غزل
بېلتون د غاړي غاړي رالى د كوهار په رنګه
راسره مل دى خپل وجود د مستعار په رنګه
هغه سړى چي به همېش لكه طوطي ږغېدى
نن په كي غواړمه ګايونه د اخبار په رنګه
د بل په ډېره ناترسۍ باندي هم باك نه راځي
لتا مي هسي زړه رالږ سي د بيمار په رنګه
لكه پلزن بيا دي پر پلونو سودايي ګرزمه
بيا خپل وجود له څړيكي غواړم د پرهار په رنګه
سلطانه لږ وخت به دي ګران كړي او لږ ناز به دي وړي
تــه بـه هم هېــــر ســې د يــارانو د مـــزار په رنګه


16.12.2008
- kohar
زلزله چې يو قدرتي افت دى او د نامه له اورېدلو سره سم د تصور پر ورغوي سړي ته يو له وېري او وسوسوډك د تباهۍ غماز عكس جوړوي د راتللو مالوم وخت او ځاي نه لري .دا افت هر وخت او تر ډېره حده هرځاي راتللاي سي .د پوهانو په وينا د زلزلې لامل په مځكه كې دنه د بدلونونو راتلل وي .د بدلونونو د راتلو دغه عمل په مځكه كې څو سوه فټه دننه تر سره كيږي او له امله يې مځكه ښوريږي او په لويه پېمانه د ځاني او مالي زيان سوب ګرزي .كه چېري په دې سيمه كې د دې قدرتي افت چې په هقله يې د...
17.12.2008
- kohar
د هيند د ممبۍ په ښار كي د سويو ترهګرو بريدونو له امله د هيند او پاكستان تر منځ پر سته اړيكو په لويه كچه اثر پرېوتى دى .هيند وايي چې د دې ترهګرو بريدونو تر شا پاكستان ولاړ دى او پاكستان بيا وايي چې هيند هسي په اوتوبوتو سر دى ځكه چي هيڅ ډول ثبوت نه لري ....