اختره راشه
30.09.2014 09:59راشه اختره وچو شونډو ته مسکا راوله
د بڼ ګلانو ته بلبلی په نڅا راوله
مرور ورونه کړه پخلا غیږ کې یی ټینګ
ونیسه
جنګونه ختم کړه نور سوله هره خوا راوله
مونږ ته کتاب، قلم ډالۍ کړه د توپک په عوض
زمونږ غزل غزل هیواد ته خو رڼا راوله
تیاری کړه ورکې ظلم ورکړه محبت غواړو مونږ
دپاکو هیلو کاروانو ته مو سبا راوله
زیری خوشته دی بعضې پال هم په رښتیا بدلیږي
حفیظ ملیاره نیک اختر خو د الله راوله