د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دېته په ديپلوماسۍ کښي سياسی سپين سترگي وايي

حبيب الله غمخور 30.05.2013 02:32

څه موده وړاندي د کابل پوهنتون د جوړیدو د اتیايمي کلیزې په لمانځل غونډه کي ښاغلي کرزي  وویل چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه د نهو اډو غوښتونکې ده خو امریکايي چارواکو د ښاغلي کرزي څرګندونې تایید کړي نه دي.

تردي ورسته دادی  يوځل بيا دتيرپشان دايران سفير زموږ پر برخليک باندي له نوروسره ږغېږي اوداسي څرگندونې کوي ته به وايي چې دادده کوراوموږ ددوي ترلاس لاندي شپې او ورځې سباکوو.

دروان کال دمی دمياشتي پر ۲۲  د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي په تهران کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وويل چې د امریکا متحدو ایالتونو ته اړتیا نشته چې په افغانستان کې پوځي اډې جوړي کړي ،ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد بشپړ امنیتي مسوولیتونه په غاړه اخیستلی شي.

د بيات تلويزون ويونکي  وويل چې دايران دسفيردڅرگندونوپه هکله مودکرزی په دفترکي دهغه له ويانويانونه پوښتنه وکړه خو هغوي پدې هکله دڅه ويلونه ډډه وکړه.

بلې موږ پرې پوهېږوچې دوي ولي  دايراني اخوندانوافغان دښمنوڅرگندونو په وړاندي  دتل پشان يوځل بيا هم چوپتيا غوره کړه .

  کله چې دامريکا ددفاع  وزير په ۲۰۱۱ کال دمارځ دمياشتي پر اومه وويل چې امریکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي، همدې په هغه ليدنه کښي چي دافغانستان دهغه وخت دکورنيو چارو وزير ښاغلي بسم الله اود ایران د کورنیو چارو وزیر ترمنځ  په کابل کي وسول ،هلته  هم په  افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له اوږدمهال حضور سره دايران دکورنيو چارو وزير خپل دهيواد  مخالفت څرګند کړ . د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفي محمد نجار  په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ایران یقیناً افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د لېږلو، په دې هیواد کې د هغوی د حضور او د امریکا د دایمي اډو د جوړېدا مخالف دی . دې ښاغلی هم لکه خپل رهبراحمدي نراد زموږ پر کمبله موږته گوت څنډنې اولارښودنې  وکږې چې له نېکه مرغه دافغان ولس له کلک غبرگون سره مخامخ سوې  .

ايران وايي موږ  په افغانستان کي دبهرنيانودپوځی شتون مخالف يو،خوافغانان په   ځواب کي ورته وايي  موږ هم  ستاسو دبې شرمانه مداخله او افغانانوسره په ايران کي دسپک سلوک ،کلتوري يرغل اوستاسولخواپه افغانستان کي دکورنۍ جگړې اورباندي تيل پاشلو،دخپلو اجنټانوپوسيله مذهبي ،ژبني اوقومي اختلافاتورازېږېدواودې بې اتفاقۍ تج لمن وهلو اوپه افغانستان کي دټولوهغوپروژو په وړاندي چې ستاسوله سرټمبگۍ له امله  دهغوي دپلي کولوپر خلاف ترهگريزو بريدونواونورو افغان دښمنه تاکتيکونو اوکړنو سره مخالف يو کوم چې په افغانستان کي زموږ ملي گټې زيانمنوي .افغان ولس داڅولسيزي په تکرارداغوښتنې له ايراني چارواکونه کړې خو هغوي غوړندی پرنيولي .

 حقيقت دادي چې موږ دامريکا اونړيوالي ټولنې پوځي ان د هډوتربريده  شتون ته همدا دپاکستان اويران دمداخلواوبې شرمانه لاسوهنو مجبورکړي يو،کنه افغانا په تاريخ کې بېگانه پوځ په خپله خاوره کيلکه بل هر ولس  ندی تحمل کړي . که موږ ته تاسوايرانی اوخوندان او پاکستاني چارواکي دملگروملتودامنيت شوراپه ضمانت ډاډ راکړی چې زموږپه کورنيو چاروکي دهر ډول پټو اوښکاره سلاوهنو نه لاس په سرکېږ ۍ اودلته دخپلو رنگا رنگ اجنټانوپوسيله  زموږ ولس ته سرخوږ ی نه جوړوی ، موږ به په هغه ورځ دټولوهغوهيوادونه چي دلته پوځی شتون لري غوښتنه وکړو چې خپل عسکر زموږ له خاوري وباسي .  خومتاسفانه تاسو په خوله واياست يوڅه اوکوۍ بل څه .پښتومتل دی په يوه لاس کي موقران او بل کي توره ده .

