د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلغمان وروستی انځور

سیدالرحمن عابد 30.06.2016 11:56

لغمان دپلازمینې په ګاونډختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ډیری وګړي يې په کرنه  او مالدارۍ بوخت دي اوله دې لارې دخپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه پيدا کوي،په تېره یوه نیمه لسیزه کې هسې چې لازه مه وه ددې ولایت پرمختیايې، ښوونیز،روغتیايي او ټولنیزوبرخوته خاصه پاملرنه نه ده شوې،اوس هم ددې ولایت ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري،ځیني يې احاطوي دیوالونه نه لري اویو شمېر نور يې بیا دسېلاؤنو او سیندونو دتخریب سره مخامخ  دي،ددې ولایت میشت اوسیدونکي دخپلو روغتیايي ستونزو دحل لپاره په جلال اباد اوکابل تکیه کوي،د انکشاف په برخه  يې په شویو کار ونو هم تر ډیره حساب نه کیږي،دبېکارۍ،فقر او تنګدستۍ موجودې ستونزې هم ددې ولایت دځوانانو،کورنیو او فامیلونه ژوندتریخ کړی دي.
دنظر خاوند په دې اند دې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې هېواد ته د نړیوالو  دپراخو مرستو سره ،سره  دوخت ادارې او مسؤلینو  ونه شوی کولی چې ددې ولایت دمیشتو ولسونو  دستونزو دحل ،ټولګټو لویو او وړو   بنسټیزو پروژو دتطبیق او ځوانانو ته دکارموندنې په برخه کې اړین کارونه ترسره کړي.
موجودو ټولو ولسي ستونزو او ننګونو ته د حل لار موندنې په برخه کې دغه ولایت ته  د والي په صفت د عبدالجبار نعیمي لیږل د ملي یووالي حکومت یو پر ځای ګام ؤ،د اوږدې او غوره کاري تجربي لرونکي والي نعیمي  څادپاسه یو کال وړاندې په دغه ولایت کې رسماً د والي په صفت دنده پيل کړه او د مسؤلیت د پيلیزې ورځې يې په دغه ولایت کې د ولسي غوښتنو  دپوره کولو، د غوره حکومتدارۍ د بنسټونود تقويې، د عدالت د تامین، بیارغنیز انکشاف دپراختیا او ډاډمن امن دټېنګښت په برخوکې د مثبت بدلون راوستلو په موخه دقومي مشرانو،دیني علماؤ، سیاسي احزابو دنماینده ګانو،ولایتي شورا وکیلانو ،ددې ولایت د پارلمانې وکیلانو ، ځوانانو،مدني فعالانو،میرمنو او په ټوله کې ددغه ولایت دبېلابېلو اقشارو دنماینده ګانو او روڼ اندو سره پرلپسې مشورتې ناستې ترسره کړي څو ددوی له خولې  موجودې ستونزې،وړاندېزونه او سالمې مشورې واورې او په رڼاکې يې دلغمان ولایت د متوازن پرمختګ،ځوانانو ته دکارموندې،روغتیايي، ښوونیزې اوانکشافي پراختیا ترڅنګ نورو بېلابېلو برخوکې لومړیتوبونو ته په کتو اړین ګامونه پورته کړي.
 امنیت او بیارغنیز انکشاف چې ددغه ولایت د میشتو ولسونو تر ټولو لومړۍ غوښتنې وې سیمه ییزې ادارې يې دپوره کولولپاره پراخې هڅې پيل کړي،دا چې په لغمان کې د ښاغلي نعیمي  د یو کال نه زیات وخت کیږي خوشبختانه تر ډیره يې د هراړخیزو برخو ترڅنګ د امنیت تامین او د امنیتي ارګانونو ترمنځ دهمغږۍ په برخه کې شویو هڅو مثبت رنګ راوړي او په دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي په پشپړ ډول ښه شوې،چې همدا ګډه همغږۍددې لامل شوي څو په لغمان ولایت کې ددښمن د سترو تروریستي بریدونو او کړنو څخه په وخت مخنیوي وشي.
