د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان اوبهرنۍ نړۍ

اېمل افغان 24.10.2016 21:36

لکه څنګه چې د حق غلبه ده، دغه شان د حق ظهورحق دی، منم چې د افغانستان دښمنان خو دا حق د خپلې موخې لپاره په بډه وهل غواړي ولې په وړاندې يې بياهم حق حق دی اوضرور به په باطل، ظلم اوناروا غلبه کوي.
ګويا بهرنۍ نړۍ او افغان دښمنه حکومتونه غواړی، چې افغان ملت د پښتونولۍ په وړاندې وجنګوي، کوم بهرنی طاقت چې د دوی خوښ وي هغه موږ ته شيخ الاسلام جوړکړي اوچې څوک يې بدي ایسي له هغه سره اړيکې او روابط کفرثابت کړي ولې پښتون اوافغان دواړه نن ويښ دي، بیداره دي، ښه اوبد نن پېژني، دوست اودښمن بېلولی شي، پروپاګند اود ښې لارې په تبلغ کې توپيرکولی شي.
په ځانګړې توګه د تاريخ په اوږدوکې د پاکستان حکومت د اسلام په جامه اورنګ کې پروپاګندکوي، د هغه پروپاګند د چړې حکم لري اوچونکه دا پروپاګند د اسلام په پرده کې کوي نو داسې کېږي، لکه چاړه چې د سرو زرو وي خو ولې افغان ولس نور دې ته تيار نه دی چې دا د سرو زرو چاړه د دغه هېواد له لاسه په خپل ځيګر ومنډي او دغه وجه ده چې د افغانستان دښمنه حکومتونه پروپاګند نه اورېدل وشمېرو او په ډېر همت اومردانګۍ اودحقيقت د پيروۍ په تکل د يوخپلواک سياست تعقيب پيل کړو اوخپل هدف اومطلب نن نړيوالوته په دې خاوره کې وښيو اوسره له دې چې د افغانستان واکدارو د بهرنيوملکونو، د ولسونو اوحکومتونود فکر اوخيال تاريکولو لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې، دا څلوېښت کاله موږ وینوچې د تمامې نړۍ اخبارونو اود لويوطاقتونو حکومتونو په دې موضوع غور اودقت پيل نه کړ اوبالاخره د چا د همدردۍ اوچا د تشویش له برکته د افغانستان سياسي موضوع نړيوال شکل غوره کړ او اوس ترې هېڅوک انکارنه شي کولای.
موږ د آسيايي اوافريقايي ملتونو د ملي خپلواکۍ له مبارزې څخه پوره پوره خبر يو او دا موضوع نه موږکله پټه کړې ده اونه به يې ترننه پورې په خپل هېواد کې د شته بدبختيو له امله پټه کړو، چې يوې خوا طالب توره او قرآن په لاس کې نيولي اوبلې خوا د بهرنۍ نړۍ ښکاره لاسوهنې زموږ په خاوره کې روانې دي چې سړي هک اوحيران پاتې شي چې کومه لاره به د خپل ځان د نجات لپاره بهتره وي ترڅو هماغه لاره غوره کړو؟
يوشمېرهېوادونود افغانستان د سولې غوښتونکی سياست اود بلاکونوله جوړېدو سره د علاقې لرلولاره غوره کړې اود خپلوګاونډيانواود نړۍ له نوروملتونو سره د دوستانه اړيکو د ټينګولو لپاره کوښښ کولوته د قدر په سترګه ګوري خو له بلې خوا بيا داسې هېوادونه هم په دې ځای کې شته دي چې هغه هيڅ کله نه غواړي چې افغانستان دې اباد شي، هغه دې د پرديو له غلامۍ څخه خلاص شي، هغه دې د اقتصاد له پلوه يوپياوړی هېواد نن په آسياکې وګڼل شي، بس د اوز لوبې ډګر يې ګرځولی دی، هرهېواد چې نوې اتومي وسله جوړه کړي، لومړی ازماېښت يې په افغان ولس ترسره کوي.
