د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې ګومارنې

اېمل افغان 26.11.2016 13:22

څرنګه چې افغان ولس تل د تاريخ په اوږدوکې د نړيوالو اوکورنيو ښامارانود جګړې اوبې ځايه ګومارنې ښکارشوی اودکار چوکۍ ټولې هغه چاته په واک کې ورکړل شوي چې هغه په رښتينې توګه مسلکي نه دي، ولس اوخاورې ته د منلونه دي اونه په دې پوهېږي چې څنګه يوه اداره مخ په وړاندې بوزي اوخلکوته هغه څه رامنځ ته کړي چې د هغوی لپاره د منلو وړ وي.
بس داسې خلک د ولسمشراو ولسکشرله خوا په خلکوحاکمېږي چې هغه نه خپله په څه پوهېږي اونه بل ته څه ورښودلی شي اود حکومت همدغه دواړه څېرې صرف په دې خبرې په خپل منځ کې سره قناعت کړی اوخوشحاله دي چې پنځوس سلنه واک زما اوپنځوس سلنه ستا نور ولس دې همداسې په ړانده خره سپور وي چې کومې خوا ته سرشو پروايې نه کوي.ځکه که چېرته دوی ستونزې حل کولای نو دا دوه کاله به داسې د بې غمۍ اوبې غيرتۍ په درانه خوب ويده نه وپاتې چې خپل وخت يې هم ضايع کړ او ولس يې هم له کار اوکسبه شاته وغورځولو اونور اقتصادي، سياسي اوفرهنګي زيان چې دې ملت اوخاورې په دې دوه کالوکې وليده هغه خوپه خپل ځای پرېږده.
دا چې څومره نن د خپلې خاورې، خپل ملت د ابادۍ اوګومارنې لپاره فکرکووپه کارده چې يوه ملي اونړيواله ستراتېژي د موجوده ادارې په وړاندې سياسي څېرې رامنځ ته کړي، د دې خلکو (جمهوررئيس اواجرائيه رئيس) واک نورملي شورا محدودکړي ځکه ولس دې خلکو د اور په تبۍ کېنولی، بېکاري ورځ تربلې د زياتېدو په حال کې ده، ځوانان د همدې دوه ښاغليوله لاسه پرديو ملکونوته وتښتېدل، دوی خوله خلکو سره د خپلوکمپاينونو په وخت دکاراوکسب ژمنې کړې وې چې موږ به تحول اوبدلون راولوکوم بدلون اوتحول؟ په نيم نس د ډوډۍ خوړل؟ د غلاو زياتېدل؟ د موټرو ورکېدل؟ بې ځايه په ولس د طالب اوداعش حاکمېدل؟ د چاودنوزياتېدل؟ همدې ته وايي تحول اوبدلون لکه چې دې ښاغليو ډاکټرانوپه خپل ولس راوستلو.
که چېرته ولسمشراو ولسکشر غواړي چې خپله اداره پياوړې کړي، د ولس زړونه لاس ته راوړي په کارده چې له بې ځايه ګومارنو لاس په سرشي بېکاره څېرې چې نن په دغه اداره کې په کار بوختې دي له سياست څخه لرې کړي، د استعمار اومداخله ګرو په وړاندې په مبارزه لاس پورې کړي، د غلواوخاينينوپه وړاندې جدي عکس العمل وښيي، د بېلتون اوتفرقې اچولوسياست په هېوادکې له پامه وغورځوي، ترڅو په دې خاوره کې د جګړې په ځای سوله د پياوړېدو په حال کې شي، همدارنګه جنګسالاران د حکومت له لوړو چوکيو وغورځول شي، ځای يې هغه چاته په واک کې ورکړل شي چې هغه د دې وړتيا او اهليت ولري.
دا هغه خبرې دي که عملي بڼه خپله کړي موږ به وکولای شو د خپل همدغه مشرپه امر اولارښوونې سره د بهرنيو دښمنانو په مخ کې ښه په نره ودرېږو اوهغوی ته به موتل د افغانستان د خيانت په وړاندې ځواب ورکړی وي اوخپل ملک به مو اباد کړی وي.
د افغانستان د ابادۍ اوجوړېدو لپاره په کاره ده چې موږ په يوقابليت او پروګرام کار وکړو، ټول ولس د سياست، کار د پيداکېدو او زور له لارې په يوه ملي مرکزکې راغونډ کړو اود خپل همدغه مرکزپه امراوهدايت د خارجي دښمنانوپه مخ کې بيا ودرېږود هغوخلکو په وړاندې کوم چې نه غواړي په افغانستان کې واقعي سوله حاکمه شي، ترڅو وکولای شو هغوی له صحنې څخه د سولې په وړاندې لرې اوګومارنې کاميابې کړو.
