د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د درې مورچل

اېمل افغان 18.10.2016 18:10

درنولوستونکو! افغانستان يوله هغوهېوادوڅخه دی چې څلوېښت کاله کېږي، د بهرنيانود ښکاره لاسوهنې په نتيجه کې دکورنيو مشرانو په وسيله په کې د درې د مورچل په څېر د جګړې اوربل دی اوبې ګناه هېوادوال هره ورځ د دې جګړې ښکارکېږي، کورونه يې ړنګېږي، کډوالۍ ته اړکېږي، له اقتصادي، تعليمي، فرهنګي اوسياسي ستونزو سره لاس او ګريوان کيږي، چې کله به له دې جګړې خلاصېږي اود فلم هيرو به په دې هېوادکې معلومېږي اود سولې په څوکۍ به کېني.
داچې موږ په نننۍجګړه، وينو تويولو اوپه افغانانو د بې ځايه فلمونوپه ډکولوخبرې کوو، سړي ته دا خبره له ورايه څرګندېږي، چې دا يوه داسې دوه مخې جګړه ده چې يوافغان به هم که هغه سياسي لوبغاړی دی اويا عادي کس دی، چې لاسونه سره يو نه کړو، په يوه خوله نه شو، منلی سياست پلی نه کړو، د هېوادوالو زړونه لاس ته رانه وړو،کار اهل کارته ونه سپارو اونننيو شرايطوته چې ګورو نوماته د درې د مورچل (غوبل) صحنه را يادېږي، چې په هغه ډرامه کې يو کس هم په ارامه نه دی ناست اونه له جنګ اوجګړې څخه خلاص شوی.
څرنګه چې موږ په خپله خاوره کې د مرګونو په سروې خبرې کوو، څرګنده خبره ده چې د ولسمشرحامدکرزي د دورې له پېلېدوڅخه ترنن ورځې پورې په افغانستان کې په شمار دوه زره او اته سوه مشران موږ په دې جګړه کې له لاسه ورکړي، چې، لومړنی کس قومندان احمدشاه مسعود بیا حاجي صاحب عبدالحق، حاجي قدير، استاد برهان الدين رباني اونور په سوونو واړه کسان له دې ډلې څخه حسابولی شو.
په دغوکسانوکې داسې پياوړې سياسي څېرې هم موجودې وې چې څوک په يوه نوم اوڅوک په بل نوم د هېواد د دښمنانوله لاسه ووژل شول اوځينې داسې کسان هم په کې وه چې د خپلو اعمالو اوبې کفايته ادارې له لاسه په خپله سزا ورسېدل ځکه د ادارې په جوړه ولوکې دې مشرانوکوم ځانګړی هنرهم له خپل ځانه نه درلوده چې هغه يې ولس ته ښکاره کړی وی اويوه اداره ورسره د بريا په لور روانه شوې وی ولې د حکومت لوړې چوکۍ ټولې په همدغوکسانو اوډلو ووېشل شوې چې په چاکې ډېر زور موجود و اوچا کولای شول حکومت ته زيات ګواښ وکړي، کار اوچوکۍ د وړتيا له مخې ترنن ورځې پورې نه دي وېشل شوې، چې ملت دې له دې خلکو په خپلو زړونوکې يوه ښه خاطره ولري.
همدا علتونه دي چې په هېوادکې امنيتي فضاء ګډوډه شوه، ولس د لمبوښکارشو، خلکوله ديموکراسي څخه خپل مخونه وګرځول اوله خپلې شته ادارې ښه خاطره په زړه کې نه لري، کارونه د اداري فساد له وجې په سستۍ سره په دولتي اداروکې مخ په وړاندې ځي، ځوانان د بې کارۍ له لاسه د خير په غونډۍ ناست دي، غلاوې هره ورځ په کور، کلي اوښاروکې د زياتېدو په حال کې دي، د نرخونوکنټرول نه شته دی، دا ټول هغه عوامل اوعلتونه دي، چې په افغان ولس بې ځایه پلي کېږي او دولت په دې اړه کومه لاس ته راوړنه تر دې دمه نه لري اونه ورته کوم ځانګړی پلان په ذهن کې لري اونه د دې وړتياپه نننيوچارواکوکې شته دی، ځکه د هېواد په اتيا سلنه خاوره کې د جګړې اوربل دی، چې زه د دغې جګړې پړه نن له ټولونه لومړی په خپلو لوړ پوړو چارواکو اچوم، ځکه د جګړې په نه مهارکولوکې څومره چې افغان ولس فکرکوي د دوی لس دی اوبل په جګړه کې د دوی ګټې خوندي دي.
خوزه وايم راځۍ چې نوره دغه بې پولې جګړه ختمه کړو د دې په ځای د ابادۍ کارونوته لاس اوږد کړو، سوداګريزکارونه مخ په وړاندې بوځو، ځوانان د زده کړې په ګاڼه سمبال کړو، د پوهنې اولوړو زده کړو په وزارت په اساسي توګه کار وکړو، د دښمن اصلي رېښه په هېوادکې پيداکړو، بې کاره څېرې د دولت له لوړوچوکيوڅخه لرې کړو، په ځای يې هغه کسان وګوماروچې هغه ولس ته منلي وي، د کارخلک وي، په کار پوه وي، بيا به وکولای شوچې دې جګړې ته په خپله خاوره کې د پای ټکی کېدو او د درې مورچل به په ښه توګه په دې خاوره کې پای ته ورسېږي اوهېواد به هم ورسره ګل اوګلزارشي.