افغانان د خپل هېواد د مسئلي د حل اوفصل په اړه له سياست سره ښه اوپياوړي احساسات لري، د افغانستان د خلکو هيلې په مکمل ډول د نړيوالو مناشيرو قوانینو اوملل متحد له منشورسره مطابقې دي اوغواړي چې خپلوهيلوته ځان ورسوي ترڅو په خپل هېوادکې لکه د نورو ملکونو په څېرسوله حاکمه اوجګړې ته د پای ټکی کېدي.
په افغانستان کې د يوشمېر بهرنيوهېوادونوښکاره لاسوهنې شته دي چې په ځانګړې توګه دغه هېواد ته د نړيوالو ځواکونو په راتګ سره د پاکستان هېواد په ښکاره خپلو مداخلوته کش ورکړی دی اونه غواړي چې افغان ولس دې په سوله کې ژوند وکړي اوبل که چېرته په دغه هېوادکې سوله راځي بياڅرګنده خبره ده، چې د ډيورنډکرښې ته يو رسمي کرښه ويل به يوه افسوسناکه خبره وي، حقيقت خودا دی چې د ډيورنډکرښه همېشه داختلافونواولانجو ټکی اومنشاء پاتې شوې ده اونن نړيوالو ته هم په کارده چې د افغان ولس ترشا ودرېږي اودغه موضوع د خبرو له لارې حل اوفصل کړي معنی دا چې دغه خاوره بېرته د افغان حکومت په واک کې ورکړي ترڅو په هېوادکې نور د جګړې اور د پاکستان د هېواد له خوا مړشي.
موږمخکې وويل لکه څنګه چې دحق غلبه حق ده دغه شان دحق ظهورحق دی، د نړۍ آرادې دوست، آزادي پېژندونکی اوآزادي خوښوونکي خلک وار په وار دې حقيقت ته متوجه کېږي اوهرڅو که د پاکستان حکومت د دې حق اوحقيقت د پټولو لپاره په مختلفو لاروکوښښونه وکړي او د دنیا د خلکو په سترګويې د دروغو د جال خورولو هڅه وکړه خو بیاهم دنیاته حق د خپل مخ څرګندولوپه منزل کې ګړندی دی اوموږ وینو چې يوې خوا ته که د پښتونستان د مسئلې له اصلي رنګ نه پرده پورته کېږي، نوبل پلوپه عام طورد پاکستان د استعماريت پرستۍ اوغيرملکي طاقتونوسره د سازش رنګ اوبڼه هم راښکاره کېږي اود هغه د ارادو او نقشونه په تمامه معنی ټوله نړۍ خبره شي.
د افغانستان حکومت وخت په وخت د همدې ضرورت په احساس د پاکستان د حکومت مشرانو اودغه د دنيا صالحو مقاماتو ته له پاکستان سره د اړيکو د ښه والي په اړه تياری ښودلی اوبلکې د هرهغه چا يې ښه استقبال کړی، چې د دې نيکې آرزو د سرته رسولو په لارکې يې د مرستې غوښتنه کړې اوپه دې ډول يې دا ثابته کړې ده چې د افغانستان د ملت اوحکومت په زړه کې پاکستان ته هېڅ خيري اوګوندي نه شته که د حلق د تريخوالي اوګيلې ماڼې په وجه نن سبا د پاکستان اوافغانستان ترمنځ فضاء هرڅومره خړه ښکاري نود هغه وجه تش زموږ د پښتونستانيو وروڼو د حقوقو په اړه زموږ له اندېښنې نه پيدا شوې ده.
په حقيقت کې له پاکستان سره د افغانستان د اړيکو په باب د استفهاميې اوسواليې بنياد د پښتونستان له ملت سره د پاکستان د روابطو په کيفيت ولاړ دی او تراوسه پورې دا حقيقت بيا اوبيا هم دنيا اوهم د پاکستان حکومت ته ابلاغ شوی دی چې افغانستان دځان لپاره له پاکستان نه هېڅ ډول مطالبه اوغوښتنه نه کوي، بلکې د افغانستان آرزو دا ده، چې د پاکستان حکومت دې د پښتونستان د ولس اواز په سړه سينه اوحوصله مندۍ واوري اوله هغوی سره دې په يوه معقوله لاره، داسې لاره لاړشي چې د پښتونستان ملت اود هغه ملت ملي مشران پرې راضي اوقانع شي.