راته  بلا دي  خلک د کلي خو څوک  هيڅ  نه  وايي
رانړوي  مو  د ژوند  څلي  خو څوک  هيڅ  نه  وايي
مکار  طبيب   راله   په   شاتو  کې  قاتل  راکوي
ما ګاروي  ما په  ما ولي  خو څوک  هيڅ   نه   وايي
د پښتونخوا د ښايست  ناوې  په  خيالي  زلفو  کې
غوټۍ  د اور  د ګل  ټومبلي  خو څوک  هيڅ نه وايي
د   ناڅرګند  منزل    پر   لاره   د  کړاو    له    ازغو
ډکي  دي زموږ د ژوندون تلي خوڅوک هيڅ  نه  وايي