زلزله چې يو قدرتي افت دى او د نامه له اورېدلو سره سم د تصور پر ورغوي سړي ته يو له وېري او وسوسوډك د تباهۍ غماز عكس جوړوي د راتللو مالوم وخت او ځاي نه لري .دا افت هر وخت او تر ډېره حده هرځاي راتللاي سي .
د پوهانو په وينا د زلزلې لامل په مځكه كې دنه د بدلونونو راتلل وي .د بدلونونو د راتلو دغه عمل په مځكه كې څو سوه فټه دننه تر سره كيږي او له امله يې مځكه ښوريږي او په لويه پېمانه د ځاني او مالي زيان سوب ګرزي .
كه چېري په دې سيمه كې د دې قدرتي افت چې په هقله يې د وړاندوينې وسيله لا نده جوړه سوې په هقله پلټنه وكړو نو د جنوبي پښتونخوا او بلوچستان ايالت ځني سيمي داسي دي چې په ريډ زون يا خطرناكه سيمه كې شمارل كېږي . دغه سيمه بيا په خپله په څلورو برخو وېشل سوې دي چې فالټ ورته ويل كيږي .په دغو كې غذابند فالټ ،چمن فالټ ، نوشكي فالټ او چلتن تكتو فالټ شامل دي .په دې څلور سيمو كې چلتن تكتكو فالټ بيا هغه سيمه ده چې دا ياد شوي څلور فالټونه په خپل منځ كې يو له بل سره تړي .نو له دې كبله پوهان وايي چې په دې سيمه كې چې د كوټي ښار يې په ولقه كې راځي د زياتو زلزلو د راتګ خطره زياته ده .
په تېر سل كاله كې په جنوبي پښتونخوا او بلوچستان ايالت كې څلور لويي زلزلې راغلې دي او سيمه ته يې په لويه كچه ځاني او مالي تاوان رسولى دى .د دې لړۍ لومړۍ او تباه كونكې زلزله د ۱۹۳۵م كال د مئ د مياستي پر ۳۱مه نېته راغلې وه چې شدت يې د ريكټر اسكېل په پېمانه ۷.۷ ثبت سوى و .كه د هغه وخت او اوس سرشمېرنه اوحالات سره موازنه كړو نو ويلاي سو چې هغه زلزله د جنوبي اشيا تر ټولو زوروره او تباه كونكې زلزله وه .ځكه چې له امله يې د هغه وخت په بېخي لږ سرشمېرنه كې هم د ۳۵ زرو په شاوخوا كې كسان له ژونده بې پرخې كړي او د دغه دوه برخې نوري يې ټپيان كړي او معيوب كړي و . يادي سوي زلزلې د كوټي ښار په شمول ۱۱ سوه مربع ميله مځكه تر خپل اثر لاندي راوستې وه . له هغه وروسته بله زلزله د ۱۹۴۵م كال د نومبر د مياستي پر ۲۷ مه نېټه راغلې وه چې د كوټي تر څنګ يې پښين ،مستونګو،كانك،مچ او د مكران ساحلي سيموته ټكان وركړي و .البته د كم زور له امله يې خلك له ډېري تباهۍ څخه په امان پاته سوي و . له هغې زلزلې قريب دوه كاله وروسته يوې بلي درنې او درناكي زلزلې د ۱۹۴۷م كال د دسمبر پر ۲۸مه نېټه هم دغې سيمي ته داسي ټكان وركړي و چې له امله يې ۵ زره او ۳ سوه كسانو له دې نړۍ سترګې پټي كړې وې او لوي شمېر معيوب سوي او بې كوره سوي و . له هغه وروسته وخت په وخت په دې سيمه كې واړه او منځني ټكان محسوس سوي دي . په ۲۰۰۲م كال كې هم يو ځل ښه وېرونكې زلزله راغلې وه چې زور يې ۲.۳ ثبت سوى و خوكوم خاص زيان يې نه و اړولى .
له يوې اوږدې مدې وروسته دې قدرتي افت د اكتوبر پر ۲۹مه نېټه لومړى د سهار پر درې نيمو او بيا پر څلور بجې اوشل دقيقو باندي يو ځل بيا د جنوبي پښتونخوا لويه برخه ولړزوله .دا ځل د دې ورانونكي زلزلې مركز د جنوبي پښتونخوا د سمسوري ولسوالۍ زيارت سيمه وه .په زيارت كې بيا څلور كليو لكه كواسه ، ورچوم ، كاڼ بنګه او وام سخت زيان من سوي و . چې كله د ۲۹م دېرسم اكتوبرد سهار پر درېنيمي بجې لومړۍ زلزله راغلې وه نو خلك له كوټو څخه دباندي راوتلي و خو د زياتي يخنۍ له كبله هغوي دې ته اړ و چې بيرته كوټو ته ننوزي .مرګ او ژوبله ټوله دې بلي دويمي زلزلې چې پنځه څلوېښت دقيقې وروسته راغلې وه اړولې ده . د يوې دقيقي اندازې له مخي دوه سوه شل تنه مړه ،قريب يو زر ټپيان او له دېرس زرو څخه زيات خلك بې كوره سوي دي . په مړو كې لويه برخه د ماشومانو او د لوي عمر نارينه او زنانو وه .اټكل كېداي سي چې لامل به يې د وړوكوالي او ضعيفۍ له كبله پر وخت له كوټو څخه د نه راوتلو وي . له دغې اوسنۍ زلزلې څخه د زيارت ولسوالۍ او خانوزي د سيمې په شمول ټولې نژدې سيمې ته زيان اوښتى او د هغوي كورونه نور د استوګې ندي پاته سوي .
