زه په لسم ټولګي كښې ومه ،په پوره كال كې دې داسې ورځ نه وي راغلې چې زه د ې چا د كيميا، رياضي، فزيك او هندسې په ساعتونو كښې په ټولګي كې ليدلى يم. په دغه څلورو ساعتونو كښې به چې د كوم يو مضمون ساعت شو نو ما به ځان په څه بهانه د مكتب شاته يو كانتين ته رساوه او پوره ساعت به مې هلته تيراوه.

داسې ورځ هم نه وه راغلې چې زه دې په پوره كال كې د پښتو، بيالوژي، تاريخ، جغرافې او د دري په ساعتونو كښې غير خاضر شوى يم .دا ځكه چې د پښتو، بيالوژي، جعرافيه او تاريخ سره مې ډيره جوړه وه. دې دري په ساعت كې ځكه نه پټيدم چې د دري معلم چې تقريباًِ ۵۲ كاله عمر يې درلوده ډير سخت زړى انسان و،په وهلو برسيره به يې كنځلې هم كولې. ټولو شاګردانو به هغه د دري معلم پر ځاى عصبي معلم باله .كله به چې د دري ساعت شو نو ټولو شاګردانو به ټيټ سر خپلو كتابونو ته كتل خو ما به په غلا غلا هغې نغښتي كتابچې ته چې د معلم په لاس كښې به وه كتل او له ځانه سره به مې سوچ كاوه چې په دې كتابچه كښې ضرور څه راز پټ دى چې دا استاد ئې هر وخت له ځانه سره ګرځوي. يوه ورځ مې د يوه همصنفي نه چې له اول صنف نه ئې په دې مكتب كې زدكړه كوله وپوښتل! 

 جاويده د دري استاد په لا كې كتابچه د څه شي ده؟ هرو مروبه په دې كتابچه كې داسې ځه راز پټ وي چې دى ئې هره شيبه له ځانه سره ګرځوي؟ جاويد وؤيل :

نور نه پوهيږم خو دومره پوهيږم چې كله ما په لومړي ځل دا معلم صاحب ليدلى، نو دا كتابچه مې هم ورسره ليدلي ده. خو فرق په كې دومره دى چې له اول صنف نه تر څلورمه پورې يوه له څلورم صنف نه تر اومه پورې بله او له اووم صنف نه تر لسمه پورې دا دى دا كتابچه ګرځوي.

د جاويد خبرې مې نوره هم په زړه كښې د دې كتابچې د ليدلو هوس زيات كړ او هوډ مې وكړ چې هر څنګه چې وي دا كتابچه به خامخا ګورم.

وخت تيريده، كلنۍ ازموينه هم رانيزدې شوې وه .يوه ورځ چې د دري معلم صاحب صنف ته راغلو نو وئې ويل چې نن زه په تيرو درسونو كې پوښتنې كوم .آيا تاسو اماده ئې؟

ټولو شاګردانو كه څه هم زړه ئې نه و خو د ډار له امله يې وويل هو معلم صاحب .معلم صاحب وويل چې ګورئ كه چا غلط ځواب را كړ نو غوږونه به ترې ښه کش کاږم .زه چې د صنف په لومړي قطار كې ناست وم نو ځكه يې لومړۍ پوښتنې له ما څخه شروع كړې. ما هم صرف دومره ځوابونه وركړل چې ايله بيله مې د غوږونو د كش كيدو څخه ځان وژغوره. همداسې يې په نوبت نوبت پوښتنې كولې .

د پوښتنې وار نعيم ته ورسيده. نعيم چې د ټولګي په مابين كې ناست و، و يې نه شو کړای چې پوښتنو ته سم ځواب ووايي. معلم صاحب چې له ډيرې غصې نه سور شين اوښتی و خپله په لاس كې نيولي كتابچه يې په چوكۍ كې وغورځوله او د صنف نيمايي ته لاړ. هلته ده د نعيم غوږونو ته لاسونه اوږده كړل او دلته ما ته خداى موقع په لاس راكړه ما چې داسې ورځ له خدايه غوښته چې د معلم صاحب كتابچه ووينم. زر مې له موقع نه په استفادې سره هغه كتابچه راواخيسته او د ټولګي بل كونج ته مې منډه كړه .په بيړه بيړه مې د كتابچې پاڼي واړولې راواړولې د کتابچې په ليدو حيران شوم چې په كتابچه كې ټول شعرونه ليكلي وو.ما خو هغه شعرونه ونه لوستل خو په د ليدو زيات حيران شوم چې د كتابچې په لومړي مخ كې مې د حمزه با با د غزل يو بيت وليده .


                                 اوس دې يادونه افسانې ښكاري
                                   دا څه دستور د زمانې ښكاري


ځينو هم صنفيانو چې ما ته كتل او ځينو بيا معلم صاحب ته چې د نعيم د غوږونو نه ئې سرې سكروټې جوړې كړي وې .په صنف كې يو بل ډول د خاموشۍ عالم خپور و. خو دا خاموشي هغه وخت په شور او په خندا بدله شوه چې ما بې اختياره په لوړ آواز وويل چې واه واه!ځوانان خو ملامت نه دي چې سپين ږيري هم ژوبل دي .د دې سره جوخت مې لاس د دري معلم صاحب ته وروغځاوه او خولې ته مې د خوشحال بابا دغه بيت راغى:


                              زه خوشحال په سپينه ګـيره لـيونى شوم
                               خداى خبر چې د ځوانانو به څه حال وي


