د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اروپا پر هېوادونو د کډوالو اقتصادي او سياسي اغېزې

ډاکټر محمدآجان مرزئ 13.02.2016 15:43

سريزه
تېر کال لوېديځې اروپا په ځانګړې توګه آلمان ته له افغانستان، عراق، سوريې، ځتيځې اروپا او ځينو نورو بې وزلو هېوادونو تر يوه ميليون زيات کډوال راغلل. د لوېديځو هېوادونو پام د کډوالو له راتلو وروسته يو ځل بيا د بې وزلو او جګړې ځپلو هېوادونو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته ورواوخت. د حکومتونو او وګړو په کچه بېلابېل بحثونه رامنځته شول. ځينې هېوادونو لکه هنګري، پولند او چک يا د دې کډوالو له مننې او هغوی ته له پناه ورکولو ډډه کوي او يا هم يوازې د مسيحي محدودو کډوالو د منلو ژمنه کوي. په داسې حال کې چې آلمان، اطريش او سويدن زيات شمېر کډوال ومنل او هېواد ته د ننوتلو اجازه يې ورکړه. له دې امله په ځانګړې توګه د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل په خپل ګوند کې د ننه او هم د ځينو نورو ګوندونو او وګړو، په ځانګړې توګه د سخت دريزه کړيو له خوا له زيات مقاومت او نيوکو سره مخ شوه.
خلک د کډوالو په وړاندې له يوې خوا د مرستې کولو زياته اندازه چمتووالی ښکاره کوي او له بلې خوا افراطي ښي اړخه ګوندونه او سازمانونه د دې کډوالو په وړاندې د نه منلو او شديدو عملونو غبرګون ښېي. د تېرو څو مياشتو په لړ کې په آلمان کې د کډوالو پر زيات شمېرهستوګنځايونو د اوراچونې او نور بريدونه ترسره شول چې له ښې مرغې يې تر زياته حده يوازې مالي تاوانونه رامنځته کړل.
پوښتنه دا ده چې آيا دا کډوال پر نوموړو هېوادونو يوازې مالي فشار زياتوي او يا دا چې اقتصادي ګټې ورته رامنځته کوی؟ زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې دې پوښتنې ته ځواب ترلاسه کړم.
لنډيز
په ځانګړې توګه ښي اړخه ګوندونه او سازمانونه په دې آند دي چې کډوال د لوېديځو هېوادونو د استخدام پر بازار فشار زياتوي، د کورنيو اوسيدونکو لپاره د کار په بازار کې د سيال په توګه عمل کوي، له ټولنيزو مرستو چې د وګړو د عاېداتو په تاوان تمامېږي، ګټه ترلاسه کوي او د ټولنې لپاره اضافي بار شمېرل کېږي. خو په حقيقت کې زيات شمېر اقتصادي معتبرو ارقامو ثابته کړې ده چې کډوال لږ تر لږه په منځمهاله او اوږد مهاله توګه کوربه هېوادونو ته اقتصادي ګټې رامنځته کوي. دا ګټې هم د کار د قواوو د زياتېدو، د زياتو ماليه ورکونکو او هم د ملي اقتصاد د رغونې له مخې ارزښتناکه دي ځکه چې دا ګډوال په لمړي سر کې له دولت څخه مالي مرستې لاسه کوي او په دې توګه په کورني بازار کې توکو او خدمتونو ته غوښتنه زياتېږي.
د لوېديځي اروپا پرمختللي هېوادونه ديموګرافيکې ستونزې هم لري. په دې معنی چې په دغو هېوادونو کې د نفوسو وده ورو او آن تر يوه حده منفی ده، د زېږيدو کچه تيټه ده، د زيات عمر لرونکو برخه په نفوس کې په نسبي توګه پر لوړېدو ده او دې هېوادونو ته د کډوالو له امله په نفوسو کې د دې کسانو برخه لوړېږي. په بل عبارت به په لوېديځه اروپا کې په راتلونکو لسيزو کې د وګړو شمېر زيات کم او هېوادونه به د کار د قواوو له ستونزو سره مخ شي. څرګنده ده چې دا ستونزې به تر يوه حده د تخنيک د ودې او پرمختګ او په دې توګه د کار د مؤلديت په مرسته حل شي. خو سره له دې به هم د کار قواوو ته غوښتنه زياته وي.
په لوېديځه اروپا کې د کډوالو لګښت او ګټې
