نـــــثــــــرونـــــــــه


حالات ، پښتانه او انټرنیټ

  دپښتونخوادښائست ناوې په خیالي زلفوکې غوټۍ د اور د ګل ټومبلي خو څوک هیڅ

08.12.2010 kohar

خالونه او فوكلوري ادب

خالونه او فوكلوري ادب دخالونو ذكر عموماٌ موږ د ادب په هر صنف كښي اورېدلى وي .او تر غوږ او نظر به مو تېرسوى وي . په پښتو ژبه كښي د خال دوې معنا دي . يو هغه ټكى چي د قلم په څوكه ولګيږي چي عموماٌ په رياضي كښي ځني كار اخيستل كيږي .دويم هغه خال دى چي پښتنې نجونه يې د ستني په څوكه پر مخ او كله كله يې پرلاسونو هم وهي . خالونه د پښتنو پېغلو يوه خاصه پېژندګلوي او د ښائيست ذريعه ده .د خال وهلو رواج له پښتنو علاوه پ

28.06.2009 kohar

په پښتوشاعري کي وَځوانانوته پېغام

ادب دَيومخصوصي طبقې؛دَيومخصوصي ولکې؛دَيومخصوصي ژبي ترجمان نه دئ،بلکه ادب دَژونددپاره دئ،اوپه ژوندکي هره طبقه دَادب سره متعلقه وي.موږوينوچي ادب که دَدنياپه هره ژبه کي وي،هغه دَانساني ښېګړي اولارښودکرداراداکوي.ځکه داسي نه دي سوي چي څوک دي داووايي،چي فلانئ دَفلانۍژبي ادب واره نه خوري؛ځکه چي هغه دَانساني فلاح وبهبودکارنه دئ کړئ،ها!منفي رجحانات پکي کېدئ سي.      ادب دَژوندترټولوښه ترجمان اودَسړيتوب پېلامه دئ.ادب په سړي کي فکري روزنه کوي،دَتصوف ،علم و

27.06.2009 kohar

لالې د پښتو ژبي يو بلوڅ سندرغاړى !

موسيقي چي ورته د روح خواړه ويل كيږي  په خپل ځان كي پر څو برخو وېشل سوې ده .د هرې څانګي يې خپل خوند او خپل ارزښت دى .د خوند تعلق په اورېدونكي پوري اړه لري چي هغه څه ډول موسيقي خوښوي او اوري .خو د ارزښت تعلق بيا په دې خبره پوري تړلې دى چي د موسيقۍ هره څانګه په خپل وخت او زمان كي د هغه قام چي دا ورسره تړلې وي د ژوند،دود او دستور او حالاتو عكاسي كوي .

10.04.2009 kohar

دوهمه سېوې?

  دمحکوم افغانستان هغه سېمې چې د پاکستان تر سلطې لاندې دې ، دهر ډول سېاسې او ټولنېزو ازادېو ترڅنګ له بشپړې اقتصادې ازادېو نه هم محرومه دې . د پښتونخوا اېالت د کرک سېمه چې له پنجاب سره پر پوله پرته ده د قدرتې زېرمو لوې خزانې لرې چې پنجابې استعمار ېې همدا اوس په راسپړلو او په بې دردې د ناوړه استعمال په مکرو دنده بوخت دې . لدې سره سره چې د کرک د ګازو په وېشلو سره د ورته پنجابې سېمو لپاره د نل غزولو کارونه په تېزې سره روان دې او ډېرو پنجابې سېمو ته لا له وړاند

13.03.2009 kohar

تنـــــــــــــــــده !

د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه. داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده . څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم وړې بکسې يې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه . ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت کې نارامه و . يو ناڅاپه يوه پخه نيولې شوه ، په مطلبي نظر يې را وکتل او بيا له نورو ملګرو سره ، مخکې لاړه . يوه وړه دوره يې وخوړه

10.02.2009 kohar

بلبله !

هغه له رنګه ډيره توره وه. هغه د چا خبره بلكل د تور سكاره غوندې وه.خو خداى زده ولې ما ورسره ډيره مينه كوله.هر سهار به مې چې د هغې ديدن ونكړ او يا به مې د هغې آواز وا نه وريده كړۍ ورځ به داسې وم لكه كوم څه چې رانه ورك وي. كور او كلى ئې هم نه وؤ راته معلوم خداى خبر چې چرته به اوسيده .خو هر سهار او ټيټ ماذديګر به د ګودر تر څنګ د ګڼو ونو مينځ ته راتله.او په خپل خوږ اواز به ئې خوږه، خوږه سندره ويله .زه هم د دې په اواز دومره مئين شوى وم چې كله به هم هغې سندره شروع كړه نو ما به لكه مار چې د پاړوګر بي

08.02.2009 kohar

عدنان سميع ته د سندرو چل نه ورځي !

