د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غزلباغ مخ کتنه وشوه

حفيظ مليار 13.10.2014 23:32

پرون د اکتوبر 12 د اتریش هیواد په پلازمینه ویانا کې دپروګرام سره سم د غزلباغ مخکتنه وشوه .
غزلباغ دځوان اوغزلبول شاعر ښاغلی اجمل اټک یوسفزي د شعرونو ټولګه ده چې نوی له چاپه را وتلی او په اتریش کی میشتو ښاغلو فرهنګیانو دښاغلی عبدالحفیظ ملیار په نوښت د غزلباغ د مخ کتنی غونډه په ولولو سره تر سره کړه .
پاته دنوی چې په نوموړی درنه غونډه کې دښاغلی اټک یوسفزي په شمول له انګلستان څخه راغلی فرهنګیان یاد او منلی شاعر او لیکوال ښاغلی افضل ټکور او همدا رنګه غزلبول شاعر او دروند شخصیت ښاغلی غلام محمد کاموال ځانګړي میلمانه وه.
غونډه ددود سره سم د قرانکریم په تلاوت د ښاغلي سید اضغر شاه په قراءت پرا نیستل شوه ورپسې دغو ښاغلو پرلپسې ډول دښاغلی اټک یوسفزي په شخصیت شاعری او ادبي خدمتونو خبری وکړی چې البته ددغو ښاغلو وینا والو نو مونه په لاندی ډول دي :
ښاغلي ډاکټر غلام سخي خیرخواه ،ښاغلي حفیظ ملیار ، ښاغلی استاد محمد شریف هیواد دوست ، ښاغلی افضل ټکور ، ښاغلي غلام محمد کاموال،ښاغلي حفیظ خالد ،بریښنا جبارخیل ، ښاغلی محمد محسن علیزی ، ښاغلی محمد اصف جان دلاور اویو شمیر نورو .
هیره د نوی چې دانګلستان میشتو فرهنګیانو په استازیتوب ښاغلي افضل ټکور ځوان شاعر ښاغلي اټک یوسفزي ته لونګۍ ور پرسر کړه.
د نوموړی غونډې ویاندي هم خوږژبي شاعر حفیظ ملیار کوله .
بیاهم د یادولو وړ ده چي دهمدی پرتمینې غونډې په ویاړ د اروپايي هیوادونو له بیلا بیلو ادیبانو او شاعرانو لخوا دمبارکۍ پیغامونه چي رارسیدلی وه په لڼډ ډول ترینه یادونه هم وشوه .
په پاکې پورتنۍ غونډه چې د ماسپښین په دریو بجوپيل شویوه د ماښام په
7 بجو دښاغلي رازق ملیار لخوا راغلو میلمنو ته دښه راغلاست په ویلو پای ته ورسیده.
پای