د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسولې ديني ارزښت (لومړۍ برخه)

سیدالرحمن عابد 17.06.2016 14:51

 درنومسلمانانو خويندو او وروڼو داچې په ګران هېوادکې دروانو بدبختيو اوناورينونو اوږده لمن چې تقريباً له لسيزو څخه هم اوړي او هره ورځ زموږ ګڼ شمير بې ګناه ماشومان،سپين ږيري، ځوانان اوپه ټوله کې ددې ټولنې مظلوم وګړي په ډيرنا ځوانمردانه ډول را څخه اخلي،نو لازمه ده چې دسولې په ديني ارزښت پوه شو،ترڅوپه ګران هېوادکې شته مشکلاتو ته داسلام دسپيڅلي دين په رڼا کې دحل لارپيداکړو.
  سوله داسلام په مقدس دين کې خورا زيات او لوی ارزښت لري،ان تردې چې ددوه کسانو ياډلو يا دوه ملتونو ترمنځ سوله او روغه جوړه کې داړتيا پروخت کې دروغ ويل هم جايزدي ،چې په دې هکله رسول الله (ص)فرمايلي دي:دسولې او روغې جوړې پرمهال داسې دروغ ويلو ته هم جواز هم  شته چې د روغې جوړې اسباب برابروي ،اګرکه دروغ ويل په شرعه کې ناروا عمل دی ، مګر ددې لپاره چې دخلکو ترمنځ دخپل منځي اختلافاتو،فساد او وينې تويولو مخه ونيول شي ،دروغ ويل روا دي او شريعت دې ته دروغ نه دي ويلي ، لکه چې امام بخاري رحمة الله عليه په صحيح البخاري کې حديث شريف روايت کړی دی(صحيح البخاري څلورم ټوک ۲۴۰۳ ح)      
 ژباړه: هغه څوک چې دروغجن نه دی خود خپلو درواغو په اساس دخلکو په منځ سوله کوي ،په خپلو درواغو سره ددوه کسانو ترمنځ اختلاف پای ته رسوي  او يا د خير خبره کوي دا کس دروغجن نه دی،ددې حديث شريف دلا روښانتيا لپاره د امام خطابي (رح) نظر په لنډ ډول سره ذکر کووم.
  امام خطابي (رح) ددې حديث شريف په برخه کې داسې فرمايلي دي :دخلکو ترمنځ سولې ته هڅونه،اودخلکو ترمنځ اختلاف له منځــه وړل اويا داختلافـــاتو مخــنيوی کــول دي،ځکه چــــې رسول الله (ص) دالله (ج) په رسۍ منګولې لګولې دي ،په داسې حال کې چې دخلکو ترمنځ اختلاف اچول په دين کې درز پيداکوي نوهغه څوک چې دخلکو ترمنځ سوله کوي،دثواب اوفضيلت هغه مقام ته رسيږي چې ، دنفلي  روژې نيوونکي او نفلي عبادت کوونکي او نفلي صدقې کوونکي له درجې څخه ډير پورته دی،ځکه چې هغوي دځان لپاره لګياوي او سوله کونکی دټولنې لپاره .
 همداشان په بل ځاي کې راځي چې سوله دالله (ج) حکم هم دی،الله(ج) په قران کريم کې داسې فرمايلي دي:فاتقواالله واصلحوا ذات بينکم واطيعواالله ورسوله ان کنتم مؤ منين(سورة الانفال ،۱.
  ژباړه: ای مسلمانانو تاسو دالله (ج) څخه وويريږئ او په خپل منځ کې سوله وکړئ اود الله (ج) له استازي حضرت محمد(ص) څخه اطاعت وکړئ که چېري تاسو مؤ منان ياست   .
  الله (ج) په پورته آيت شريف کې داشرط لګولی دی چې دالله (ج) څخه وويريږئ او د الله(ج) او دهغه داستازي څخه اطاعت وکړئ ، په خپل منځ کې جګړې،شخړې او اختلافونه مه کوئ،ځکه چې الله(ج)ستاسو تر منځ هرډول شخړې حرامې ګرځولې دي او په بل ځاي کې د مؤمنانو دصفاتو  په ترڅ کې د(رحمآء بينهم)صفت ذکر کوي چې داهم ددې بېلګه ده چې مسلمانان بايدخپل منځي اختلافات دخبرو او روغې جوړې له لارې حل کړي، نه دجګړو او شخړو له لار ې .
 پورته ټولو الهي احکامو اونبوي احاديثو ته په کتو بايد هڅه وکړو چې په ګران هېوادکې د روانو بدبختيو  دله منځه وړلو لپاره هر ممکن اقدام وکړو،ترڅودجنګ جګړو ددې بدمرغې بلاڅخه دتل لپاره خلاص شو ، نو پرموږ ټولو لازمه ده چې په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره په يو اتفاق سره کار وکړو او خپل ټول شته مشکلات پورته ذکر شويو قراني آياتونو اونبوي  احاديثو ته په کتو دخبرو له لارې حل کړو .