د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلې ډيوی

حفيظ مليار 22.10.2013 17:35

څیرې ګریوان کې مې داوښکولا قطری پاته دي
ژونده په زړه کې مې لاهم یوڅوګیلې پاته دي
عمر مې لاړه د ځوانۍ په نشه پوه نشومه
ساقي ستا شوخه میخانه کې مې پیالې پاته دي

له وطن لري دهجران په دام کې ګیریمه زه
مانه د کلي د ګدر ټولې میلې پاته دي
د خټو کلی، دنګ چنار، اود سحر بادونه
د بام په سر کې دخوبونو خاطرې پاته دي
مرګیه لږ انتظار وکړه وارخطايي څله؟
ریبار ورغلی دیار کلي ته جرګې پاته دي
وطنه ځنګه به د هیر کړم هیروی دنشم
ستا خړه خاوره مې تر اوسه په لیمې پاته دي
دا دحفیظ ملیار په قبر ګلان ونه کرۍ
لا خو زما د ارمانو بلې ډیوې پاته دي