د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان ښکاره لاسوهنې

اېمل افغان 10.12.2016 11:46

افغانستان له پاکستان سره په ګډه پوله يو پروت هېواد دی چې د تاريخ په اوږدوکې يې کوښښ کړی د افغانستان په کورنيوچاروکې دې لاسوهنه وکړي اوهغه ستونزې يې افغان ولس ته رامنځ ته کړي چې دوی په کې خپلې ګټې خوندي اودغه ولس يې په لوی سيند لاهوکړی.
داچې موږ د دې هېواد په ښکاره لاسوهنو اوناوړه سياسي پاليسيوپه دې ځای کې خبرې کوو، سړي ته څرګندېږي، پاکستان هغه دوه مخې ډمه ده چې د تنظيمي جګړو په وخت کې به يې په خپله خاوره کې يوه تنظيم ته شاه اوبل به يې په غېږکې ونيولو او اوه تنظيمه يې د افغانستان د تباه کولولپاره په خپله خاوره کې وروزل چې هره ورځ به د افغانستان په لور راتلل اودلته به يې په جګړه لاس پورې کاوه، په دې کارسره يې خلکوته بې حسابه مالي، اقتصادي، سياسي، فرهنګي اوعلمي زيانونه واړول اواکثره افغاني ځوانان په دې مرحله کې بې زده کړې هم پاتې شول.
داهغه وخت وه چې په حقيقت کې د افغانستان په خاوره د امريکا، پاکستان اوترڅنګ يې نورو ملګرو د روسانو په وړاندې چې هغوی هم په دغه خاوره يرغل کړی وه په دې ځای کې جګړه پيل کړه چې په نتيجه کې يوميليون شهيدان موږ د خپلې خاورې اوخپل ناموس دګټلو لپاره له لاسه ورکړل، خود جګړې له ګټلو وروسته يې همدغه جهادي ډلې ټولې سره په جګړه کې يوځل بيا په افغانستان کې ښکېل کړې چې کابل د همدې پاکستان له لاسه زموږ د داخلي مشرانو په مرسته تراوسه د اورد لمبو ښکارکېږي اوټول ولس يوځل بيا دې ته اړ دی چې د نورو هېوادونو په لورد کډوالۍ په لورګامونه واخلي.
د افغانستان د تاريخ په پاڼوکې دا هغه ناوړه اوترخه حالتونه وه او اوس هم په دې خلکو حاکم دي چې د همدې تور پنجابي له لاسه د افغانستان يو پياوړی رئیس جمهور ډاکټر نجيب الله د داخلي مشرانو له لاسه د پاکستان په منلې مشورې ووژل شوپه حقيقت کې دا سړی همدې پاکستان مړکړ ولې د مرګ آوازې يې دلته طالبانو پورته کړې اوپه څلور لاروکې په چيغو اونارو سرشول چې دا موږ ووژلوخودا همدې پاکستان ووژلو.
دلته چې نن د طالب په نوم دا شکل کاله جګړه روانه ده داهم د همدې پاکستان لوبه ده اود دوی له خوا ورته پروګرام ورکول کېږي، که دلته د طالبانوپه مالي اوسيمه ايزو امکاناتوخبرې وکړوڅرګنده خبره ده چې طالب ځان ته ډوډۍ نه لري، د اوسېدوځای نه لري، بيا دومره بې سرحده جګړه په کومو امکاناتو مخ په وړاندې وړي، داهم د پنجاب جګړه ده چې په دې نوم يې په افغانستان کې پيل کړې، چې په دې کارسره په هېوادکې نه ډاکټر په امن کې دی، نه انجينير اونه هم عام ولس.
