غزل
د زړه ګنډلي پرهارونه يې  بيا وترغزول
كافري سترګي چې له اوښكو ډكي پټي كړلې
زما زړګى پر هغه خوا په ځنځنيرونو نه ځي
چي يې واده زموږ د كلي يو څوچټي كړلې
زموږ لارښونكو د جنت په نوم تيار كړو خلك
خلك چي تيار سولو نو دوي ور څرمه څټي كړلې
له شش محله په لمحو په خرابو بدل سو
زما له زړه چي يې د ميني مرغۍ كټي كړلې
پر زړه درخته  دي نن بيا زرغون سپڼسى پېچلى
تا ارسلاته جوړي بياڅه شخړي غټي كړلې