ښاغلى عبدالقادرمجرم د جنوبي پښتونخوا د كلاسېف الله ښار ته نژدې د كلي حسنزي اوسېدونكى دى .دنومړي دوې شعري ټولګي د چاپ په پساله پسولل شوې او د پښتوادب مينه والو ته ډالۍ شوي دي .
ښاغلى مجرم پر پښتو ژبه يو بېخي زيات مين شاعر دى .دنوموړي له پښتو ژبي سره مينه له دې څرګندېږي چې دى له بده مرغه د يوې حادثې له كبله له خپلو دواړو لاسونو بې برخي شوى خو ده حوصله له لاسه نه د وركړې او د پښو په ګوتو كې قلم نيسي او ليكل كوي .له ليك سره سره كمپيوټر هم استعمالوي .دا څه مده وړاندي يې په يوه ناسته كې راته ويلي و چې اوس مي په خپله په كمپيوټر خپله د لنډو كيسو مجموعه كمپوز دكړې ده چې د هغه په ويناپه لنډراتلونكي كې به چاپ او د پښتو ادب مينه والو ته ډالۍ شي .د ښاغلي عبدالقادرمجرم دې ډبرين عزم ته سلام وړاندي كوم او دا چې دى د لاسونو بغېر پښتو ليكي او د پښتو خدمت كوي د ځان په شمول ټولو پښتنو ته يو سمبول ګڼم .خداي دي ښاغلي مجرم ته اوږد او له نورو ناخوالو لري چرته د خوښۍ او سوكالۍ په كلي كې ژوند ورپه برخه كړي .


دا هم د ښاغي عبدالقادرمجرم دشعر يو څو بېلګي .

                           غزل

دومره اسانه چې وتاته زما وژل شكاري
دا اشارې د رقيب نه دي د ازل شكاري
چاچې ليدلى نه وي خپله د خيالو نمايش
خود به هغو ته دروغجن زما منزل ښكاري
ويلاي نه سم دا جهان كه زما اعصاب دي خراب
ولي وماته ټول جهان په تزلزل ښكاري
ځكه له ژونده نا امېده يم يقين مي نسته
مشكل وماته د زرې زړګي بزل ښكاري
دلته كردار ته خلك نه ګوري لباس ته ګوري
ډېر بې حثيته په جامه ترما افضل ښكاري


                 غزل

په دې يم پوه پر تا مي قدر نسته
هسي مس ستا له خولګۍ صبر نسته
ما په زراو شپو كې نكړه پېدا
كه په دنيا شپه د شبقدر نسته
چې ناممكن درته ممكنه ښكاري
په زړه سپا په تا كې غدر نسته
هسي زارۍ كوه ساقي ته دجام
په دې كې څوك وايي چې اجر نسته
مطمين مه كښېنه قادرمجرمه
دا چاويل سزا د قبر نسته


                   غزل


يې له دردونو ناخبره دردېدلى نه يې
خود به خندا درځي پر اوښكو ژړېدلى نه يې
خود به دي بد وي تر نظر د دروېزګرو روزګار
كچكول په غاړه په كوڅو كې ګرزېدلى نه يې
يو څه بدل په خړ او تور بدل سه اورېده كړه پيل
اسمانه ډېره مده وسوه اورېدلى نه يې
پته وماته د تڼاكو سته چې پوخ سوم په اور
ته په تڼاكو څه خبر يې سوځېدلى نه يې
قادرمجرم ډېر وارخطا وم د پاروند له سيلۍ
شكر دى ګله چې تازه يې رزېدلى نه يې

 

                       ښاغلى مجرم له خپلو دوو ماشومانوسره