د اقتصادي څېړنو لپاره د آلمان د ifo انستيتوت د سنجونې له مخې به د کډوالو لپاره د آلمان ټول لګښت په کال کې ۲۱،۱ ميليارده يورو وي (فوکوس آن لاېن مني، ۲۰۱۵). دا رقم کابو د افغانستان له کلنۍ بودجې سره مساوی دی. د ځينې نورو اقتصاد پوهانو د محاسبې له مخې به دا لګښت په کال کې اوولس ميليارده يورو وي (دي وېلت، ۲۰۱۵). د آلمان ايالتونو په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو لپاره کابو ۱۷ ميليارده يورو بودجه پلان کړي ده (فوکوس آن لاېن، ۲۰۱۵).
د ځينو شننو پر بنسټ به کډوال د پنځو او شپږو کلونو په لړ کې وکولای شي چې د کار په بازار کې ګډون وکړي. د دې خبرې په پام کې نېولو سره به د کډوالو لګښت په راتلونکو کلونو کې نور هم زيات وي. خو باېد يادونه وشي چې له يوې خوا د کډوالو په ډله کې په ځانګړې توګه له سورېې څخه زيات شمېر مسلکي کسان موجود دي چې له لنډې مودې وروسته د کار بازار ته شامېلېدلای شي او له بلې خوا د ځينو شرطونو له پوره کولو وروسته غېر مسلکي کسان هم په هغو چارو کې بوختېدلای شي چې زياته اندازه مسلکي زده کړو ته اړتيا نلري. خو مخکې چې پر دې حقيقت خبرې وکړو باېد ووايو چې د اروپا د ټولنې ټول هېوادونه د آلمان په شان مالي توان نلري چې کډوال ومني او هغوی ته د ژوند سم شراېط برابر کاندي.
د اروپا په ټولنه کې د غړو هېوادونو د ودې کچه له يوه او بل سره زيات توپير لري. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ ميلادې کال کې په آلمان کې سرانه عايد ۴۲۶۲۰ ډالر و په بلغاريا کې ۱۵۲۲۰ ډالر او په رومانيې کې ۱۸۴۲۰ ډالر و. له همدې کلبله د اروپا د ټولنې زيات شمېر هېوادونه د کډوالو له منلو ډډه کوي. په همدې دليل د اروپا په ټولنه کې پر غړو هېوادونو د کډوالو د وېشنې وړانديز د زيات شمېر هېوادونو له خوا ونه منل شو. دا هېوادونه په ځانګړې توګه د ختيځې اروپا هېوادونه دي چې د اقتصادي ودې کچه يې ټيټه ده، له بهرنيو وګړو سره د ګډ ژوند تجربې نه لري او د اسلام په وړاندې متعصب دريز ښکاره کوي.
د ځينو نورو اروپايي هېوادونو لکه آلمان ملي اقتصاد به چې په لنډ مهاله او تر يوه حده منځمهاله توګه د کډوالو له امله تر مالي فشار لاندې راشي په عين وخت کې به ګټې هم ترلاسه کړي. په دې اړه يوه لويه اقتصادي غېرمستقيمه ګټه د عامه سکتور د لګښتونو زياتېدل دي. عموماً په عامه سکتور کې د انبساطي بودجې له لارې زيات دولتي لګښت د اقتصاد د رغېدو لامل ګرځي او اقتصادي وېجاړتيا پر مهال کار ترينه اخستل کېږي. همدا اوس د اروپا مرکزي بانک هره مياشت په ميلياردونو يورو بازار ته وړاندې کوي تر څو اقتصادي کړنې وده وکړي او اقتصاد د رکود له حالت څخه وژغورل شي. هېوادونه باېد د کډوالو د خوراک، پوښاک او هستوګنې لپاره شونتياوې برابرې کاندي او لګښت وکړي. له دې سره جوغت په ملي اقتصاد کې مجموعي تقاضا يا غوښتنه زياتېږي، چې په خپل وار د توليد او استخدام د زياتېدو لامل ګرځي. په دې توګه د هېوادونو ملي اقتصادونه په لنډ مهاله توګه هم له کډوالو ګټې ترلاسه کوي. همدا اوس هم زيات شمېر تصدی د کډوالو له استخدام سره لېوالتيا ښکاره کوي.