لكه څنګه چې د دوبي په اېشېدلي لمر كې د زيارت سړه هوا يوازي هغو خلكو ته مالومه ده چاچي د دې سيمي د زرغونو باغونو په سايه څو شېبې تيري كړې وي .هم دغه رنګه د ۲۹م دېرسم اكتوبر د راغلې دردناكي زلزلې د تباهۍ اندازه هغه چاته كېداي سي چا چې د نړېدلو كورونو په منځ كې په ولاړ د ټكري په شان نري تمبو كې د مړو له په خاورو سپېرو خپلوانو سره پر پاتالاس پورته كړي وي .د هغوي د وير ، بې وسۍ او په خاصه توګه د بې كسۍ احساس هغه څوك كولاي سي چا چې د سپينو واورو د ارام ګاه جګوغرونو په منځ كې د ساړه باد له امله وچ او پرې سوڼان او پپر سرونه ليدلي وي .او د دې اندازه هغ چاته كېداي سي چا چې د زيارتوالو ولاړي كلاوي نړېدلي او د غريبۍ د كور كالي د بل وركړي تمبو و مخ ته خواره واره ليدلي وي .
زه كه د كالج له ملګرو سره زيارت ته تګ او په سره دوبي كې په سړه هوا كې اتڼونه د خپل ژوند په خاطرو كې شمارم نو هغه ورځ به هم راڅخه ډېره په ګرانه هېريږي چې كله ما په كواسه ،ورچوم ،كاڼ بنګه او وام كې د هغه ځاي له اوسېدونكو سره د دوي د هوارو كورونو پر لوټو باندي له دوي څخه د درناكي زلزلې درناكه كيسه اورېدلې وه .
څو ځله داسي وسو چې د هغوي خبري به مي په ميان كې قطع كړيې او د هغوي پام به مي كوم بل اړخ ته واړولو هغه په دې چې د دوي د خپلوانو د بېلتون د دې غمګيني كيسې د اورېدلو توان مي نه درلود. په دوي كې ډېر كيسه ويونكې داسي و چې د ويلو دپاره يې ډېر څه درلودل خو چې چا غوږ ورته نيولاي وائ .
دلس كلني شبنم بي بي چې دوې وړې خوندي او يو تر ځان مشر ورور يې تر رانړېدلي بام لاندي سوى او ژوند يې له لاسه وركړى و خپله له ويراو حوصلې ډكه كيسه داسي راته تېره كړه .
’’ چې كله اوله زلزله راغله نو موږ له كوټې څخه راووتو او لږ وخت دپاره د كلا په منځ كې ناست و خو د ډېر يخ و او موږ بيرته لاړو په كوټو كې پرېوتو.لږ ساعت وروسته بله زلزله راغله چې موږ په منډه له كوټې څخه د راوتو نو د چت راباندي ونړېدى اوموږ تر لاندي سوو.زما دوې خوندي او يو ورور هم تر لاندي سو.د هغوله اوله واره ږغ ورك سو خو ما ناري وهلې چې ما در وكاږى بيا زما اكا رالى او زه يې را واېستمه .زما اوس خپلې وړكۍ خوندي او ورو ډېر ياديږي ځكه سي زه څوك نه لرم چې بازۍ زرسره وكړم.څه خبره يم چې دغه شپه به مي هېره سي او كه نه .زموږ كور ګړد ونړېدى او اوس موږ په يوه خېمه كې اوسو او په هغه كې له شپې بېخي يخ وي ’’.
شبنم بي بي چې كله ماته ږغېده نو به يې خپل تنكي سوڼان په غاښو كې ونيول او هڅه يې كوله چي ونه ژاړي او ځان تكړه وښيي خو د هغې پر ماشوم زړه تېر سوي او روان حالت د هغې له سرو او ببرو وېښتانو ،وچ اوپرې شونډانو او سپېره مخ څخه له ورايه مالوم و . يوازي هغه نه وه دا رنګه ډېري كيسې وې چې وې خو حقيقت خو زړه يې منلو ته تيار نه و.ډېري كورنۍ داسي وې چې لس تنه ، پنځلس تنه او تر دې زيات به يې په حق رسېدلي و.خو داسي كورنۍ هم وې چې يوازي يو ماشوم او يو د لوي عمر كس ځنې ژوندى پاته سوى و .د داسي خلكو له حاله خبرېدو وروسته د ژړا راتګ خو طبعي خبره وه يعني كه يو كس نه وغواړي هم نو د داسي ويرجنو كيسو د اورېدلو له امله پرې د ژړا كيفيت راخوريږي .
