په رڼو سترګو
او په سپينه ورځ كې
چې ما ليدلو په خوب
ستا د غرور او اداګانو غرونه
ستا د ښايست او رڼاګانو غرونه
ګډ و له خاورو سره
په ويرانو بدل و
لكه زما د زړګي ړنګ برنجونه
وو دي بايللى ګله
هغه ارځښت
هغه خاني پر زړونو
د هرچا هېر وې  
لكه هېر د زمانې نقلونه
هغه ښايست
هغه د ميني بازار
ړنګ و بس نور د پېرزوينو بازار
نور و سړ سوى
په اېرو بدل و
مړ يې انګار و په سكرو بدل و
بس !
ترېنه تس دود پورته كېدو
پورته پر لور د اسمان
نرى نرى
لكه نغرى د كوچېدلي كاروان