په بډه اوښان
07.07.2015 10:05په بډه اوښان
دا دنیا خو له فتنو ځینی ده ډکه
خود غرضه لیونو ځینی ده ډکه
رڼا ورځ کی به اوښان په بډه منډي
د سپین سترګو او دغلو ځینې ده ډکه
چې په نفس خپل حاکمیت نه لري خلکو
خدایګو دا رنګه سړو ځینې ده ډکه
محبت او صداقت په کاڼو ولي
دکدو په شان سرو ځینې ده ډکه
انسانیت ته به لوګی کوم ملیاره
هره خوا له سپیلنو ځینی ده ډکه