غزل

د ميني كر د زړه په مځكه كوو

جانانه موږ له كركي كركه كوو

چي نوم د يار په بده خوله وانه خلي

دا احترام د رقيب ځكه كوو

دلته خو ګرزي خلك د ځان په لټون

څه به ژړا د زړه پر وركه كوو

ژوند لكه برق د بوري ولاړ چي نه سي

كيسه د روغي به چابكه كوو

چي په نسبت كي يې كمى رانه سي

ورته خبر تر ګل نازكه كوو

دا مو هم بخت دى بوريواله كه نه

چې يې د ديد په خوږو څكه كوو

۱۱م جون ۲۰۰۹

كوټه