دا سرمايه د زندګي ساتمه
ستا د لاس هر ليك به خوندي ساتمه
رايادوي به د وصال ورځي شپې
توكري پټ ستا د بنګړي ساتمه
په نيمه لار دي يكړ پرېښوومه
ياده به ستادغه دوستي ساتمه
غمونه ډېر شو د روزګار خو بياهم
ستا غم زه څومره په خواري ساتمه
څوك د نارو ليكلوحق نه لري
زه خپل دېوال غېر سياسي ساتمه
له چا نفرت زما عادت خونه دى
زړه كې عناد له مجبوري ساتمه
ډېره شوه ګرانه د هوا دښمني
څنګه به خپل څراغ خوندي ساتمه