د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځودنړېوال پيوستون دورځی په په بهانه

حبيب الله غمخور 07.03.2013 16:14

نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون جشن  

فرخنده وخسته باد۸ مارچ روزجهاني زن

بيايد۸  مارچ روز جهانی را به اتحاد همه زنان برای برچیدن خشونت علیه زنان بدل کنیم!

قهرمانوخويند اوميندو!  

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  تر هر څه وړاندي تاسوافغاني ښځواوپېغلو اوستاسو په وسيله د نړۍ  ټولوتر ستم لاندي اوزوريدلو ښځو ته مارچ  داتمې د ښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځې درارسېدوله امله  دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي  وړاندي کوي.

ستاسو اودنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې ستم او تبعيض،تېری اوظلم دپاي ته رسېدوپه لار کښي دعادلانه مبارزې اوقربانيو په لار کښې دزياتو برياوغوښتنه کوو.

افغاني غيرتمنواوتر هرچا کړېدلو ښځمنو!

پدې پوهيږم چې دعنوان دلوستلوسره به سمدستی دا سوال درسره پيدا شوۍ وي چې ولي دا مبارکې يوازي دافغان میړنيو ميرنوپه ادرس ليکل شوېده ؟ دا ورځ خوله تاريخي پلوه دنړۍ په ټولو ښځوپوري اړه لرې ،او دنړۍ ټولې ښځې ددې تاريخي ورځي دقهرمانانواو هغو چې دخپل روا او انسانې حقوقو په خاطر ېې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ اړه لري  .

بلې ! همداسي ده .

 دايوې  نړيوالي عادلانه مبارزې دياداوددي ورځي دقربانيانودوياړلې ياد ورځ ده .

 له نن څخه 156کاله پخواپه 1857 ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه نيټه د نيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کارگرانو دکار د ښوشرايطو، دکار دوخت دکمښت او معاش دزياتوالي په خاطر دښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پر ضد يې دخپل حق غوښتلو داعتراض اوازپورته کړ ؛ددوي دا گوت نيونه دبورژوازانو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي او حق ترلاسه کولو پيل وگاڼه ،همدا دليل و چې دا حرکت تامل نشو کړاي اوپر هغه يې مرگوني گذارونه وکړه .

دغومرگونو اودپانگوالو راپارېدلي غوسې ونشوه کولاي دهغوي د ظلم او استبداد په مقابل کښي دتر استثمارلاندي کارگرانونفرت بل شوي اورلمبې خاموشه کړې کومې چې ددغه مټينگ دقربانيانو په وينو نورې هم شعله ورې شوي وې .

دنړۍ دښځينه سازمانودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځوداتوان پيداکړ چې دزمان وغوښتونوته داپانگوال سر ټيټ کړي ؛ په 1910 زکال د ډنمارک پلازمېني دکوپنهاگن په ښار کي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړۍ وال کنفرانس د ((17 » هيوادو نه دراغلو (( 100)) تنو ښځينه نماينده گانو په گډون جوړ شو، دهمدي کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي ” کلا را ستکين” لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د7 185 زکال دنيويارک دښار د اوبدلو فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي غونډې او هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلنداو پوليسود حملې دقربانيانودهميشني ياد په خاطر دي دا ورځ” دښځو دنړۍ وال پيوستون ”دورځې په نامه ونومول شي او پدې ورځ دي دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني او طبعي حقوقو ددفاع په خاطر غونډي جوړي شې .

دا ((103))کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادو کښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکې ورځې ياد تازه کيږې ، تر اوسه متاسفانه يوازي دهمدې ورځي په پلمه ښځې دا توان او امکان تر لاسه کوي چې دخپلو حقو قو دغوښتنو مسأله مطرح کړې اودمطبوعاتو له لاري دنړيوالو او بشري ټولنو پام دنړۍ دښځو زړه بوږنوونکې حالت ته را واړوي .