د هيند د ممبۍ په ښار كي د سويو ترهګرو بريدونو له امله د هيند او پاكستان تر منځ پر سته اړيكو په لويه كچه اثر پرېوتى دى .هيند وايي چې د دې ترهګرو بريدونو تر شا پاكستان ولاړ دى او پاكستان بيا وايي چې هيند هسي په اوتوبوتو سر دى ځكه چي هيڅ ډول ثبوت نه لري .

17.12.2008 kohar

د زيارت د زلزلې ګيلمن متاثرين !

زلزله چې يو قدرتي افت دى او د نامه له اورېدلو سره سم د تصور پر ورغوي سړي ته يو له وېري او وسوسوډك  د تباهۍ غماز عكس جوړوي د راتللو مالوم وخت او ځاي نه لري .دا افت هر وخت او تر ډېره حده هرځاي راتللاي سي .د پوهانو په وينا د زلزلې  لامل په مځكه كې دنه د بدلونونو راتلل وي .د بدلونونو د راتلو دغه عمل په مځكه  كې څو سوه فټه دننه تر سره كيږي او له امله يې مځكه ښوريږي او په لويه پېمانه د ځاني او مالي زيان سوب ګرزي .كه چېري په دې سيمه كې  د دې قدرتي افت چې په هقله يې د

16.12.2008 kohar

مـــــيــــنـــــه ؟

زه په لسم ټولګي كښې ومه ،په پوره كال كې دې داسې ورځ نه وي راغلې چې زه د ې چا د كيميا، رياضي، فزيك او هندسې په ساعتونو كښې په ټولګي كې ليدلى يم. په دغه څلورو ساعتونو كښې به چې د كوم يو مضمون ساعت شو نو ما به ځان په څه بهانه د مكتب شاته يو كانتين ته رساوه او پوره ساعت به مې هلته تيراوه. داسې ورځ هم نه وه راغلې چې زه دې په پوره كال كې د پښتو، بيالوژي، تاريخ، جغرافې او د دري په ساعتونو كښې غير خاضر شوى يم .دا ځكه چې د پښتو، بيالوژي، جعرافيه او تاريخ سره مې ډيره جوړ

22.09.2008 kohar

د ادب ساپوهنه !

                                               پښتانه واړه سره یو دی                                &nb

05.09.2008 kohar

عبدالقادرمجرم يو بې لاسونوليكوال !

ښاغلى عبدالقادرمجرم د جنوبي پښتونخوا د كلاسېف الله ښار ته نژدې د كلي حسنزي اوسېدونكى دى .دنومړي دوې شعري ټولګي د چاپ په پساله پسولل شوې او د پښتوادب مينه والو ته ډالۍ شوي دي . ښاغلى مجرم پر پښتو ژبه يو بېخي زيات مين شاعر دى .دنوموړي له پښتو ژبي سره مينه له دې څرګندېږي چې دى له بده مرغه د يوې حادثې له كبله له خپلو دواړو لاسونو بې برخي شوى خو ده حوصله له لاسه نه د وركړې او د پښو په ګوتو كې قلم نيسي او ليكل كوي .له ليك سره سره كمپيوټر هم استعمالوي .دا څه مده وړاندي يې په ي

30.04.2008 kohar

پښتون تهنک ټېنک - د وخت ضرورت !

موږپښتانه که يوې خواته په متنوع کلتوري قدرونو اورواياتو باندي پسولل شوي يونوبلي خواته په سياسي،اقتصادي،اوترډېره حده په علمي توګه دنړۍ دنوروقامونوپه نسبت لاډېروروسته پاته يو ولي چي لاتراوسه په سياسي ډګرکي موږپرسل لارووېشل شوي يوچي ددې څرګندونه کوي چي ديوګډملي مرام سنجونه او دهغه دپاره مبارزه کولوسياسي بلوغت ته لا نه يو رسېدلي، که څه هم موږيوڅوداسي سياسي ګوندونه لروچي هغه دقام پرسته سياست اوملي مرام دپاره دکارکولودعوه لري خودهريوه طريقه کار او لارجلاجلاده چي دا ښکاره کوي چي مرام يې هم ي

06.03.2008 kohar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more