كـــــــــــــــه راځـــــــي نـــازك د راســــــي
پـــه شپــــو ځنــــډ څـــلــــه كښېبــــــاسي
..................................................................


20.09.2008
- kohar
تاته چې د کوم سړي کاته وشي بس د خپليدو يې درته زړه وشيستا د هجر درد مې زړه کې داسې دیسم لکه په زخم کې اوبه وشيستا واورين،واورين رخسار چې وګورمټکنده غرمه کې مې ساړه وشيوايه کنه څه دنيا به ړنګه شيياره که لګ څه درځينې ښه وشيلږ خو راپيرزو کړه د وصال درمانراشه چې علاج د بيلتانه وشي
...
22.09.2008
- kohar
زه په لسم ټولګي كښې ومه ،په پوره كال كې دې داسې ورځ نه وي راغلې چې زه د ې چا د كيميا، رياضي، فزيك او هندسې په ساعتونو كښې په ټولګي كې ليدلى يم. په دغه څلورو ساعتونو كښې به چې د كوم يو مضمون ساعت شو نو ما به ځان په څه بهانه د مكتب شاته يو كانتين ته رساوه او پوره ساعت به مې هلته تيراوه.
داسې ورځ هم نه وه راغلې چې زه دې په پوره كال كې د پښتو، بيالوژي، تاريخ، جغرافې او د دري په ساعتونو كښې غير خاضر شوى يم .دا ځكه چې د پښتو، بيالوژي، جعرافيه او تاريخ سره مې ډيره جوړ...