ددې ددپاره چې مطلب رانه اوږ دنشې يوازي په لنډ شکل دهغو برياو تاريخو ته اشاره اړېينه بولم کوم چې په نړۍ واله کچه دښځو په نصيب شوېدي .

ښځو د اوږدو مبارزو ،تلاښونو او قربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره په د نيوزيلاندپه پارلماني ټول ټاکنو کې ښځوته درايې ورکولو حق ورلړه شو،دا حق داسترليا ،فنلنډ او ناروي ښځو تر لمړۍ نړۍ والې جگړي مخکې تر لاسه کړئ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په 1917، دفدرالي المان ښځو په 1918،د انگلستان ښځو په 1919 ،د امريکا ښځو په 1920، د افغانستان ښځو په 1934زکال، په ايټاليا او فرانسه کې ښځو تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښې په 2003 زکال داحق ترلاسه کړه چي په انتخاباتو کي گډون وکړي ،مگر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې په 2005 زکال حتي دښاروالۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ورنکړه شو،يا داچې ترپرون پوري   په سعودې عربستان کې ښځې دموټر چلولوحق ندرلوديا تر اوسه دنړۍ په يوشمير هيوادو کښي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او ياکله هم تر هغه زيات تشکيلوي ؛زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه ،يوشمير بنسټپالواودموکراسۍ مخالفوکسانو لخوا څرنگه چې ښځوته دنارينه سره برابر حق ورکول دهغوي گټي له خطر سره مخامخ کولې مقاومت وکړ،خو دهغو بهرنيانو يې کور دودان چې دخپلو سياسي امکاناتو څخه په استفادې سره يې وکولاي شول  تر ستم لاندي ښځوله حقوقو او آزاديو څخه دفاع وکړې .

له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځو ته ددوي هغه حقوق چي دبشر دحقو قو داعلاميې په 18 ، 19 ،او27 مادو کښې څرگند بيان شوېدي نه دې ورکړه شوي،او نه هم د 1984 زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتو ضدکنوانسين دپريکړو، دماشوم دحمايې په هکله د1924 زکال دژنيو په قراردادکې راغلو موادو اود ملگرو ملتو د سازمان د 1975،1979 ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض اوددوي په وړاندي تحقيراو تيري پر خلاف پريکړه ليکونوکښي درج شوې ټکوته دولتي چارواکواوپر دولتي سيستم مسلطو تنظيمواورهبرانو پاملرنه نده کړې اونه هم ښځو ته دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگي برخو کي دفعال گډون امکانات برابر شويدي .

 که رښتياوويل شې دنړۍ په غوڅ اکثريت په هيوادو کښي ښځو ته تر همدا اوس پوري  دحق ورکولو څخه په عجيب او غريب تعبيرونو ډډه سوې .په ځينو هيوادون کښي دښځوپر حقوقو اوددوي له حقوقونه دملاتړپه نوم سياسي سوداگري سوې اوپه يوشمير هيوادونوکشي بياښځه  دوهمه اوکله هم دريمه کټگوري انسان بولي اوښځې ته هغه حق چي ددوي  په مذهبی  عقيده  کښی تسجيل سوئ نه ورکول کيږي .ډير خو ښځه يوازي دماشومانو دزېږېولواوشحواني غريضودرفع وسيکله بولي اوبس،ځکه خوډير عربی شيخان اودسرمايي خاوندان تل دخوښ ژوند دترېدوپه خاطرله يوه اوبل هيوادليدوپه پلمه روزگزراني کوي اوژوندپه عيش او عشرت کي تيروی  .