که چېرته موږ په خپله خاوره کې په منظمه توګه صنعت، پرمختګ اوغوره ګومارنو ته په پياوړې توګه حرکت ورکړو، د بهرنيو اشغالګرو په وړاندې په عين حال کې چې د افغانستان په محکومو، سيمواودفترونوکې د پخوا په شان د استعمارچيانو په وړاندې مسلح مقاومت ته دوام ورکوي په منظمه اوحزبي مجادله پيل وکړو اوپه دې ډول به بهرنۍ لاسوهنې کمې شي اودغه ډلې به مجبورې شي چې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي اوموږ به دې ته اړشوچې له دې وروسته د حکومت په جوړولولاس پورې کړو اوملت به نور له بې ځايه وينوتويولو اوبې ځايه ګومارنوڅخه خلاص شي.
له۲۰۰۲م.کال څخه راپه دې خوا افغانستان ته د بهرنيوپه ځانګړې توګه د امريکايانو راننوتل هغه څه وه چې مصارفات وشول، په هېوادکې څه ناڅه د ابادۍ کارونه وشول، بې ځايه ګومارنې وشوې، ولې سولې ورسره خپل ځای ونه نيولو، جګړې نورهم زور واخيست، اداري فساد په ډېره لوړه پيمانه په دولتي اداروکې مروج شو، هغه څه ونه شول کوم چې د ولس هيله وه اونه هم اوس دوی غواړي چې وروسته له دې وشي.
دا هغه لاملونه اوکړنې دي چې جګړې شوې دي، ګومارنې شوي ولې ګټه اوفايده نه ده ترلاسه شوې ملت همداسې په تياره کې ساتل شوی چې دا هغه څه دي چې د دې کارپه کولوتل هېواد او هېوادوال وروسته پاتې شوي دي اودښمن خپله کاميابي ترلاسه کړې ده.
زموږ موضوع اوموخه نن ټوله په هېوادکې په شته ستونزو سرخي اوغواړو له دې ستونزو سره مقابله وکړو اوپرې نږدوچې له دې وروسته داسې ستونزې زموږ په کورنۍ، ټولنه، سياست او حکومتونوکې د بهرنيو لاسوهنوپه نتيجه کې رامنځ ته شي اوهېواد د يوې بلې جګړې ښکار شي، راتلونکو پروګرامونو لپاره کدرونه په ګوته کړو، له سياسي مصلحتونوڅخه د چوکيوپه وېش کې لاس واخلو، رڼې ټاکنې ترسره کړو، ملت ته د هغوی د رايو په ورکولوسره ځواب ووايو، ترڅووکولای شود دې کارونو مخ په وړاندې بيولوسره ملت له حکومت سره همکارکړو.
فکرکوم دابه هغه څه وي چې که دولت ورته په سرکې ځای ورکړي اودکتاتوري اوخپل سري ورسره اختيارکړي ډېرڅه به يې د ملت لپاره رامنځ ته کړي وي ملت به هم له دولت څخه خپله فاصله ختمه کړې وي ځکه ملت نور نه غواړي چې د دولتي چارواکولاسونه په فساد تورن وي دا به نورڅومره ملت وزغمي، هره رسنۍ چې ګورو يا يې اورو د سرټکي يې په اداري فساد سرخي چې فساد ترنن پورې زموږ په اداره کې ورک نه شو او ورځ تربلې د زياتېدو په حال کې دی.
که چېرته موږ د تېرتاريخ پاڼوته يوځغلنده نظروکړو هغه څه به زموږ مخې اوسترګوته راشي چې د تل لپاره سيمه ايزوهېوادونود افغانستان په دننه کې د خپلو مشرانو په مرسته غولولي يو، کارونه اوزده کړې مو وروسته پاتې شوې دي طبيعي ذکاوتونه يې راڅخه د تل لپاره اخيستي دي، د جګړې درسونه يې راکړي، د غلامۍ زنځيرونه يې راته په غاړه کې اچولي، له فرهنګ اوسياست څخه وروسته پاتې شوي يو، دولت او اداره يې د داسې خلکو په واک کې ورکړې چې تل يې د ملت لپاره سردرد جوړکړی، ولې نننۍ نړۍ اوعصرته که وګورو دا نقشه بايد نوره بدله کړو، سياستونه مطالعه کړو، رسېدلي ولسونه اوملتونه وګورو، په ذهنونوکار وکړو، دردونه محسوس کړو بيابه نړيوال بازار ته لارپيداکوو اورسېدلي ملتونه به حسابېږو.