چې واي همېش دا رنګه ښكولى موسم
لمر په كوهارپټېدائ
اوسپين بورى يې پر تيارو سپارلائي
بې له تنا او برښنا
يوه نري بارانه وروسته اوريځ
د غره پر سر خورېدائي
له دې نزدې
او شاوخوا باغونو
نرۍ هوا راوړلائي
خوږې وږمې پر اوږو
موږ چرته ناست وائي يكړ
له خلكو لري
بېخي لري يو ځاي
بس چې كتلائي مويو بل ته په ځير
هم مو ويلائي
و يو بل ته اشنا
هر هغه څه
څه چې مو زړونو غوښتائي

30.04.2008
- kohar
چېټنګ !
يادونه ! دا يو څو بنده شعر مي د هيواد له وتلي او منلي شاعر محترم پيرمحمدكاروان صاحب سره چې دى په كابل او زه په بوري كې وم د موبايلي پېغام له لاري په مستقيمه توګه تبادله كړ . هغه داسي چې ما د محترم كاروان صاحب دموبايل نمبر درلودل او له ده سره زما نمبر نه و .نو ما ده ته د ده خپل دا لومړى شعر ور ولېږى .
زماله سترګو ځاپناه ګلابهزما په زړه كې په خندا ګلابهله لري لري سلامونه واخلهد دعاګانوامبارونه واخله...
01.05.2008
- kohar
په رڼو سترګواو په سپينه ورځ كېچې ما ليدلو په خوبستا د غرور او اداګانو غرونهستا د ښايست او رڼاګانو غرونهګډ و له خاورو سرهپه ويرانو بدل ولكه زما د زړګي ړنګ برنجونهوو دي بايللى ګلههغه ارځښتهغه خاني پر زړونود هرچا هېر وې لكه هېر د زمانې نقلونههغه ښايستهغه د ميني بازارړنګ و بس نور د پېرزوينو بازارنور و سړ سوى په اېرو بدل ومړ يې انګار و په سكرو بدل وبس !ترېنه تس دود پورته كېدوپورته پر لور د اسمان...