ايا دا ظالمانه نده چې نر اوښځې دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت لرې، ددينی احکاموله مخې دواژه دلوي څښتن په وړاندي مسوليت لري ، مگر کله چې دصلاحيت او برابرۍخبره اوياپه ټولنه کښي دکار اوفعاليت خبره راشي بيا ښځو ته ددومې يا دريمې  درجې انسان مقام ورکول کيږې؟؟؟

اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هر چا زيات دښځوسره دژوند په ټولوبرخو کښي زورزياتۍ کيږې،نه يوازي دا چې تر اقتصادې او اجتماعی  استثمار لاندي دي ،متاسفانه تر اوسه لاښځه دسټولنيزپه زياتو برخو کښي دنارينه ودساعتيريوديوې وسيلې دتوکو په دود په بازارونوکې پلورلوته وړاندي کيږې، حتا دولتونه ددوي پر عزت دتيری په خاطرله دوينه ماليه اخلي او يايې زيات شمير دژوند داسي شرايط لرې چې مجبورېدي ځانونه اوخپل عفت د جنسي وحشيانودرانيولوبازارونوکې خرڅلاوته وړاندې کړې .

 زما په نظر تر اوسه لا دبشري ټولنې نارينه  اړخ پدې ندې توانيدلۍ او يا نه غواړي دې حق اوحقيقت ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواو بې عزتيو څخه وژغورې .اخير! ښځه هم انسان اودنارينه غوندي په مذهبی لحاظ دخداي اوپه سياسي توگه دټولنې په وړاندي دکار حق او مسوليت لري  .

دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړيوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښې تر ((45)) زرو زياتي خويندي او ميندي خپل خوږ ژوندلاسه ورکوې.دا ځکه  چې  په هر ثانيه کښې يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنيزژوندکښي تر تهديدلاندي ده، نور يې تاسې لوستونکې وشميرۍ چې په ساعت ،ورځ ،هفته مياشت او کال کښي ئې شمير څو سوه زرو ته رسېږې ،داناورين په ټوله نړۍ کښي پر ښځوحاکميت لري .

زموږ په هيوادکي دښځو سره چال چلندبياديوشميرزياتونورو هيوادودښځودژوند تر شرايطو زړه خوږ نه ونکۍ دئ ؛ ځکه دلته  دود ،دستور ،عنعنات اونورمعين تاثيرات   تر بل هر هيواد زموږپه وطن کښي  زيات مسلط دۍ ،کله کله له مذهبي عقايدو څخه هم ناوړگټه اخیستل کيږې . زموږ ټولنه يو سنتې ټولنه ده ،زه دښځو په اړوندزموږ دټولنې ديو شميرعنعنودوداودستور سره موافق يم ، مگرمتل دۍ وايې : هرڅه چې ډير شې ضرر لرې،ياوايې : ((هر چه ازحدگذرد رسوا شود))،کله کله زموږ په ټولنه کښي ځيني واکداران او دپيسو خاوندان له دود اودستور نه داسي څه  جوړ کړې چې پلې کول يې دوجدان له مخي غير عادلانه برېښې ، دبيلگې په توگه لکه د (( نهه » کلني ياترهغې  وړې انجلۍ او يا ځواني  پيغلي  يوه ((۵۰ اويا۶۰  »کلن سړي ته په نکاح کول ،خير دۍ که دا صاحب ډيرې پيسې او يا واک لرې ،خوهغه دچاخبره داانجلۍ هم خداي لري ، يعني دخداي بنده ده يو څه رحم خوپرې پکاردۍ ،متاسفانه زموږ په ټولنه کې داډول له بدبختيو نه ډک دودتر اوسه پخپل ټول قوت پر ځاي پاته دۍ .

 ددې ليکنې ډير لوستونکي داسي فتواگر اوديني عالمان ،ياهم پاټکسالار پېژنې چي دوهم ،دريم اوياڅلورم واده ئي دخپلې ټولې عياشی سره تر ده له ۳۰ يا ۴۰ کالوځوانې انجلۍ سره کړئ دي،يعنی ښاغلی شپېته کلن خو حتا ۱۶ کلنه ئې کړېده .

که ډله ايززورسنيوته مراجعه وکژونودانه راته ثابته شې چې يوازي زموږ په هيوادکښي ((نهه کلنې  اوحتا ترهغه وړې )) انجونې سپينږيرو ته  د دوداودستوردمراعت کېدوپه نوم په زور ودېږې .

