د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان دپرمختګ پرلور

سیدالرحمن عابد 05.09.2016 14:54

د پرمختګ په ډګر کې وروستي میاشت دلغمان لپاره تر نوروټولو ښه وه، په دغه میاشت کې یوازې د سکتوري ریاستونو په چوکاټ کې دڅه دپاسه سل ملیونه افغانیو په ارزښت په مرکز او ولسوالیو کې  ټولګټې پروژې پيل شوي دي، نن د پي ډي سي یا انکشافي میاشتنۍ غونډې پرمهال دلغمان ولایت د اقتصاد رئیس انجنیر محمداغا مبارز وویل: په روانه میاشت کې د تېرې انکشافي غونډې تردې یوازې د سکتوري ریاستونو په چوکاټ کې دڅه دپاسه سل  میلونه افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پيل شوي دي، ده وویل : همداراز په پلان کې ده چې په همدې اونۍ کې د۲۰ ملیونه افغانیو په ارزښت  د فواید عامي ریاست دتعمیر ودانیزې چارې چې ټول تدارکاتي کارونه يې تکمیل شوي دي  هم  پيل شي.
دده په وینا پرمختیايي بهیر د ولایتي ادارې دښه مدیریت او بېدریغه هلوځلو له امله خوراګړندي شوی او دمرکز ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کې ددغه بهیر پر وړاندې هیڅ راز ستونزې نشته.
نه یوازې دا چې په دغه اونۍ کې به د ټولګټو چارو ریاست د ودانۍد جوړیدو کارونه پيل شي بلکې د همدې ریاست د رئیس په وینا بادپښ ولسوالۍ ته غځیدلی سرک به هم  د سنبلې په ۲۸ نېټه رسماً داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د اساسي جوړیدو کارونه به يې پيل شی.
دښاغلي سنګرخېل په خبره د الینګار ولسوالۍ دنلیاردپُل چې د وطن دښمنانو څه موده مخکې په بمونو الوځولی و د بیا جوړیدو په موخه يې ټوله تخینکې سروې  بشپړه شوې چې ژر به قرار داد ته ورکړل شی.
وروستي میاشت  نه یوازې  په نورو برخو  بلکې د ښوونیز بهیر په برخه کې هم دخورا سترو لاسته راوړنو ډکه وه: دمعارف د رئیس محمد حضرت مجدد په وینا یوازې په وروستۍ میاشت کې يې د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې ۳۵ انکشافې پروژې پيل کړي چې په دغو پروژو کې د ښوونځیو ودانۍ ،احاطوي دیوالونه او برښنارسونه شامله ده.
دپوهنې رئیس ښاغلي محمد حضرت مجددي وویل:  ددغو پروژو له جملې چې د احاطوي دېوالونو د جوړیدو کارونه يې پيل شوي شپږ  په مرکز، اوه په قرغیو، شپږ په دولت شاه، اته په الینګار، شپږ په الیشنګ او دوه یې په بادپښ ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د کار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښآغلي سیدعبدالبصیر هاشمي بیا په دغه غونډه کې دمیاشتني ګزارش وړاندې کولو پرمهال دټولنیز خوندیتوب سکتور په برخه کې دشویو وروستیو لاسته راوړنو په اړه وویل: نه یوازې دا چې په دغه سکتور کې د قومونو او قبایلو چارو د ریاست ودانۍ تر کارلاندې ده بلکې  دکارټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په چوکاټ کې د راجستر شویو یتیمانوسره دښوونځي او پوهنتون دزده کړو په برخه کې دHHRD موسسې همکاري خورا پراخه شوي او اوس مهال په دغه ولایت کې د ۲۰۰ یتیمو زده کوونکو  د زده کړو مصارفاتو ته يې غاړه ورکړې ده، چې په دغو زده کوونکو کې سل تنه نجونې او سل يې هلکان دي، یاده دې وي چې ددې ترڅنګ بنیاد هدف همکارې موسسې هم په روانه میاشت کې د۲۵ تنو نورو یتیمو زده کوونکو د زده کړې مصارفات په غاړه واخیستل.