وضعیت لاهم په ټوله معنی ډاډمن نه دی، وخت نه وخت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې وسلوال مخالفین د څو دقیقو لپاره لویو لارو ته راوځي،دخلکو نه پوښتنې ګرویګنې کوې او ځیني وخت خو ان خپل هدف هم ترلاسه کوي، خو ددې ټولو سره،سره  ولایتي اداره هڅه کوې چې د مرکزي اړوند وزارتونو او په دغه ولایت کې دمیشتو امنیتي ځواکونو په مټ وضعیت په بشپړ ډول کابو کړي، په همدې موخه دغه ولایت ته په وروستي یو کال کې په ځلونو د ملي دفاع او کورنیو چارو  وزارتو نو  لوړ پوړي امنیتي پلاوي راغلي،ستونزې يې له نږدې لیدلي،اوریدلي او ارزولي دي او په یو شمېر لوړ تهدید لرونکو سیموکې يې دنویو پوستو دایجاد او دمحلي پولیسو د رامنځته کیدو په برخه کې عملاً اقدامات ترسره شوي دي.
ددي لپاره چې  امنیتي ځواکونه په لوړ او عالي مورال سره  امنیت تامین کړي  څو،څوځله د امنیتي ځواکونو د تشویق او هڅونې په موخه سترې ولسي غونډې چې زرګونو کسانو پکې برخه لرله جوړي شوي ،زړور سربازان او افسران ستایل اوتقدیر شوي  او  په منظم ډول په مرکز او  ولسوالیو کې د لویو لارو پرسر د پرتو امنیتي پوستو څخه شپه ورځ لیدنې او کتنې ترسره شويدي،دلته په لغمان کې د امنیتي ځواکونو مورال کاملاً لوړ دی او لا يې هم دښمن نه دی پرېښی چې عامه نظم ګډوډ او ددغه ولایت پرمختیايي انځور کم رنګه او پيکه کړي.
بیارغنیز انکشاف دومره پراخ شوی چې ان فکر يې نه کیده، په وروستي یو کال کې د وطن ګټو،کله ګوش سترو بندونو سروې ګانې بشپړې شوي او د شاهي کانال حیاتې ،اقتصادي او له اهمیته ډکې پروژې سروې جریان لري،د سراج تاریخي کلا چې د مهترلام په زړه کې پرته ده او لسیزو جګړو يې سینه غلبیل کړې وه دبیارغونې لپاره يې عملاً کار جریان لري چې  د دوه کالوپه موده کې به بشپړه  او ورغول شي.
ددې ترڅنګ د ولایتي ادارې  په هڅو اودلس په ملاتړ په دغه ولایت کې دګڼو دولتي ادارو او ریاستونو لپاره د ودنیو جوړولو کار جریان لري، دسر پټې جمنازیوم کار نوې سلنه بشپړ شوي،د حرفوي زده کړو  مرکز پرانستل شوي چې اوس مهال پکې سل تنه بېلابېلې حرفي زده کوي، د ځوانانو عمري غوښتنې چې دکریکټ نړیوال میدان جوړول وه هم هڅې وشوې، په همدې میاشت کې  يې عملاً د جوړیدو کار پيل شو،د برښنا شبکه لس زره کورونو  ته غځیدلي او ۹ زرو نورو ته د غځیدو په حال کې ده، دسل بستریز روغتون په ټپه ولاړ کار او تر پنځوسلنې زیات بشپړ شوي چې پاتې به يې هم په روان کال کې تکمیل او دغه ستر روغتیايي مرکز به عملاً د لغمان او نورستان ولایت روغتیايي ستونزې حل کړي.یوشمېر ښوونځیوته د ودانیو  او ۲۵ نورو ته د احاطوي دیوالونو دجوړیدو چارې روانې دي،ښوونیزې ودې پراختیاموندلې او ددغه ولایت په مرکز اوولسوالیو کې د ګڼو ښوونځیو د تعمیر جوړونې، احاطې او بیارغونې کارونه رونه دي. دبابا صاحب تاریخي زیاته د غځیدلي سرک قیر ریزي چې درې ورځې وړاندې پيل شوي په راتلونکو درې ورځو کې به بشپړه شي.