څېړنې څرگندوي چې له ((60)) نه تر ((80)) په سلو کښي داانجوني بايددجنسي تجاوز فشار تحمل کړي کله چې داماشومه ونشي کولاي په دوامداره توگه تجاوز تحمل کړې له کوره فرار کوي اوبل چاته پناه وړې ، دغه وخت دۍ چې دهغې جزابيا وژنه ،ځان سوځونه او ياسنگساردۍ . دکوم انصاف او عدالت له مخې ومنل شې چې ښځه ياپيغله دې په بدۍ کې ورکړه شې ؟ ددغي ښځي څه گناه ده ؟جنايت او قتل نارينه کړی اما ښځه يې جزا ويني ،دا کوم عدالت او انصاف دۍ ؟؟ زماپه عقيده دښځوسره داډول چلند داسلام دمقدس دين ، بشری عاطفې او انسانيت خلاف کاردۍ . له بدمرغه د1992 زکال نه راپدي خوازموږ په هيوادکې نورهم دښځو جونگړه  اوحريم چې په حقيقت کې زموږ اوتاسونږدې ترين کسان گڼل کيږې دزيات وخت لپاره تياره شو، او بدمرغۍ يې ورځ تر ورځی نور هم زياتېږي . دټوپک سالارو جنگ سالارو ،دزور او زرخاوندانو لخوا دښځو سره ناروا ،ظالمانه  او له انسانی حقوقو خلاف چلنداو پر هغوي جنسي تېرۍ، دښځوسپکاوۍ، دهغوي پر مخ دښخوونځيو او عالي تحصيلاتو دروازو خلاصولو پر وړاندي په يوه اوبل نامه اوبهانه  مخالفت ،هغوي له دولتي او ټولنيزو گټورو کارونه  گوښه کول ، په ورخو کښي دنارينه و سره يو ځاي پر کارکولو  بنديز لگول، ښځه بيله محکمې سنگسار ،تيرباران او يا دخلکو په مخ کې په دورو وهل ، په راډيو او تلويزيون کښې دښځود سندرو او د ښځو په اواز او ياپه تلويزيون کې دهغوي دراښکاره کېدو سره دمذهب له نامه څخه په ناوړه استفادې سره جالب مخالفتونه  او په سلهاو نورې وحشيانه کړنې دا وې هغه تحفې چي له پاکستان ،ايران او عربي هيوادو نه تنظيم سالارو،قوماندانانواوهغوچي غواړي دډيرې مودې لپاره پر دسولتي واک پاته شی افغانې ټولني او ښځو ته له ځانه سره افغاني ښځوته ته دډالی په توگه راوړې .

دا چي دوي پخپله ياددوي قوماندانان او پلويانو ((16 )) کلنه انجلۍ ” 70 ” کلن سړي ته دڅلورمي ښځې په نامه په نکاح کوي ،دا دخداي لار ده؟ همداوس هم هر قوماندان او دواک خاوند چي زړه يې وغواړي او کومه پيغله ئې خوښه شي هغه دټوپک په زور په نکاح کوي اويابيله نکاح کولوله هغي نه استفاده کوې .

 ايا دا بي انصافي نده چې ښځي ته په ميراث کې برابر حق نه ورکول کيږې ؟ پر ځاي ئې ويلي ((اگر اين مکتب است واين ملا حال طفلان خراب ميبينم ))  په نړۍ کې هر کال په لسهاو زره ښځي دناموس وژني قربانې کيږي چي افغانستان په هغه کې لمړۍ مقام لري ،اياهمدا اوس چي په هيواد کي زموږخويندي په ځان سوځونه لاس پورې کوې دا ددو ي سره دښه برخورد او چلند ثمر دۍ ؟ او که ددوي سره دوحشيانه او ظالمانه کړونو نتيجه او بيلگه ده ؟

