د هيند د ممبۍ په ښار كي د سويو ترهګرو بريدونو له امله د هيند او پاكستان تر منځ پر سته اړيكو په لويه كچه اثر پرېوتى دى .هيند وايي چې د دې ترهګرو بريدونو تر شا پاكستان ولاړ دى او پاكستان بيا وايي چې هيند هسي په اوتوبوتو سر دى ځكه چي هيڅ ډول ثبوت نه لري .
دا هر څه پر خپل ځاي خو له دغو پېښو راپه دې خوا په دواړو هيوادونو كې دژوند د هري څانګي سره تړلي خلك يو د بل پر ضد له هيڅ رنګه ناخوالوويلو ډډه نه كوي .
ويل كيږي چي له موسيقۍ سره تړلي خلك د هيڅ يوه چاهم نه دي او د هر چا دي .هغه ځكه چي موسيقي هيڅ پوله نه لري او تر هيڅ يوه چا او سيمي محدوده نه ده .
د ممبۍ په ښار كې تر سره سويو د ترهګرۍ بريدونو په سيمه كي د ژوند د نورو څانكو تر څنګ له موسيقۍ سره تړلي خلك څوك چي بې سرحده ګڼل كېده هم تر خپل اثر لاندي راوستل .
د هيند نامتو سندرغاړي جګجيت سنګ چي په نړۍ كي په اردو او هيندي ژبه پوهېدونكي په ميليونونو مينه وال لري په هيند كي د مېشت پاكستاني سندرغاړي عدنان سميع په هقله څوك چي د نوموړي ډېر لوي مينه وال او خواخوږى و د ممبۍ له پېښو وروسته خپله رايه داسي وړاندي كوي .
جګجيت سنګ
د جګجيت سنګ د دې څرګندونو په ځواب كي عدنان سميع هك پك پاته سوى دى او ويلي يې دي .
عدنان سميع