دادی  ايران مداخلو زموږ دخلکو حوصله مودومره تنگه کړه چې دکابل پوهنتون نداجتماعی علومودفاکولتې دمحصلينودلاريوپه درشل کښي دايران پر خلاف د شعارونواوددوي دلاسوهنونه سرټکولوتر څنگ دجوزادمياستي پر نهمه  دافغانستان دځوانو خوځښتونوپه ابتکار دايران دلاسوهنوپرخلاف دسترلاريون بلنه ورکړه سوې .

پدې بلن ليک کښي لولو: ((درنو هېوادوالو تاسې خبر ياست، چې ايران  له ډېروخت راهيسې په افغانستان  کې د يوه منظم  پلان له مخې د افغان ملي هويت د مسخ  کولو او د افغان واحد  ملت د وېشلو لپاره پرله  پسې هڅې کوي . ايران بريالی شوی، چې د خپلو يو شمېر لاسپوڅو له لارې پر افغانستان يو پراخ فرهنګي او مذهبي يرغل پيل کړي. د ايران د ګوډاګيانو او  ايرانۍ لاسوهنو پر وړاندې د ولسمشر کرزي بې پروايي د دې لامل ګرځېدلې، چې ايران د افغانستان يو زيات شمېر علمي، فرهنګي او رسنيز مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او ورسره  د افغانستان ملي هويت او ملي يووالی  له ننګونو سره مخ کړي. د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې ډرامه او په ولسي جرګه کې د ملي مصطلحاتو پر سر ناندرۍ د ايران د فرهنګي يرغل وروستۍ بېلګې دي.

د ځوانانو يو شمېر ملي خوځښتونو، د دې لپاره چې د ايراني يرغل پر وړاندې د خپلې پراخې مبارزې پيل اعلان  کړي او همدا راز د افغان دولت د غفلت پر وړاندې خپل کرکه او غوسه څرګنده کړي، تابيا کړې چې راتلونکې پنجشنبه د ايران سفارت پر وړاندې يو پراخ لاريون  ترسره کړي. له ټولو درنو هېوادوالو او په ځانګړې توګه پر وطن مينو ځوانانو هيله کوو، چې له موږ سره په دې لاريون کې برخه واخلي او د خپل ملي هويت ننګه وکړي.))

کله چې افغانستان دامريکا سره ستراتېژيکو همکاريو تړون لاسيکاوه په همدې ډول ايراني چارواکوتبليغات شروع کړ اوهمدا يوه خبره ئي کول چې افغانستان نه بايد امريکا سره دستراتئژيکو همکاريو تړون لاسليک کړي، ددوي دامداخله او زهرجنه  لاسونه ان زموږترپارلمان پوري اوږده سول اودملي شورادمشرانودجرگې له رئېس نه ئې غوښتنه کړې وه چې په پارلمان کي ددې تړون پر خلاف حرکت وسي اوداتړون دپارلمان لخوابايد تصويب نشي .اوس چې لاداثابته شوې نده چي دلته به امريکا هډې ولري کنه ، دايران دباندنيوچارو وزير وايي ،موږ ئي مخالف يو په افغانستان کي دبهرنی پوڅ په ځانگړې توگه امريکايي پوځ دشتون اړتيانشته . جالبه خوداده چې ددې مسلې په هکله يوازي او يوازي بايد افغانان نظرڅرگند اوپرېکړه وکړي نه دکوم بهرني هيواد چارواکي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرگندونې نه يوازي داچې  زموږ دهيوادپه کورنيو چاروکي بربنډه لاسوهنه ده ، بلکې په ديپلوماسۍ کښي ورته سياسي سپين سترگي هم وايي .

په کراتوداحمدي نژادله بې مسوليته څرگندونونه نيولې ددوي دهراخوند غيرمسولانه څرگندونې چې زموږدهيوادپه کورنيوچاروکي دمداخلې په ډول په گوته سوی  موږ اورېدلي او حوصله مو ورته کړې ده ،خودوي دمره سپين سترگي دي چې خپله اوري اودبل دخبري پر اورېدويې غوږونه کاڼه اوسترگي ړندې دي .