دغوره حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويې،خلکو ته د رغنده او شفافو خدماتو د ترسره کولو او په  بېلابېلو ادارو کې د ازادو سیالیو له لارې دځوانانو مقرري جریان لري، تر پنځو سوو زیات ځوانان چې میرمنې هم پکې شاملي دي د ازادو سیالیو له لارې مرکز او ولسوالیو کې په ادارو کې په بېلابېلو بستونو ګمارل شوي او ترڅنګ يې په دغه ولایت کې د ځوانانو دعلمي سطحې د لوړاوې په موخه دلنکن ښوونیز مرکز هم پرانستل شوی چې د ادارې،کمپيوټر ،انګلیسی او انټر نیټ په برخوکې ځوانانو ته وړیا زده کړې ورکوي.
د دولتي ،غیر دولتي او نړیوالو موسسو پاملرنه دپخوا په پرتله دغه ولایت ته  په بېسارې توګه زیاته شوې،لغمان چې پخوا به ورته د موسساتو کارمندانو په مرمۍ ضد موټرو کې هم سفر نه ترسره کولو اوس يې عملاً په دغه  ولایت کې خپل دفترونه پرانستې او خلکوته  بشري او اقتصاد رغونکي خدمات ترسره کوي، دهمدې تلاشونو او د باور فضا جوړونې په پایله کې یوازې په وروستي یو کال کې ددغه ولایت ۱۵ زره بې وزلې فامیلونه د خوراکي ،غیر خوراکي توکیو او نغدي مرستوڅخه برخمن شوي  او  په بېړنیو حالاتوکې دټولو سره  په وخت بشري مرسته ترسره شوي.
دولایتي اداري رهبري چې د پراخ ولسي ملاتړ برخمنه ده،په پرلپسې توګه یې ددې ولایت دمېشتو ولسونو د ستونزو دحل لپاره دمرکزي دولت ،اړوند سکتوري او امنیتي وزارتونو ، نړیوالو مرستندویه نهادونو او د دوستو هېوادونو دسفارتونو سره  په رسمي بڼه ټولې ستونزې یو په یو شریکې کړي او له تعقیب وروسته يې په ډیرو برخوکې دپام وړ لاسته راوړنې هم ترلاسه شوي دي.
د لومړي ځل لپاره دولسي غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه د ولایت مقام رهبري له لورې په ادارو کې په ډیر جدیت سره چې دمامورینو کسري معاش پکې حتمې دی په غیر حاضري بندیز لګیدلی ،هیڅوک نه شي کولی چې پرته له کوم عذر غیر حاضري وکړي او که له دې سره ،سره کوم دولتي  مامور دا غیر قانوني کړنه ترسره کوي،دمراجعینو سره ناوړه چلن کوي،په چاروکې بې ځایه ځنډ اوخنډ رامنځته کوي،پرته له ځنډ به يې ځای پر بل وړ کس ډک او له دندې به ګوښه شي.چې دې چارې دپخوا په پرتله  نوې سلنه د ولسي خدماتو  په وړاندې کولو اوترډیره ددولت او ولس ترمنځ د موجود واټن په راکمولو کې رغنده  رول لوبولی دی، خلک په دې خوښ دي چې په هیڅ دولتي اداره کې ددوی  چارې چې پخوا به په میاشتو ،میاشتو ځنډوي اوس نه ځنډیږي.
د ټولو هغو وروستیو پرمختګونو چې دخلکو په ژوند کې يې دیو نوي سپرلې باب پرانستی او ولسي مړاوې هېلې يې راژوندۍ کړي یادول به يې ډیر وخت ونیسي،له ټولو يې تېریږم او خپلې کلیمې په دې را ټولوم چې دنوې ولایتي رهبري په راتګ سره  په دې ولایت کې سولییزې هڅې هم دپخوا په پرتله څو برابره پراخې او چټکې شوي دي،په پرلپسې توګه ددې ولایت ددیني علماؤ، مخورو قومي مشرانو،دسیاسي احزابو نماینده ګانو او دټولنې دبانفوذه اشخاصو سره ناستې او لیدنې ترسره شوي،ترڅودوی دخپل محبوبیت  او نفوذڅخه په استفادې په دې ولایت کې د سولې د روان بهیر سره مرسته وکړي او د ډاډمن امن په ټېنګښت کې ګټور ګاموته پورته کړي.