ددغه شان ظالمانه  کړنو په پايله کې زموږ دخويندو لوي اکثريت روانې شوک ليدلۍ ،داچې اوس تر نيمايې زياتي په روانی ناروغۍ اخته دي، دغه ځواب به څوک وايې ؟ ايادا دبشردحقو قو او انسانيت پر خلاف بربنډ تيرۍ او تجاوز ندۍ؟

له بده مرغه دطالبانو دحاکميت تر ړنگيدو وروسته يوځل بيا هغه چا ته واک ورسيد چي دوطن په خرابيدو تر هر چا ښه پوهيږي ،په دولتی ادارو او پارلمان کې هغه کسان  غوښنه برخه لري چي غواړي  حاکميت هميشه ددوي پلاس کې وي ،متاسفانه دوي وتوانيدلاي شول دوطنپرستو او دموکراتوځواکونو له ضعف اوبې اتفاقيو څخه داسي گټه پورته کړي چې ددولتي امکاناتونه په استفادې سره پر افغان ولس داسي مسلط سي چې هغوي اوس ځان ترې نسي خلاصولاي  .

که څه هم د اساسي قانون په ” 22 ”ماده کي واضح راغلي چي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري” ،اودهمدي قانون د دوويشتمي مادې په يو جز کي راغلي : ((دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي اوساتنه مکلف دۍ .)) متاسفانه په اوسنې حاکميت کښي داجنابان دقانون ددغو مادو لکه دنورومادسو تفسير بيا هميشه په خپله خوښه اودخپلوغوښتنو دپلې کولو په گټه کوي،کله چي يې زړه وغواړي په راډيو او تلويزيون کي دښځې پر اواز بنديز لگوي ، کله کتابونه او مجلې څيری ،او کله کله بيا ليکوال او ژورنالستان  پرخپل سر زندان ته ليږي اوترټی تر څو داسي وډار شې چې بيا په ژوند دحق ، عدالت دموکراسۍ اويادښځو اوانسان دحقوقو نوم پر خوله وانخلې . زموږپه هيواد اويوزيات شمير نوروهيوادونوکښي هغه ښځه چي دخپل حق څخه دفاع کوې په کفر تورنېږي يعني .داپدې معناچي تر اوسه په خپل ټول ځواک او واک تلاښ کيږي ترڅو په هيواد کي ددموکراسی اوټولنيز عدالت مخه ونيول سي . پر ښاغلي کرزي صاحب دامريکايانواو نړيوال ائتلاف له ډاره دکفر حکم نشي کولاي که نه پر هغوبه يې  هم صرفه نه واي کړې .

ددې لپاره چي زموږ په هيواد کي افغان ولس دموکراسي خپله کړي اوددمو کرا سۍ ريښي دومره قوي شي چي ددموکراسۍ کورني او بهرنی بنسټپال دښمنان ونشي کولاي دخپلو نوکرانو په وسيله دموکراسۍ پر وړاندي گواښ شي اويادغه بهير له خطره سره مخامخ کړي تر اوسه لاډير وخت پاته دۍ .

دغې موخي ته درسېدو لپاره دافغان ولس دملي مصالحو اوگټو دساتلو،په هيواد کښې د بنسټپالۍ اونړۍ وال تروريزم دزاله گيو دورانولولپاره ملي مبارزې اونړيوال ملاتړته جدی اړتياليدل کيږي .

ددي لپاره چي زموږ دهيواد پوره نيمايې وگړو يعني ښځو ته د ټولنې په اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کي دفعال حضور او ونډي اخيستنې امکانات برابر شی  لازمه بريښي دولتی مشراتابه ښځوته دقانوني  حق ورکولو اوداجتماعي ژوند په ټولو اړخونو کي ددوي دونډې قانوني حق خوندي ساتلوپه برخه کي عملي  اوکوټلي گامونه اوچت  کړي،تر څود همدغو قوانينو په برکت دهغوې پر طبعي حقوقو له تيرې او تجاوز څخه دا سړي وژونکی او دبشر دحقوقو حرفوې دښمنان لاس پر سر شي .