دهمدي ايران ستراخوند په تکرارداخبره کړې چې دلته اوهلته ،پدي وخت اوهغه وخت کښي ئي دامريکاسره په افغانستان کي ددوي په خبرمداخلوکي مرسته کړې داچي په نوروهيوادوکښي ئي دهمدې امريکا نوکري کړې په موږ پوري اړه نلري خوداچي زموږ وطن ته ئي تر ږېره لاندي شرارت اووحشت راوستلی موږ ئي دسرپه سترگو گورو.

موږ ته دايراني اخوندانوهر يو نوکر اوداستخباراتي کړيو اجنټ لمر غوندي روښانه او معلوم دي ،اوس ئي دحساب وخت نه دی خوددغوايراني اجنټانو اواخوندي نوکرانوسره دحساب ورځ ځنډنۍ نده .

موږ ئي وينو چې دهمدې نوکرانوپوسيله ئي کلتوري يرغل ته ملاتړلې اوداسلام په نامه دلته اخوندي اسلام رواجوي ،هغه اسلام چې يوازي اويوازي داخوندي افراطیت په چوپړ کښي وي . داچې دافغان ډله ايزورسنيونه په کومه کچه دافغان ولس دملي گټوپر خلاف اوخپلو موخوته درسېدولپاره کارکوي هرڅوک یې دسرپه سترگو گوري .پر تندی یې ليکلي وي افغان ،خپلواکه ملي ،اسلامي  . . . عجيب اوغريب مختاړي او وروستاړي يې ورکړې وي ، خوچې لاندي ورته گورې ټوله دخمينی اوخمينانوپه چوپړکښي وي  .دوي پدې نه پوهيږي چې په تاريخ کښي ډيرڅه موږ ددې اخوندانو نيکه گانوته ور زده کړې اوترډيره به ئي ورزده کړو .

ددې  ټولو تاريخی حقايقو سرۀ بياهم په ټوله سپين سترگی  داسي څرگندونې کوي چې اورېدونکي ورته حيران پاته شي .

ماته دايراني اخوندانو اوپاکستاني جنرالانوکړنې  چې ددواړوموخې  زموږ دولس اوملي گټوپرخلاف دي ،خويوازي  ددې افغان دښمنه کرغېړنې لوبې لوبغاړي  بدل دي ،هغه ددوهمې نړيوالي جگړې په جريان کي  ددواړوخواووپوځی تاکتيکونه راپيادوي چي ددښمن په مقابل کښي به ئي يواوبل ځاي دهغه دکمزوری لپاره دجگړې جبهې پرانستلې .

اوس هم پدې شرايطوکښي چې موږ ددوي له روزل سووسره دلته په هيوادکي لاس په گرېوان يودادي پاکستان له جنوبي لوري اوايران دلوديځ لوري دافغان ولس سره دخپلې دښمنۍ دسياسي اوپوځي جگړې جبهې پرانيزي .که په جنوب کښي مرگوني حملې دپاکستان څخه رهبري کيږي  نوپه غربي اومرکزي  ولا يتونوکښي داسړی وژونکي او افغان دښمنه چې کله بېگناه افغانان په شهادت رسوي اوکله په يوه اوبله پروژه کښي کارگران اويا انجينران زوروي اويایې په مرگ گواښوی دا گواښونکي دايران په پوځي هډو کي دايراني اخوندانوله خوا روزل کيږي اوافغانستان ته رالېږل کيږي .

