خالونه او فوكلوري ادب
دخالونو ذكر عموماٌ موږ د ادب په هر صنف كښي اورېدلى وي .او تر غوږ او نظر به مو تېرسوى وي . په پښتو ژبه كښي د خال دوې معنا دي . يو هغه ټكى چي د قلم په څوكه ولګيږي چي عموماٌ په رياضي كښي ځني كار اخيستل كيږي .دويم هغه خال دى چي پښتنې نجونه يې د ستني په څوكه پر مخ او كله كله يې پرلاسونو هم وهي . خالونه د پښتنو پېغلو يوه خاصه پېژندګلوي او د ښائيست ذريعه ده .د خال وهلو رواج له پښتنو علاوه په ’’ تركانو’’ كښي هم سته .
دخال وهلو طريقه !
د خالونو وهلو خپله يوه ځانګړې طريقه ده .د پښتنو په كليو كښي د خالو وهلو دپاره مشخصي نجونه وي .د چاله لاسه چي خالونه ښه شنه كيږي .كومي نجونه چي ونورو نجونو ته خالونه ور وهي د هغوي په خپلو همزولو كښي يو بېل مقام وي .خالونه عموما نجونه په پېغلو نجونو وهي .
د خال وهلو طريقه دا وي چي هغه خال وهونكيې پېغله د نوي او صفا ستني په څوكه باندي د نجونو پر مخ باندي خالونه وهي .او ستن په وار وار پر يوه ځاي وهي او چي كله له هغه ځايه څخه ډېره وينه راووزي نو بيا پر هغه ويني سوي ځاي باندي رانجه او يا كوټل سوي سكاره ور واچوي .
كومي نجونه چي و نورو ته خالونه ور وهي د هغوي د هغوي پر كور باندي زياتره د كلي نجونه سره راټولي وي او هلته د خال وهلو تر څنګ د زده كړي نوري موقعې هم ترلاسه كوي .
د خال وهلو عمر !
د خال وهلو خپل يو خاص عمر وي .خالونه و ډېرو كم عمره نجونو ته نه ور وهي بلكه كومي نجونه چي د پېغلتوب په انګڼ كي قدم ږدي و هغوي ته خالونه ور وهي . ځكه چي د عمر په تېرېدلو سره په انساني بدن كي بدلون راځي نو كه چيري خال په كم عمرۍ كې ووهل سي نو د عمر په تېرېدلو سره د انسان بدن غټ او پوست پراخ سي . نو په داسي حال كي خال له خپله ځايه وښوريږي او بيا كوږ ښكاري .
دخالوقسمونه !
د خالونو مختلف قسمونه دي .كوم خالونه چي نجونه يوازي د يو ګول څاڅكي په شكل وهي هغه صرف خال ياديږي .خو كله بيا نجونه پر تندي باندي په خالونو درختي يا د ګل د شكل غوندي شيان جوړ كړي و هغوي ته ’’ كجوري ’’ ويل كيږي . او پر رخسارونو باندي په خالو ګول دائره جوړه كړل سي ،د خالو و دې قسم ته ’’ كوبې’’ ويل كيږي .
خالونه عموما نجونه په خپل ښائيست كې د اضافې دپاره وهي .په كومو ستنو چي خالونه ووهل سي نو هغه بياضايع كړل سي چي بل څوك يې بيا استعمال نه كړي .
په فوكلوري ادب كښي د خالو ذكر !
خالونه كه له يوې خوا د پښتنو نجونو په ښائيست كي خپل رول لوبوي نوبلي خوا ته يې د پښتوفوك شاعرۍ په خزانه كښي هم بېش بها اضافه كړېده . لكه په ټپو كښي د خالو ذكر چي لاندينۍ څو ټپې يې يو مثال دى !
خله دي بې خاله شائيسته ده
كه دي خال كښېښود ما به ورك كړې له وطنه
په سفر ځې خال مي صيحح كړه
دهندوستان د پېغلو نسته شنه خالونه
خال دي واهه خبر دي نه كړم
ناغه به راكړې د سركوشنډو سرونه
نن مي د كونډي خال ليدلى
پېغلي دي خواري سي چي نه ږدي شنه خالونه
د زني خال دي جادوګر دى
زرې زرې مي پر ملكونو ګرزوينه
خالونه نې ټول د مخ خالونه
د زني خال دي مرور په خلا كوينه
تر دېوال دوې ګوتي سر لوړ كه
د زني خال به دي دېوال وسولوينه
له خپله كوره به دي ورك كړم
ډېر مي د زني خال ته مه ګوره مينه
كله كله نجونه د عارضي ښائيست دپاره په رنجو هم خالونه وهي . فوكلوري ادب هغه هم له خپلې دايرې دباندي نه دي پرې يښي ز لكه په دې ټپه كي چي يې ذكر خوندي سوى دى !
د رنجو خال پر زنه مه ږده
زما پرې سپينه خله توريږي غل به سمه
كاكړي غاړي چي د پښتواولسي ادب يوه مهمه برخه ده په خاصه توګه د جنوبي پښتونخوا په بوري ، ږوب ، كلاسېف الله او شاوخوا سيمو كي ډېر محبوبيت لري .كاكړۍ غاړي هم د خالونو له ذكره ډكي پرتې دي . زه يې يوڅو بېلګي تاسو ته وړاندي كوم !
ستاپر خله خالونه درې
په غاښ مه يو نه كى راپرې
زما هغه پر زړه داغونه
نرۍ نور وهي خالونه
ستاخالونه لمر سځي
سورى پر جوړ كه د پېكي
راښكاره د زني خال كه
له خلې پرته ژړو شال كه
په اوډر د دى تندى
ترخالو لوړ پرې كه پېكى
سپوږمۍ مه كوه واهي
خال مه لړم دى ګلان خوري
كښل مه كه د خلې پر ميان
ترخالو لوړكوز تر پېزوان
په خالو د خله كمره
چيري سوې لېونو تره
په پښتو متلونو كي هم دخالونو ذكر په وار وار سوى دى لكه ’’ چي نه لري رنګونه هغه ډېر وهي خالونه ٌ
خو د نن په دې مشيني دور كې په پښتنو كې هم دخالو وهلو رواج ورځ په ورځ پر كمېدو دى .په كار دى چي پښتنې نجونه اوس هم خالونه ووهي ځكه دا د دوي پېژندګلوي هم ده او د دوي ښائيست هم يو په دوه كوي او د پښتو ادب په پرمختګ كي هم ځانګړى رول ادا كوي .
سلطان زخپېل
بورى
سهيلي پښتونخوا