقدامات وکړي شي.

کميټۍ سفارش کړی چې جسټس ډيپارټمنټ دې په ټرمپ د جرم مقدمه وکړي چې په مبینه توګه يې په غیرقانوني ډول د انتخابونو نتيجې متنازعه کولې چې خپل شکست پټ کړي او په ناجايزه طریقه په اقتدار کې د پاتې کېدو د پاره يې خلک تشدد ته هڅولي وو.

د امريکا په تاريخ کې په وړومبي ځل د ايوان نمايندګان نهه کسيزه پينل چې اوه پکې ډيموګريټس وو او دوه د ټرمپ مخالفين ريپبلېکن غړي وو مشترکه غوښتنه چې ټرمپ خلاف دې څلور جرمونه ولګول شي.

په ټرمپ د کانګرس د کمېټۍ لګول شوي الزامات دا دي: چې ټرمپ تېر کال په جنورۍ کې د ولسمشرۍ د دفتر پرېښودو نه وړاندې بغاوت ته خلک هڅولي، د کانګرس د غونډې مخه يې نيولې چې د بايډن د ګټې تصديق کول يې غوښتل، د امريکا سره د دهوکې کولو سازش کړی او د دروغ ويلو سازش يې کړی.

البته د پينل د سفارشاتو قانوني حيثيت نشته او دا اختيار نه لري چې د شفارشاتو په بنیاد يې په لازمي ډول مقدمه شروع کړی شي یا عدالتي الزامات ولګول شي.

خو دا سفارشات د ټرمپ خلاف د روان کرېمېنل تحقياتو چې د خصوصي کونسل جيک سمېت په مشرۍ کې روان دي، د اټارني جنرل پام راګرځولو او د جارجيه ايالت د پراسيکيوټر د مقدمې په اړه توجه موندلی شي.

ټرمپ د کانګرس تحقیقات رد کړي او ویلي يې دي چې دا د سیاسي مقاصدو دپاره کولی شي. هغه د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټروت سوشل نومې خپله وېب پاڼه وویل چې د کانګرس کمېټۍ په هغه جعلي الزامات لګولي دي چې د وایټ هاوس دپاره د هغه د امیدوارۍ مخه ونېسي.

د کانګرس د کمېټۍ په سفارشاتو کې د ټرمپ د پينځه ملګرو خلاف هم د مقدمې وينا شوې چې پکې د ټرمپ د وايټ هاوس چيف اف سټاف مارک ميډوز، او وکيلان چې پکې د نيويارک پخوانی مير روډي جيولياني، جيفري کلارک او کينېت چېسېبرو شامل دي. دې ټولو غوښتلي وو چې د انتخابونو نتيجې دې ونه منل شي چې ټرمپ په واک کې پاتې شي.

کميټۍ سفارش کړی د ايوان د اصولو کميټي دې د څلورو ريپبلېکن قانون سازانو خلاف تحقيقات وکړي چې يو پکې د ايوان متوقع سپيکر کيون مېکارتې هم دی ځکه دوی د پينل د راغوښتلو باوجود نه دي حاضر شوي. درې نور ريپبلېکن جېم جورډن، سکاټ پېری او اينډي بېګز دي.

کميټي د اتلس مياشتو د تحقيقاتو پوره رپورټ د شورو/چهار شنبې په ورځ خوروي.

خو د رپورټ په نچوړ کې ليکل شوي پينل ته ثبوتونه په لاس ورغلي چې ښايي د شپږمې جنورۍ د پېښې يو تن نېغ په نېغه ذمه وار دی او هغه پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ دی او په ياده ورځ به هيڅ څه داسې مخ ته نه وو راغلي که ټرمپ يې په شا نه وی.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

په اوبو کې د پخې شوې نرۍ غوښې (ګډ، چېلي) کړاهي مو خوړلې؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00