زموږ دهيواد هره غيرتی اوپتمنه ښځه بايددځينو زور واکو له فتواگانو نه خلاصه  شي؛ څرگند حقيقت دادۍ که په يو هيواد کې قانون وي اودهغه  پلي کېدوته ټول ژمن  وي، دفتوا گانو و صاديريدو ته ځاي نه پاتېږي  .

که په رښتيا سره اوسنۍ حاکميت اوپه ځانگړې توگه ښاغلي کرز ی غواړي چي په هيوادکې زموږ خويندي اومندی له ظلم او اسارت نه خلاصي شې پرځاي به وي چي دحاکميت په وروستی کال  کښي دښځو سره د برخورد مسله ترخپل نظارت او خاصي پاملرني لاندي ونسي . ښځو ته دوزارت اوولايت مقام ورکول ،يا پارلمان ته ټاکل ښه او نيک کار دۍ ، مگر دابايد هيره نشې پداسي يو هيواد کې چي دنړۍدخوارو اوغريبو هيوادوپه قطارکي لمړنۍ  هيواد راځی دغه څو دولتې مقامونه اوياپه پارلمان کښي دښځينه استازو شتون به د هيواد تر((څورلس  )) مليونه زياتو ښځوچي (( 90 )) په سلوکي  نالوستې دي کوم درد دواکړي؟  لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپرا مختيا لپاره بيله کوم  ډار نه غښتلي اوعملی گامونه اوچت شي .

دايوروښانه حقيقت دی چې زموږ دهیواد ښځې دنړيوالو بشرې سازمانو،يونيسف،يونسکو او ملگرو ملتودسازمان د ځانگړو پاملرنو او قانوني ملاتړ ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې .

په اساسي قانون کې دبنيادې تغيراتو له مخې بايدد ښځوخرڅول،دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بې دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ، په بدو کې دښځي او انجلۍ ورکول ، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تېرۍ، دښځو جسمي، رواني ازار ،دښځوسنگسار، تيرباران ،اعدام او په دورو وهل، په زور اوجبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول اوداسي نوري نارواکړنې چي په هغو کښې انساني کرامت تر پښو لاندي کيږي منع او دانساني کرامت خلاف اعلان شي .

ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو اومؤسسو کي دنارينه و سره دگډکار حق ، په مرکز او ولاياتو کي دمور او ماشوم دحمايي په منظور ځانگړو  ادارواو په ټول افغانستان کي د امکان تر بريده وړکتونو نه اوماشوم ته دشيدو ورکولو ځايونو جوړول،په وزگار وخت کي دښځو لپاره ددوي په گډون دسالمو فعاليتونوامکانات برابرول او دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو جوړول ملي ارزښت لري .

داچې په افغانستان کې دمنځنيوپيړيو دوديزو مناسباتود ميليونوانسانانو دژوندډول او شيوه دمنځنيوپېړيو تر کچې راکښته کړې،همدا لامل دۍ چې اوس زموږ په هيواد کښي مينه جرم اوخپله خوښه ښکاره کول جنايت گڼل کيږې ، دسرغړونکې جزايې سنگسار، ان وژنه اويا ځان سوځونه ده .

درنو خويندو او ميندو!

زموږ په هيواد کښي هردسالم وجدان څښتن ستاسو په ستونځوپوه او ستاسو سره له هرې خوادناوړه کړنوپه وړاندی ملگری دي .

درنو خوندو! په يوه خبره موبايد غوږ ونه ښه  خلاص وي او باور ولر ۍ چې هيڅوک په خپله خوښه ستاسو له لاسه وتلی حق نه درکوي اونه چاته تر اوسه دبشريت په تاريخ کې حق په  ډالۍ کښي ترلاسه کړی دي .په سياست اوسياسي مبارزه کي چي انسانان ئي په ټولنيز ژوند کې دخپلو حقوقولپاره دقربانۍ تر بريده پرمخ بيايي موخه یې داده چې خپل رواحق ترلاسه کړي  . زماداخبري کوم وسله وال پاڅون ته ستاسودهڅونې معني نلري ،بلکې په هر شکل چې کيږې بايد خپل حق ترلاسه کړیاودافغانستان په راتلونکي سياسي بهيرکي معين ځاي ولری . هغه چې همدااوس دسوادله نعمته برخورداره ياست دقلم او بيان په مټ بايد په نه ستړې کېدونکو تلاښونوسره خپل روا او انساني حق  تر لاسه  کولوغوښتنه  وکړۍ ،دهر ډول ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کښي دمعقولو لارو چارو، دنړيوالومرستواوملاتړ  په راجلبولوسره مقاومت وکړۍ .

