چېټنګ !
يادونه ! دا يو څو بنده شعر مي د هيواد له وتلي او منلي شاعر محترم پيرمحمدكاروان صاحب سره چې دى په كابل او زه په بوري كې وم د موبايلي پېغام له لاري په مستقيمه توګه تبادله كړ . هغه داسي چې ما د محترم كاروان صاحب دموبايل نمبر درلودل او له ده سره زما نمبر نه و .نو ما ده ته د ده خپل دا لومړى شعر ور ولېږى .
زماله سترګو ځاپناه ګلابه
زما په زړه كې په خندا ګلابه
له لري لري سلامونه واخله
د دعاګانوامبارونه واخله
......................................
زما په زړه كي يې زما ګلابه
لكه اېمان لكه رڼا ګلابه
ارمان چې دومره درنګدې شمه زه
چې دي راورسي هوا ګلابه
......................................
دغه خوزمااو هم دا ستاارمان دى
دلته او هلته د هر چا ارمان دى
چې بېلتون مه واي زموږ تر منځ كاروانه
دا د پرون نن او سبا ارمان دى
.........................................
زه د بېلتون په تروګمۍ كې ناست يم
ته راله ستوري د ماخام رالېګې
جانانه څوك يې صدقه دي شمه
په دومره مينه چې سلام رالېګې
.........................................
ستاله دې دومره زياتي ميني قربان
زه دي يو ورور يمه يو لري افغان
د كرغېړن دېوال په شا كې اوسم
يم بوريوال په پښتونخوا كې اوسم
<<<<<<<<<>>>>>>>>>>>