د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله داسلام له نظره( دوهمه برخه)

سیدالرحمن عابد 12.06.2016 14:15

  سوله اودسولې کليمه اوسنۍ خبره نده بلکې دبشريت دپيدايښت سره سمه منځته راغلې ده،سوله يوه عربي کليمه ده چې معنايې(استعداد،جوړښت،اتحاد، اتفاق،اودجنګ جګړو بندول  دي)    
  په اسلامي شريعت کې هغه سوله چې حرام پکې حرام او حلال پکې حلال ونه ګڼل شي جايزه نه ده،چې په دې اړه حضرت محمد(ص) فرمايلي دي:((الصلح جايز بين المسلمين الاصلحاحرم حلالاً او احل حراماً والمسلمون علي شروطهم الاشرطا حرم حلالاً  اواحل حراماً)):رواه ابن ماجه والترمذي ( سبل السلام ج ۳ص ۸۸)                             
  ژباړه :(دمسلمان او مسلمان ترمنځ سوله رواده،مګرداسې سوله روانه ده چې حلال پکې حرام او حرام پکې حلال وګرځول شي .)                      
د اسلامي شريعت له مخې سوله په شپږ ډوله ده.
    •    دمسلمان اوکافر ترمنځ
    •    دښځي اوخاوند تر منځ
    •    دباغيانو او عادلانو ترمنځ
    •    ددوه مرورو  ترمنځ
    •    دخپل منځي جګړو دټپي شويو او ټپي کونکو ترمنځ
    •    ددوکاروباري شريکانو ترمنځ).
((کتاب فتح الباري شرح صحيح البخاري))
  دسولې دغه شپږډلونه الله (ج) په قرانکريم کې بيان کړي دي ، چې ځينې يې په ځانګړي ډول ذکرکړي دي،داځکه چې دسولې دغه ډولونه ډير مهم او اړين دي اواهميت يې دمتعدي والي په وجه دي،يعنې داختلاف اوجګړې تداوم چې زيانونه يې ټولنې ته رسيږي،او ټولنه ورڅخه زيانمنه کيږي .په داسې حال کې چې سوله نه يوازې داچې جګړمارو خوا ؤ ته ګټه رسوي بلکې ټولنې ته يې هم ګڼ شمير ګټې رسېږي .
  دسولې هغه ډولونه چې الله (ج) يې ذکر په قر انکريم کې کړی يوڅويې دبېلګې په ډول ستاسو درنو سره شريکوم،ترڅو دسولې مينوال په اسانتيا سره دهغې په شرعي ارزښت پوه شي .
په لومړي سرکې دکافر او مسلمان ترمنځ سوله باندي  يوڅوکرښې
دمسلمان اوکافرترمنځ سوله:
ددې ډول سولې په هکله الله(ج) مسلمانانو ته داسې لارښوونه اوحکم کړی اوفرمايلي يي دي:وان جنحواللسلم فاجنح لها وتوکل علي الله انه هوالسميع العليم وان يريدواان يخدعوک فان حسبک الله هوالذي ايدک بنصره و بالمؤمنين ( سورة الانفال-۶۱و۶۲)
ژباړه:که چېرې غير مسلم(کفار)سولې او پخلاينې ته ميل وکړي، نوتاسوهم دهغوی دسولې وړانديز ومنئ،سولې ته ميلان وکړئ او په پاک الله (ج) توکل وکړئ،بېشکه چې الله(ج)دټولو احوالو ښه اوريدونکی او په ټولو اقوالو ښه پوه اوعالم دی.
دمسلمان او مسلمان تر منځ سوله:
دا ډول سوله په جګړه کې دښکېلو مسلمانو ډلو ترمنځ دقرانکريم په آيت تثبيت شوې ده،چې دسولې دغه ډول دمسلمانانو دخپل منځي جګړو دبندولو او ختمولوپه اړه دی،دسولې دا ډول ترنورو ټولو انواعو زيات مهم اوضروري دی،ځکه چې خپل منځي جګړې دمسلمانانوقوت ختموي،اومسلمانان له خپل اصلي مسير څخه بې لارې کوي،اوبې ساري معنوي اوتباکونکې پايلې لري .
 الله (ج) په خپل پاک کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي :
واطيعواالله و رسوله ولاتنازعو فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا ان الله مع الصابرين (سورة الانفال آيت ۴۶)
ژباړه:تاسودالله(ج)اودهغه دمحبوب پيغمبر حضرت محمد(ص) اطاعت وکړئ اوخپل منځي شخړې اوجګړې مه کوئ،ددې لپاره چې تاسوبه بې زړه شئ قوت او دولت به مو له منځه ولاړشي  اوکمزوري به شئ،تاسو صبر اوزغم وکړئ،ځکه چې الله (ج) دصبر کونکو مرستندوي دی.
 داسلام په تاريخ کې دسولې ډ‌يرې بېلګې موجودې دي،چې يوه يې هم دکعبې په ديوال کې دحجرالاسود دکېښودلو پرسردقريشو دمختلفو قبېلو ترمنځ اختلاف وو .
 د حجرالاسود دا لاندې واقعه د نبي کريم(ص)د صلحې د را وستو د هڅو او منځګړتوب ښکاره او څرګنده بېلګه ده.
  د نبي کريم(ص)په وخت کې قريشو او د مکې اوسيدونکو دکعبې د ودانۍ ترميمول وغوښتل،د کعبې د ترميم د چارو تر بشپړيدو وروسته دکعبې په ديوال کې دحجر الاسود د کېښودولو پر سر دقريشو دمختلفو قبېلو تر منځ  اختلاف پيدا شو،هر يوې  غوښتل چې په خپل لاس په معين ځای کې دحجر الاسود دکېښودلو وياړ تر لاسه کړي،اختلافات ورځ په ورځ زياتيدل، پدې مهال کې د قريشو مشرانو د ستونزې د حل لپاره يو شرط وړاندې کړ او هغه دا چې که سبا هر څوک مسجدالحرام ته لومړی داخل شو نو د مشکل د حل واک لري.
  پر سبا يې لومړی کس حضرت محمد(ص)وو چې مسجد الحرام ته داخل شو،نو انحضرت(ص)دستونزې دحل لپاره يو څادر وغوړاوه او د حجر الاسود تيږه يې پکې کيښوده، او ټولو قبېلو له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د څادر پيڅکې ونيسي،او  هغه  خپل ځای ته يوسي، نو په دې توګه يې د خلکو تر منځ ستونزه حل کړه.
  له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې داسلام مبارک دين د سولې او امن دين دی. بې ځايه جنګ جګړي، تيری او تند لاريتوب ته پکې ځای نشته.
   دمسلمانانوخپل منځي جګړې نه جبرانيدونکې اوخطرناکې پايلې لري،چې په دې اړه ګڼ شمېر احاديث هم راغلي دي اومسلمانان يې سولې ته هڅولي دي،له دې نه معلوميږي چې اسلام دسولې ،ثبات اوامن دين دی.
 داچې داسلام سپيڅلی دين دسولې او ورورولۍ دين دی،نوراځئ چې سوله دخپل ژوند يوه ډيره مهمه اړتيا وګڼو  او ددې اړتيا دپوره کولو لپاره هڅې وکړو،ترڅو ګران هيواد افغانستان ته دتل پاتې سولې په راوستلو بريالي شو ،دخپلو ځوانانو  او کوچنيانو لپاره ددې زمينه برابره  کړو چې دتعليم پر مټ دخپل روښانه راتلونکي په لور قدم واخلي .