په ځانګړې توګه د لوېديځې اروپا هېوادونه جدي ديموګرافيکې ستونزې لري. په دې معنی چې په دې هېوادونو کې د نفوس وده ټيټه ده او په راتلونکو لسيزو کې به له دې امله له لويو اقتصادي ننګونو سره مخ شي.د ملګرو ملتونو د وړانوينو له مخې به په اروپا کې ( بغېر له روسيې) تر ۱۹۵۰ ميلادي کال د نفوسو په شمېر کې ۸،۳ سلن کمښت رامنځته شي. دا به پر مطلقو ارقامو ۴۹ ميليونه کسان وي. په همدې موده کې به د هغو کسانو شمېر چې له ۶۵ کلونو زيات عمر لري د ټول نفوس له ۱۶ سلنې ۲۸ سلنې ته زيات شي (د نفوسو او پرمختګ لپاره د برلين – انستيتوت، ۳، ۲۰۰۸). د نفوسو او پرمختګ لپاره د برلين - انستيتوت له مخې په زيات شمېر هېوادونو کې هره ښځه په نسبي توګه له ۱،۲ ماشومان کم اولاد لري (۳، ۲۰۰۸) په داسې حال کې چې د نفوسو د کچې د ساتلو لپاره باېد هره ښځه په منځنۍ توګه له دوو زيات ماشومان ولري.
په دې توګه به لوېديځ هېوادونه په راتلونکې کې د کار د قواوو له کمښت سره مخ شي. همدا اوس د آلمان په منځنيو تصديو کې درې سوه زره کارځايونو ته د مسلکي کارګرانو اړتيا موجوده ده. له دې امله د تصديو توليد او د خرڅلاو او ګټو اندازه په نسبي توګه کمېږي. د اقتصادي مشورتي يوې ادارې د ارزونې له مخې له دې کبله ملی اقتصاد ته په يوه کال کې ۴۶ ميليارده يورو تاوان رسېږي (شپيګل آن لاين، ۲۰۱۶). په دې ځای کې د يادونې وړ ده چې کډوال په لنډ مهاله توګه دا کارځايونه نشي اشغالولای ځکه چې د هغوی مسلکي زده کړې دومره زياتې ندي چې په دې گارځايونو کې بوخت شي. ما په دې ځای کې له دې واقعيت څخه د دې لپاره يادونه وکړه تر څو څرګنده کړم چې آلمان او نور لوېديځ هېوادونه همدا اوس هم د کار د قواوو له مخې ستونزې لري او دا ستونزې به په لنډ مهاله او اوږد مهاله توګه نورې هم زياتې شي. د بوستن مشورتي ګروپ Boston Consulting Group (BCG) د شننو له مخې د دې شونتيا موجوده ده چې په راتلونکې کې به له ۶،۱ تر ۷،۸ ميليونو کارځايونو ته د کار قواوې موجودې نه وي او کېدای شي چې له دې امله د آلماان اقتصاد ته ۵۵۰ ميليارده يورو تاوان ورسېږي (زود دوېچې څايتونګ ورځپاڼه، ۲۰۱۵).
پاېله
له پاسنيو توضيحاتو څخه دا نتيجه ترلاسه کولای شو چې لوېديځ هېوادونه په ځانګړې توګه د اروپا د ټولنې غړي هېوادونه چې له يو ډول ديفلاسيوني حالت سره مخ دي او د اقتصادي رکود ګواښ پکې ليدل کېږي تر يوې اندازې په لنډ مهاله توګه د دولت د لګښتونو د زياتېدو او په دې توګه د اقتصادي ودې له لارې د کډوالو له بحران څخه ګټې ترلاسه کوي. دا ګټې د ديموګرافيکو ستونزو په پام کې نيولو سره په منځمهاله او اوږد مهاله توګه هم ترلاسه کېږي.
خو په اروپا کې د کډوالو د ستونزې د څېړنې پر مهال باېد د اقتصادي فکتورونو تر څنګه ټولنيز او سياسي عوامل هم په پام کې ونيسو. اروپا ته کډوال له بېلابېلو فرهنګی سيمو څخه راځي او د ټولنيزو زيات شمېر ارزښتونو په هکله بيل نظر او عقيده لري. دا کار په ځينو حالاتو کې د کلتورونو د ټکر لامل هم ګرځي چې د دواړو خواوو لپاره ستونزې رامنځته کوي. په ځانګړې توګه سخت دريزه ګوندونه او سازمانونه له دې حالت څخه د خپلو سياسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ناوړه ګټه اخلي او وګړي د کډوالو پر ضد لمسوي، په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو څخه د کډوالو پر ضد. له همدې امله په تېرو مياشتو کې پر کډوالو او د هغوی پر هستوګنځايونو ترسره شوي برېدونه زيات شوي دي. دا ډول کړنې په ټولنه کې د مترقي او دموکراتو کړیو له خوا په سخته توګه غندل کېږي. د کډوالو ستونزې د لويديځو هېوادونو ټولنه په دوو قطبقونو وېشلې ده. يوه هغه ډله چې له کډوالو سره جدي مخالفت ښکاره کوي او خپلو هېوادونو ته د هغوی د ژر تر ژره بېرته ستنولو غوښتنه کوي او بله هغه چې له کډوالو سره مرسته کوي او په زيات شمېر ټولنيزو مرستندويو سازمانونو کې په داوطلبانه توګه په کار بوخت دي.
