شاته

رپورټ: د دفاع وزیر خواجه اصف وايي د بنو په سي ټي ډي تاڼه کې ټول "ترهګر" وژل شوي دي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي د پوځ خصوصي ځواکونو هغه ټول "ترهګر "وژلي چې د بنو په سي ټي ډي تاڼه یې قبضه کړې وه او په تاڼه کې امنیتي چارواکي يې یرغمل نيولي وو . هغه وویل د ترهګرۍ ضد مرکز باندې د وسله والو قبضه ختمولو دپاره اپرېشن کې دوه پوځي عسکر هم وژل شوي دي.

د پاکستان د ډان اخبار د رپورټ ترمخه، خواجه اصف قومي اسمبلۍ ته وویل په سي ټي ډي تاڼه کې ۳۳ وسله وال موجود وو چې یو وسله وال پکې د مرکز یو کارکونکی په خښته په سر ووهلو، د هغه ټوپک يې واخیستلو او دا ډول يې امنیتي مامورین یرغمل کړل.

د اتوار، يکشنبې، په ماښام په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي په مرکز قبضه وکړه او په مرکز کې موجود پوليس اهلکار يې يرغمال کړل.

خواجه اصف قومي اسمبلۍ ته وویل په مرکز د وسله والو قبضه ختمه کړی شوې ده.

د خواجه اصف د خبرو نه وړاندې سرچینو ويلي په سي ټي ډي مرکز کې د شپږو وسله والو د وژل کېدو او د پوځ د یو افسر په شمول د شپږو عسکرو د زخمي کېدو خبره کړې وه.

کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په سي ټي ډي تاڼې د قبضې ذمه واري منلې وه.

ټي ټي پي د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو ته لېږل شوي بیان کې وویل د پوځ خصوصي عسکر تاڼې ته په ننوتلو کې نه دي کامیاب شوي او دا چې د خصوصي اېس اېس جي دستې تر ۲۰ پورې عسکر زخمیان او یا وژل شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود د نهې، سه شنبې، په ورځ يې د سي ټي ډي په مرکز د قبضه کونکو وسله والو ستاینه یې وکړه.

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د خپل پناه ځای نه جاري شوي بیان کې نور ولي محسود وسله والو مبارکي ورکړه او ورته يې وویل چې په هیڅ صورت کې دي نه تسلیميږي.

رپورټ وايي د ټي ټي پي د مشر بیان په سي ټي ډي مرکز د وسله والو قبضه د ختمېدو نه مخکې جاري کړی و.

حکومتي چارواکو په سي ټي ډي تاڼه د قبضې ختمولو دپاره وسله والو سره مذاکرات شروع کړي وو خو دغه خبرې ناکامه شوې.

د خېبرپښتونخوا د حکومت ترجمان محمد علي سېف د ګل، دوشنبې، په ورځ د بنو د پېښې په اړه په ټوېټر وویل حکومت به د دهشتګردو هېڅ غوښتنه پوره نه کړي.

په بنو کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان شوې وه، د پولیس چارواکو په وينا په ضلع کې کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي

د خېبرپښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله والو تيره شپه د واڼه په پولیس تاڼه بريد کړی، چې پکې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې ده.

د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میرانشاه کې په ډزو د ویشتل شوو دوو کسانو مړي موندل شوي او په تانک ضلع کې د دوو کسانو سرونه غوڅ کړل شوي دي او د جاسوسۍ الزام پې لګول شوی دی. دغه کسان د تانک ضلعې د منځۍ سیمې ځایي اوسیدونکي دي.

د وژل شويو کسانو سره کاغذ پاڼه غورځول شوې وه چې پکې ویل شوې د جاسوسۍ انجام به داسې وي خو په په پاڼه د کوم چا یا د کومې وسله والې ډلې نوم نه دی لیکل شوی.

په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په اوبو کې د پخې شوې نرۍ غوښې (ګډ، چېلي) کړاهي مو خوړلې؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00