د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دطعبیت آغېزه:

وکيلي 04.12.2016 13:58

طبعیت لري آغېزه دنړۍپرټول روزګار
چي انسان ئې پکښې هم دی لـوی اسـرار
غـونډ سمون ئې دی په ژوُو کي ثابت
سَـرَه پېژني ځانونه په خوځښت اوبېګفتار
یوبل پېژني په بوی په چیغوپه رخسار
دوی هم لري پښویه له طبعیته برخوردار
جـامـدات دي کـه نـبـات دي کـه حـیـه
هریوترقانون لاندي بېل بېل لري خپل کار
ځـواک دطبعـیت دی زلـزله باد اوبه یااُور
ناروغي ئې بله نخښه چي هریولري خپل وار
نظـم دکاءیناتـو ئې پلاس خالق ورکړی
ټـول په طبعیت کي په یو نظم کـوي امـرار