تاته چې د کوم سړي کاته وشي
بس د خپليدو يې درته زړه وشي
ستا د هجر درد مې زړه کې داسې دی
سم لکه په زخم کې اوبه وشي
ستا واورين،واورين رخسار چې وګورم
ټکنده غرمه کې مې ساړه وشي
وايه کنه څه دنيا به ړنګه شي
ياره که لګ څه درځينې ښه وشي
لږ خو راپيرزو کړه د وصال درمان
راشه چې علاج د بيلتانه وشي