د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دان الحق ناره

وکيلي 14.07.2015 12:32

دان الحق نارو وهــلــوکی مـنـصـور په دار
دی ورک په ان الحق کي تـل ئې وو دغه ګـفـتار
مـنـصـورودّرِېـده ودارته په یقین سره کالبُد
پـه مــیــنـه کــــي وو غـــرق ده نــه کا ته دا دار
د دارکـړې ئې وه پـلاس له ځانه ووبې ځانه
روحـو عـقـلـو ســد ئې وو تـرڅـنګ دخـپـل بادار
ولـیـدو عـالـم چـي مـنـصـورئې کـی پـه دار
ټول وجود ئې ان الحق سومـُلایان سوه ډېر په ډار
ټـولـو تېـښتـه وکـړه پاته سو منصور په دار
هره څاڅکه ئې دوینو ان الحق وه، ترباداره استغفار
منصورمجنون مین وه دا مـینه وه رښـتـیـا
دمرګ ژوند وېــره ئې نه وه، د دوی هیله وه دیدار