د دې بيت په اوريدو معلم صاحب د نعيم غوږونه پريښودل او زما لور ته يې ې مخ راواړوه. له ډيرې غصې نه چې ترې سره سكروټه جوړه شوي وه . زما په لور يې ګړندي ګامونه راواخيستل غوښتل يې چې ما ته ښه سخته سزا راكړي خو كله يې چې خپله كتابچه زما په لاس كې وليده نو سور رنګ يې لكه د زعفران غوندې زيړ وتښتيده . ما د صنف بل كونج ته منډه كړه معلم صاحب راته په ډيره قهرجنه لهجه وويل د كافر بچيه! كتابچه مې راوړه . ورته مې وويل چې تر څو دې راته حال نه وي ويلى چې ته دا شعرونه ولې ليكې.دا كتابچه به رانه په سترګو هم ونه وينې. او ليدل خو ئې په ځائ پريږده دا كتابچه به زه د مكتب ټولو شاګردانو ،معالمانواو د ليسې مدير صاحب ته هم ښكاره كوم . معلم صاحب چې په د پوه شو چې خبره خرابيږي نو ويې وې ښه!سمه ده راځه كښينه د خنځير بچيه! په هره خبره كې د كار وي. راځه كښينه ټوله خبره درته كوم .زه له د ويرې نه چې هسې نه چې معلم صاحب رانه كتابچه واخلي په مخكې ليكه يعني په خپل ځاى كې نه كښيناستم او د صنف په اخيرنۍ برخه كې مې ديوال ته ډډه ووهله او په خندا مې ورته وؤيل چې معلم صاحب شروع كړه خپل د ژوند داستان .

معلم صاحب چې له ډيرې غصې نه يو سوړ اسويلى وكړ نيغ لاړ او د تختې تر څنګ په چوكۍ كښيناسته او خپله قيصه ئې داسې شروع كړه.

د نن نه تقريباً ديرش كاله مخكې چې زه په لسم صنف كې وم دا د هغو ورځو خبره ده ما له يوې جينۍ سره چې مينه نوميده مينه كوله .د هغې چې څنګه څرنګه نوم مينه وؤ همداسې په ريښتيا مينه هم وه .هغې هم زما سره بې خده زياته مينه كوله .خبره تر دې خده راورسيده چې يوه ورځ مې مور او پلار ته د هغې په هكله ټوله قيصه وكړه او هغوى مې د دې رشتې لپاره راضي كړل،بله ورځ مې خپل مور او پلار د مينې كور ته د هغې د رشتې د غوښتلو لپاره وليږل زه هغه ورځ په جامو كې نه ځايدم ما فكر كاوه چې هغه به اوس د تل لپاره زما شي خو داسې ونه شوه مور او پلار مې تشه جولۍ كورته راوړه .د دې نه مخكې چې زه څه وپوښتم مور مې راته ووې بچيه!هغه هيره كړه ګوره! د هغې نه خو نورې هم خايسته جونه شته موږ به دا ستا لپاره د يوې بلې جينۍ رشته وغواړو . خو مينه! ما ئې خبره ورغوڅه كړه .چې مورې څله د يو غره او بل غره سر رانسې صفا ووايه چې خبره څه ده آيا د مينې مور او پلار درته انكار وكړو كه څنګه؟مور مې چې په ستركو كې ئې اوښكې راغلې او ووئې وې نه زويه! هغې انكار ونه كړ خو..... ما ئې خبرې ورپرې كړې او ومې ويل خو څه؟ مور مې په ژړغوني غږ كې وؤيل چې زويه ! هغه اوس هيره كړه هغه ستا نشي كيدى .ما زرته په ډير لوړ آواز ويل چې مګر آخر ولې آيا په ما كې څه خرابي ده ؟ايا زه چرسي يا پوډري يم؟چې هغه زما نشي كيدى.مور مې په چې له ژړا نه ئې سمې خبرې نشوې كوالى په مخ ئې سپينې اوښكې راوانې وې وؤيل نه زويه ته دې خداى نه خرابوي خو..... ما ورته وؤيل چې څه خو ! زر وايه كه نه چې اصل خبره څه ده .

مور مې په غيږ كې ور ونيولم او ويې ويل!چې زويه د مينې رشته د هغې مور او پلار په ماشومتوب كې له خپل وراره د ملك (نور) ځوى سره كړي ده .

دې خبرې مې زړه داسې ولړزاوه لكه زلزله چې ولړزوې د مور نه يو دوه ګزه لرې كښيناستم او ورته ومې وؤيل چې قسم مې د په خداى وي چې مينه زما نشي زه به د ژوند دغه اوږد سفر يواځي ټيراوم او د بلې جينۍ سره به د واده نوم هم وانخلم يو اوږد اسويلى ئې ويست د لږې چوبتيا وروسته ئې ماته مخ راوګرځوه او وئې ويل چې ګوره دا دى اوس د عمر تر دوپنځوس (۵۲) كلونو پورې رسيدلى دى خو ما د ژوند دغه تريخ او اوږد سفر يواځي د هغې د يادونو سره تير كړ او لا ئې تيراومه .د دې سره سم ئې په ګونځې ،ګونځې مخ تړمو اوښكو لاره جوړه كړه او په بيړه له صنف څخه ووت .زه چې په خپلو كړو سخت پښيمانه وم.او له ځان سره مې ويل چې هسې عبس مې د معلم صاحب زړه وخوږاوه خو اوس څه كېده اوس خو اوبه له ورخه تيرې وې .