له سياسي پلوه په اروپا کې د کډوالو ستونزې له يوې خوا مثبتې او له بلې خوا منفي اغېزې رامنځته کړي دي. د دې ستونزې په لړ کې د نړۍ د بډايو هېوادونو پام يو ځل بيا هم د وروسته پاتې او جګړې ځپلو هېوادونو خواته ورواوښت. دا خبره څرګنده شوه چې د جګړو او اقتصادي ستونزو پاېلې، چې په ډېرو حالاتو کې ئې پرمختللي هېوادونه لامل بللای شو، يوازې دې هېوادونو ته نه محدودېږي. دا ستونزې اوس د کډوالو د بحران په لړ کې پر دې هېوادونو هم مستقيم اغېز غورځوي. په دې توګه د دې شونتيا موجوده ده چې پرمختللي هېوادونه به په خپلو جيوپوليتيک چلند کې بدلون رامنځته کړي، خامو موادو ته د رسېدو لپاره به د جګړو له رامنځته کولو لاس واخلي او په نړېوالو اقتصادي اړېکو کې به بېوزلو هېوادونو ته په نسبي توګه مساوي حقوق ورکړي تر څو دا هېوادونه د سولې او امنيت په حالاتو کې پر دې وتوانېږي چې خپل اقتصاد او ټولنې ته وده ورکړي. خو که د جګړو او اقتصادي ستونزو پړ يوازې پرمختللو هېوادونو واچوو نو دا به سمه خبره نه وي. په دې ستونزو کې د وروسته پاتې هېوادونو مشران او سياستوال هم خپل منفي رول لوبوي. خو زما په آند په دې اړه د پرمختللو هېوادونو ونډه لوېه ده.
د کډوالو بحران په عين وخت کې په اروپا کې د سخت دريزو او افراطي سياستوالو، ګوندونو او سازمانونو د موقف او ځای د پياوړي کېدو لامل ګرځي. په آلمان کې د ټولپوښتنو پر بنسټ سخت دريزه ګوندونه ورځ په ورځ پياوړي کېږي او د ممکنو رای ورکوونکو شمېر يې زياتېږي. د اروپا د ټولنې په هېوادونو کې د سخت دريزه ګوندونو او سازمانونو د پياوړي کېدو له امله د دېموکراتو ګوندونو او سازمانونو سياستوال په دې لټه کې دي چې د کډوالو ستونزې ته سياسي او اقتصادي لارې چارې پېدا کړي. يوه عملي او اغېزناکه لار د ګډوالو په هېوادونو کې د کډوالۍ لپاره د لاملونو له منځه وړل دي. دا سياستوال د خپلو وګړو د ملاتړ د بيا ترلاسه کولو لپاره د کډوالو قانونونه تعديلوي او د پناه غوښتنې شرطونه ګرانوي. په دې اړه په آلمان کې د تېرو مياشتو په لړ کې د پناه غوښتنې دوه پروګرامونه تصويب شول (دوهم پروګرام تر اوسه د پارلمان او ايالتي شورا له خوا ندی تصويب شوی). د دې پرګرامونو له مخې په آلمان کې د پناه غوښتنې شرطونه سخت کړای شول او خپلو هېوادونو ته د نه منل شوو پناه غوښتونکو د بېرته لېږدونې په وړاندې محدودېتونه کم شول. په دې لړ کې د فبرورۍ د مياشتې په پېل کې د آلمان د کورنيو چارو وزير هم افغانستان ته سفر وکړ تر څو د دې ستونزې د حلولو لپاره د افغانستان له چارواکو سره خبرې اترې وکړي او جوړجاړي ته ورسېږي.
تر څو چې د وروسته پاتې او بېوزلو هېوادونو د سياسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د پرمختللو هېوادونو له خوا کاري پلانونه رامنځته نشي، خامو موادو ته د رسېدو لپاره جګړې بندې نشي او د پرمختللو هېوادونو د اقتصادي تواميتونو او تړونونو په چوکاټ کې د وروسته پاتې هېوادونو اقتصادي ګټو او غوښتنو ته پاملرنه ونشي نو د کډوالو بحران به هم حل نشي او د دې شونتيا موجوده ده چې په راتلونکو کلونو کې به دا ستونزې لا نورې هم زياتې شي.