دا هر څه پر خپل ځاي خو د ژړا پر ځاي د خندا لامل ګرزېدونكې خبره دا وه چې په څلور واړو زيان منو سويو كليو كې چې كله د ګرزېدلو پر مهال له كليوالو سره هغوي ته پراوښتي مالي زيان او د حكومت ، سياسي ګوندونو،انجيوګانو او نورو خېريه موسيسو له اړخه د مرستي په باب وږغېدم نو د شبنم بي بي دردناكه كسيه راڅخه هېره سوه .
د سختي زلزلې له امله بې كوره او پې خپلوانو سويو دې كسانو ټولو د امدادي سامانونو پر وېش سخت انتقادونه درلودل .هغوي په لومړي سر كې دا ويل چې د عجلو مرستو په شكل كې چې بهرنيو هيوادونو د زيارت د زلزله ځپلو كورنيو دپاره چې كوم سامانونه مركزي او ايالتي حكومت ته سپارلي دي د هغو دريمه برخه هم تر زيارته نده رسېدلې .دوي پر مركزي او ايالتي حكومت دا تور لګاو چې ګواكې خپله مرسته خو يې نده ورسره كړې بلكه د نورو هيوادونو رالېږل سوي خوراكي ، طبي او د ورځني ژوند نور شيان يې ورڅخه پټ كړي دي .هغوي يوازي له مركزي او ايالتي حكومتونوڅخه ګيامن نه بلكه د زيارت ولسوالۍ له ناطم اعلٰي ،له زيارت څخه د ايالتي اسامبلۍ غړي او ډسټركټ كوارډنيشن افيسر او نورو دولتي مامورينو څخه هم سخت سر ټكاوى .
دوي په ډاګه ويل چې ناطم اعلٰى ،د ايالتي اسامبلۍ غړي او دډسټركټ كوارډنيشن افيسرڅخه نيولې د ايالت تر مشر وزير پوري ټول په دې كار كې يو په پل خبر او شريك دي .د هغوي په وينا لومړى يې مركزي اوايالتي حكومت د نوروهيوادونو له اړخه پر وركړل سويو مرستو قبضه كړې ده او بيا چې كوم څه له هغوي څخه زيات سي نو يې ناطم اعلٰى او د ايالتي اسمبلۍ غړى او ډسټركټ كوارډنيشن افيسر په خپلو كې له سلا او مشورې وروسته د خپلې خوښي په خلكو كې وېشي .هغوي په خاصه توګه پر ناطم اعلٰى او د ايالتي اسمبلۍ پر غړي دا تور لګاوى چې هر څه هغو خلكو ته وركوي چا چې دوي ته په ټاكنو كې خپله رايه وركړې وه .دوي په زيارت كې د مرستو په خاطر موجود فوج باندي هم دا نيوكه درلوده چې نيم سامانونه له شپې په لاريو كې بار كړي او پر نامالومه خوا يې يوسي . او پاته نيم شيان بيا په غير متاثره شويو خلكو كې تقسيم كړي .
د زيارت غم جنواو په غوسه خلكو ويل چې تر ټولو لويه ستونزه يې د سختي يخنۍ مقابله كول دي د كوم دپاره چې له دوي سره ناكافي مرستي سوي دي .د هغوي په وينا چې بې كوره سويو كورنيو ته داسي خېمې او تمبوګان وركړل سوي دي چې نه يخ په بند دى نه د باران دپاره كافي دي او نه د راتلونكي واورين موسم مقابله كولاي سي .هغوي وپل چې هر څوك كه له دوي سره مرسته كول غواړي نو په كار دى چې په خپل لاس يې په متاثرينو كې ووېشي .
هغوي چې له ايالتي او ضلعي حكومت څخه سخت مايوسه و ويل چې هيڅ ګومان نه كوي چې حكومت دي په نړيواله سطح اعلان سويو مرستو دريمه برخه هم تر دوي ور ورسوي او دوي ته دي خپل كورونه بيا ورجوړ او له رواني سختي يخنۍ څخه دي يې وژغوري .
د قدرت له خوا له افت سره مخامخ سوي زيارتوال داسي هم نه و چې بس خپل ځاني او مالي زيان ورڅخه هر څه هېر كړي په ښه او بد نه پوهېدو .
د زيانمنو كليو لكه ورچوم ،كواسه ،كاڼ بنګه او وام خلكو له انجيوګانو ،خېريه موسيسو او سياسي ګوندنو په خاصه توګه له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه ډېر خوښ و او د دې ګوند د مشرانو او عامو كاركونكو ستاينه يې كوله . هغوي ويل چې تر هر چا وړاندي د پښتونخوا ملي عوامي ګوندغړيو چې په كې د بوري ،سنځاوۍ او نورو شاوخوا سيمو خلك شامل و د دوي مرستي ته ځان رسولى او دوي يې د يوازيتوب د احساس له كولو څخه لري ساتلي و . د هغوي په وينا لومړى امدادي كېمپ هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له اړخه لګېدلى او دوي يې د خپل وس او توان سره سم د مرستو كار پيل كړى و .
( دا ليكنه په مياستنۍ پښتون كې هم چاپ ده )