دسندیزې حوزې ولایتي مشر سیدعبدالرحیم پاچا بیا په خپل ګزارش کې وویل: په وروستي میاشت کې يې د  ۱۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د حیدرخانې ۷ کیلومتره کانال تکمیل کړی او د پنځو ملیونو افغانیو په ارزښت يې  د اسلام اباد  د ۵ کیلومتره کانال ټولې رغنیزې چارې بشپړې کړي او رسماً ګټې اخیستنې ته چمتودي، دده په وینا د پنځو ملیونو افغانیو په ارزښت به ژر دعلیشنګ کانال ودانیز کارونه هم پيل کړي.
د ښاغلي  پاچا په وینا دسندیزې حوزې ریاست په چوکاټ کې يې ګڼ کارونه تر لاس لاندې دي او په اوني دننه کې به د پُل جوګي د ۳۰۰ متره  استنادي دیوال دجوړیدو کارونه چې لومړني ټول مراحل يې بشپړ شوي رسماً پيل کړي.
کلیو پراختیا رئیس انجنیر امین الدین بیدار بیا د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ولسي لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره ۱۵۲ ټولګټې پروژو چې دملي پیوستون برنامې په چوکاټ کې يې کارونه پيل شوي وه  چې اکثره يې په وروستۍ میاشت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
دده  په وینا همدا اوس يې دلغمان په مرکز اوولسوالیو کې ۱۴۵ نورې ټولګټې پروژې تر کار لاندې او چارې يې په ښه ډول پرمخ روانې دي او هم يې ۱۲ نورې پروژې ډیزاین او سروې کړي چې په هغې به هم رغنیز کارونه ژر  پيل شی.
د انکشافي غونډې برخوال او د AWRC موسسې  ولایتي مسؤل بیا وویل: د لغمان په مرکز، قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې د میرمنو د سواد زده کړې،اقتصادې ودې او روغتیا په برخو کې درې کلنه پروژه تر کار لاندې لري، چې په دغه درې کلنه موده کې به نه یوازې په یادوسیمو بلکې په ټول لغمان کې تر( ۱۲۰۰۰ ) زرو پورې میرمنې دسواد زده  کړې په برخه کې وروزې او هم به د بې وزلو کورنیو د اقتصادې ودې او روغتیا په برخو کې اړینه همکاري و کړي.
د ولایتي اداري رهبري د غونډې د ارزونې پرمهال له ټولو سکتوري ریاستونو او همکارو موسسو وغوښتل چې لازیات خپل کارونه شفاف او د ولسي لومړیتوبونو او غوښتنوپه پام کې نیولوسره ګړندې او پراخ کړي، ښآغلي نعیمي د رغنیز انکشاف په پراختیا کې د امنیتي ځواکونو پر رول هم ټېنګار وکړ او له ټولو ملکي او نظامي ادارو  يې وغوښتل چې انکشافي ودې او پراختیا ته د زمینه سازې په برخه کې خپل همکاري ونه سپموي.
لغمان والي  په خپلو خبرو کې له امنیت وروسته انکشاف خپل لومړیتوب وباله او  ژمنه يې وکړه چې په ټول قوت به دلغمان د هراړخیز او بنیادې پرمختګ لپاره کارکوي، ښاغلي نعیمي د ټولګټوپروژو په تطبیق او رغنیز انکشاف ته د زمینه سازۍ په برخه کې ولسي همکاري اړینه یاده کړه او له فرد، فرد يې وغوښتل چې په خپلو سیموکې دپرمختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابر کړي، دچاروڅخه نظارت وکړي او هم پرېنږدۍ چې قرار دادي شرکتونه دټولګټو پروژو کارونه په ټېټ کیفیت ترسره کړي.