دغه موجوده ناامني اوټولې ستونزې چې په دې خاوره کې په دې ولس نن حاکمې دي داهم د همدې پنجاب اواسلام اباد پاليسي ده چې له هماغه ځای څخه پروګرام ورکول کېږي اوپه افغانستان کې افغان ولس وژل کېږي، نورکوم حق اوحقوق د دې خلکو له موږ سره پاتې دي چې هغه ورته ورکړو، دغه ټوله ناوړه لوبه چې په افغان ولس دلته حاکمه ده دا ټوله لکه د لمرپه څېرڅرګنده ده چې داجګړه زموږ نه ده، دا د همدې پاکستان ده، موږ جګړه نه خوښوو اونه جګړه ماران يوځکه افغان ولس جګړه مارې ډلې ډېرې ښې وپېژندې چې نه په ناموس صرفه وکړه اونه چاه قرآن ته په ښه سترګه وکتل کوم جنايت يې چې له وسې پوره وه هماغومره يې له غله سره د بوجۍ خوله ونيوله چې د افغانستان ټول قيمتي اومهم آثار يې په همدغه پاکستان وپلورل.
په نړيوالوغونډو اوسياستونوکې همدغه پاکستان خلکوته لکه د لمرپه څېرثابت شوچې د افغانستان په جګړه کې د همدې خلکو لوی لاس دی اونه غواړي په دغه خاوره کې دې دا ولس په امن او امان کې وي، ځکه افغان کډوال دوی وزورول، جايدادونه يې دوی په زوره په هغه خاوره کې اوس غصب کړل، د سوداګريزو معاملوپه کولوسره دوی ترې لوړې مالې واخيستې دا ټول هغه مسائل دي چې همدې پاکستان ورته غېږ ورته کړې اوافغان ولس يې د اور د لمبوښکارکړی دی.
د افغانستان په څلوېښت کلنه پيل شوې جګړه کې د رهبر، طالب، داعش اونوروجګړه مارو ډلوڅخه نيولې دا هغه خلک دي چې همدې تور پنجابي ورته په خپل کورکې ځای ورکړی اوبيا يې د دې لپاره تربيه کړل چې راشي په افغانستان کې امنيتي فضا خرابه کړي، خلک بې ځايه ووژني اوهمدغه پاکستان په کې خپلې اقتصادي ګټې وليدې.
تاريخ پټ مېړه نه ده چې نن دې څوک په دې يويشتمه پېړۍ کې له هغه څخه بې خبره پاتې شي ولې ټوله نړۍ نن له هغه څخه خبره ده چې په يوه ورځ کې همدغه د جهاد رهبران د همدې پاکستان په مرسته يې په خوست د جمهور رئيس ډاکټر نجيب په وخت کې حمله وکړه اوپه يوه ورځ يې دېرش زره ګولۍ اورولې وې چې د دې دېرش زره ګوليوپه نتيجه کې په خوست کې څلوېښت زره وګړي د همدې پاکستان له خواه د کورنيو مشرانو له لاسه په شهادت ورسېدل، نورمالي او ودانيز تاوان چې خلکوته اوختی وو د هغه خوله سره حساب اوکتاب نه کېده.
داهغه تاريخي جنايتونه اوناوړه پېښې دي چې همدې پاکستان په افغان ولس ترنن ورځې پورې عملي کړي او اوس يې هم دې کارته پيسې بډ وهلې دي اوغواړي چې افغان حکومت په هيڅ وجه پرمختګ ونه کړي، خو موږ وايو مشرانو راځۍ نور بس ده موږ هرڅه کولای شو، د هرشي وړتيا لرو، د همدې پاکستان لپاره لاس يوکړوچې ټول عمريې موږ غولولي يو اوخپل ملک ترې خلاص کړو لکه څنګه چې تېرکنفرانس کې ښاغلي محمداشرف غني پاکستان ته په مستقيم ډول خپله ګوته ونيوله اوهغه يې په دې تورن کړچې په افغانستان کې ټوله وينه د همدې پاکستان له لاسه توېږي اوپه کارده چې نوردغه هېواد مهارشي او افغان ولس هم وکولای شي په سوله کې خپل ژوند وکړي اوخپل رئيس جمهورسره لاس يوکړي هغه ستونزې چې د نورې نړۍ له خوا دې ولس ته متوجې دي هغه لرې اوخپل ځان يوخپلواک وګڼو.