يادونه
ډاکټر محمدآجان مرزئ 15.04.2016 12:10ږغ د بلبل نه اورم
څه شولې نغمې ښكلې
اور په هر بڼ بل شولو
څه شولې غنچې ښكلې
زانگم د نفرت تورو ټالونو كې
بند د بدمرغیو زنځیرونو كې
كور او كلی وران شولو
څه شولې كوڅې ښكلى
زغ د غليم خپور په غرورغونو كې
برخه شوه جگړه په تقديرونو کې
هرى خواته وير دی
څه شولې جلگې ښکلې
سترگې د ماشوم پټې له بيرې شوې
ژاړي د مستيو كيسې هېرې شوې
دا څه بد تصوير دی
څه شولې پردې ښکلې
زړونه دي بيمار حكيمان نه ګورم
ورځ ده د جاهل عاقلان نه ګورم
خولې له زهرو ډکى دي
څه شولې جرگې ښکلې
خبرونه
- رپورټ: داسې ښکاري چې اسرایل او ایران په ایران د اسرایل د حملې په اړه ډیرڅه نه وېل غواړي
- تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
- اوکراین وايي د روسیې یو ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه یې وېشتلې ده
- ستاسې غږ
- نن او وضعیت
- ستاسې غږ
- هند کې پارلماني ټاکنې پیل شوې؛ یو میلیارد هنديان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي
- د ایران-اسرائیل شخړه - سپینې خبرې
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019