تورې ورېځې
25.01.2016 11:17آسمان ډک له تورو ورېځو
رېباران د طوفان گورم
سترگې ډکى شوې له اوښكو
غمجن مخ د ارمان گورم
يو يتيم وږئ په گېډه
په ژړا شولو له وېرې
د بادونو په لمن كې
لټوي افسانې تېرې
آسمان ډک له تورو ورېځو
رېباران د طوفان گورم
هره خوا بېره خپره شوه
لوى هيبت د انسان گورم
د غمجن زړگي انځور
د تېر عمر په څپو كې
بې له رنگه بې له خونده
په غمجنو ترانو كې
آسمان ډک له تورو ورېځو
رېباران د طوفان گورم
مرغان لاړل بڼ خالي شو
بدمرغي د جهان گورم
د ژوندون كډه تړلې
كاروانونه شول روان
د ژړا دردمند سازونه
دي خپاره په هر مكان
آسمان ډک له تورو ورېځو
رېباران د طوفان گورم
د ژوندون بيه شوه ټيټه
نه رحيم نه رحمان گورم
د انسان مرگ او وژنه
د جگړې په كجاوو كې
بدرگه د ظالمانو ده ولاړه
د سرو وينو تماشو كې
آسمان ډک له تورو ورېځو
رېباران د طوفان گورم
چمنونه به ويجاړ شي
سخت گوزار د زمان گورم
د بورا وزر به سوزي
د خزان په زېړي اور
نه به گل وي په سارا
نه آرام د چا په كور