اخځليک
۱-فوکس آن لاين مني، کډوال آلمان ته ۲۱،۱ ميليارده يورو لګښت رامنځته کوي، ۲۰۱۵،
(FOCUS Oline Money: Flüchtlinge kosten Deutschland 21,1 Milliarden Euro)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.focus.de/finanzen/news/arbeitsmarkt/schaetzung-erhoeht-ifo-institut-fluechtlinge-kosten-deutschland-2015-21-1-milliarden-euro_id_5076366.html
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۲۵)

۲-دي وېلت، کېدای شي چې د کډوالو د بحران لګښت يو بيليون يورو وي، ۲۰۱۵،
(Die Welt: Flüchtlingskrise könnte eine Billion Euro kosten)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.welt.de/wirtschaft/article149234485/Fluechtlingskrise-koennte-fast-eine-Billion-Euro-kosten.html
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۲۵)

۳-فوکوس آن لاېن، ايالتونه د کډوالو لپاره کابو ۱۷ ميليارده يورو پلانوي ، ۲۰۱۵،
(FOCUS Online:: Länder planen rund 17 Milliarden Euro ein)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.focus.de/politik/deutschland/kaum-zuspruch-fuer-speziellen-soli-kosten-der-fluechtlingskrise-laender-planen-rund-17-milliarden-euro-fuer-2016-ein_id_5179095.html
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۲۵)

۴- د نفوسو او پرمختګ لپاره د برلين – انستيتوت، د اروپا دېموګرافيکه راتلونکې ، ۲۰۰۸.
(Berlin-Institut für Bevölkerung und Entwicklung: Die demografische Zukunft von Europa )
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.berlin-institut.org/fileadmin/user_upload/Studien/Kurzfassung_Europa_d_sicher.pdf
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۲۵)

۵- شپيګل آن لاين مجله، منځنی تصدی د کار د مسلکي قواوو د کمښت له امله د خرڅلاو له کمېدو بېره لري، ۲۰۱۶.
(Spiegel Online: Mittelstand befürchtet Umsatzeinbußen wegen Fachkräftemangels)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.spiegel.de/wirtschaft/unternehmen/fachkraeftemangel-mittelstand-befuerchtet-umsatzeinbussen-a-1073903.html

(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۲۷)

۶- زود دوېچې څاېتونګ ورځپاڼه، آلمان د کار مسلکي قواوو د کمښت له د ودې د ټيټيدو له ګواښ سره مخ دی ، ۲۰۱۶.
(Süddeutsche Zeitung: Deutschland droht Wachstumseinbruch durch fehlende Fachkräfte)
(په ليکه)٬ دلته ېې وگورئ:
http://www.sueddeutsche.de/wirtschaft/duestere-prognose-deutschland-droht-enormer-arbeitskraeftemangel-1.2499007
(د لاسرسي نیټه: ۲۰۱۶/۱/۲۷)