د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یادونه

ډاکټر محمدآجان مرزئ 08.09.2016 12:12

ټالونو د خیالو کې تېر وختونه یادومه
ساقی او د مطرب ښکلي بزمونه یادومه
خمار د سرو شرابو صراحي نشته یارانو
میکش رندان نه ګورم ډک جامونه یادومه
کتار د مهرویانو خوشحالي وه نندارې وې
خزان وهلی زړه شنه درمندونه یادومه
روان وو کاروانونه لمرخاته ته بخت اوچت و
سینه د ځمکې سوزي بارانونه یادومه
رنګینه زمانه وه لاړه څومره په چټکه
تیارو کې مې منزل زاړه رنګونه یادومه
د حال پوښتنه مکړه له سبا بېره په زړه کې
پر لار د مستقبل ورک داستانونه یادومه
درویش ملنګ یم ګرځمه کوڅو کې د یارانو
هر خوا چوپه چوپتیا تېر ساعتونه یادومه