افغانان حق لري له ايراني چارواکونه داپوښتنه وکړي چې ايا پدې ((۱۲)) کاله افغان چارواکوداخبره چي بايدکړې ئي وايي کړې ده  چې ولي ايران په عراق،ليبيا،يمن ،سوريه ،مصر ،ترکيه ،سعودي عربستان اونورو اسلامي هيوادوکي مداخلې کوئ اواجنټان روزۍ؟  خومقابل لوري ته دايراني اخوندانو چرگ يوه پښه لري ، ددغوهيوادو دولسونو دټول مخالفت سره بياهم له خپل شرارت نه لاس نه اخلي . ښه بېلگه یې په ۲۰۱۱ کال دمی دمياشتي پر ۱۰ دايران دمداخلو په اړوند درياض غونډه وه .دگران افغانستان ويب پاڼي د العربیه  تلوېزيون  دخبرله مخې پخپل خپاره سوی خبرکښي ليکلې وه چې درياض دديارسلمي دورې  دغونډي  د اجنډا په سرکي به  په عربی هيوادوکښي دايران دمداخلو او لاسوهنې مسله  وڅېړل شي .په همدې دې غونډه کښي دکنفرانس برخوالوهر يوه دايران دمداخلو نه سرټکاوه او ايران يې پدې تورن کړ  چې  داسلامي هيوادونوپه کورنيوچاروکي بربنډي لاس وهنې کوي .

داچې زموږپه کورنيو چاروکي څومره مداخله کوي که يې يوازي نومونه واخلم کتاب به ترېنه جوړشي .داخوندانودرژيم دلمړۍ ورځې نه بياتر نن پوري موږ دا درک کړې اولمس کړې ده چې  ايرانی اخوندان  ديوه بې ثباته افغانستان ليوال دي اوددې لپاره دخپلو ټولوامکاناتونه استفاده کوي . اوس ټولوته داڅرگنده سوې چې ايراني اخوندان غواړي خپل دمزاه اسلام اومذهبی مراسم په ټوله اسلامي نړۍ ومني .

تاسو قضاوت وکړۍ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي دروان کال د جون په څوارلسمه د دې هیواد په ولسمشرۍ ټاکنو کې د کاندیدانو د غوراوي د پروسې په اړه د امریکا بهرنیوچارو وزیر جان کري او فرانسې دبهرنيو چارو وزارت پر عادي اوپرنسيپی خبروباندي چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري د کاندیدانو د غوراوي په پروسه کې د شفافیت پر نشتوالي انتقاد وکړ او د فرانسې د بهرنیوچارو وزارت پر ایراني چارواکو غږ وکړ؛ چې خلکو ته فرصت ورکړي، تر څو خپل رهبران په خپله وټاکي. دومره کلک  غبرگون ښکاره کړ وايي : ((غربي چارواکي باید له داسې غیر مناسبو خبرو ډډه وکړي؛ چې د ایران په چارو کې زیاتیدونکې مداخله ګڼل کېدلای شي .))

اوداچې هره ورځ زموږ اودنړۀ په يوشمير اسلامي هيوادونوپه کورنيوچاروکي  لاس وهنې دې بې شرمانه مداخلو ته داسلامي اخوت نوم ورکوي .

موږله ايران سره دوستانه مناستو علاقه لروچې دوي زموږ دهيوادپه کورنيو چاروکي مداخله ونکړي،ځکه موږ ددوي په کورنيو چاروکي مداخله نه کوو،کنه ډيرداسي څه شته چې دبشري عاطفې له مخې بايد په نړيوالوکنفرانسونوان دملگرو ملتودسازمان په عمومی غونډوکې بايد مطرح شي  چې ايراني چارواکي کوم ډول نارواظلمونه و اودبشري احساس نه ليري کړنې پر خپل زورېدلي ولس باندي روابولي .دوي که په رښتياهم يوازي خپل ولس ته وفاداروايي هغه پر مختللۍ ايران به ئې د۱۴ پېړۍ په نندارتون نه بدلولاي اوله ايران څخه به لکه دبل هرجگړه ځپلي هيوادپه توگه اروپا ،امريکا، کاناډا،استراليا،چين ،جاپان اونوروپرمختللو هيوادنوته دپناه غوښتلولپاره دسفرپر له ستونځوډکولارو خپل خوږ ژوند دلاسه نه ورکولاي . دايرانيانو خبره که دوي دموکراسی اوټولنيز عدالت ته ژمن واي ،له هغې ورځې نه چې دوي له پاريس نه راصادر شول  بياتر نن ورځې پوري به ئې  دخپل ولس په وړاندي دا ښکلۍ ايران د۱۴ پېړ ۍ په تور او وحشي زندان نه بدلولاي .  

پدې هيله چې زموږ غيرتی ولس ديوه افغام ملت  په توگه دهيڅ گاونډی اوبل کوم هيواد دداسي تبلېغاتو او هڅونو قرباني نشي په کوم کښي چې زموږ ملي زيان وي . ومن الله التوفيق