له بدمرغه اوسنی دولتي چارواکي چې دښځو او ماشوم دحقوقو ددفاع ډبره په ټټر ټکوی خپل ولس اونړيوال غولوي،په ځانگړې توگه اوس چي يوکال د جمهوري رياست دټاکنولپاره پاته دی تاسوبه دښځودحقوقوددفاع داسي نارې سورې واورئ چې خپله به ورته حيراني پاته شئ، خودا حقيقت نه بلکي انتخاباتي کمپاين دی په ځانگړې توگه دهغولخواچي داڅوکاله په دولت کي واکدارپاته سوی وه اودښځودحقوقوپر شعاروئي سياسي معاملې کولې .

زموږ  په نظر ټول سياسي اوټولنيز سازمانونه چې په خپلو کړنلارو کښي دعدالت او ټولنيز انصاف خبرې کوې او ټول هغه دقلم او سالم وجدان خاوندان چې مور ،لور اوخور  ورته گرانه وي په خپل ټول توان اوطاقت بايد په رښتيانۍ بڼه دښځو لپاره دسالمو ازاديواو په ټولنيز ژوند کښې هغوي  ته درناوي اونارينه وو سره دگډکار او فعاليت امکاناتو دبرابرولپاره له هيڅ ډول زيار او زحمت څخه  ډډه ونکړي .

دابايد هيره نشي چې ښځه هغه څوک دۍ چې زه او ته يې دنياته راوړي يو، شپه ترسهاره يې په ويښه تير کړې،دجان ،جان  په ويلو سره ئې په پاکوشيدو روزلې يو . داښځه ده چې دنارينه سره په گډه دکورنۍ او ټولنيز ژوند بنسټ جوړوي ،په غمونومو غمجنه اوپه ښاديو مو خوښه ده . داښځه ده چې نارينه ته دصبر ،زغم او تحمل مشورې ورکوې .همدا ښځه ده چې نارينه دغيرت ،وطن اوناموس ساتلو په لار کې سر ښندنې او قهرمانيو ته هڅوې .همدا ښځه ده چې په مځکه کښي قلبه درسره کوي ،دوکان کوي ،ددفتر مامور يت اوياپه بل کار مصروفه وي خوددې ترڅنگ دا ستا دکور ټولې چاري داسي سمبالوي چي نارينه کورته په راتگ سره هره ستومانې اوخفگان  هير کړي . ښځه مور ده ، تر مور مقدس څه ماته نه معلوميږې . داچي يوڅوک ئي توهينوی داديوبل چامور اوخور يالورده ،فکروکړۀ چي ستادخپلوانوسره هم پدې غير عادلانه  ټولنه کښي ورته کړنه اوچلندکيږي .

راشۍ نورددغو وحشتونو ،ظلمونو او تيريو پرخلاف ودريږ وکوم چې زما اوستاپه ژونداوعزت پوري مستقيم تړاو لري. په هر اندازه چې زموږ په ټولنه کې ښځې ته دقدرپه سترگه وکتل شي اوپه ټولنيزوکاروکښي دنارينه سره برابر او ددوي دتوان او خوښي له مخې دگډکار زمينه  ورته برابره  شي په هغه اندازه زموږ د هيواد پرمختگ کاروان چټک پر مخ درومی اوشمله مو په نړۍ کښي اوچتيږې .دابايد شرم اوعاروگڼوچې دقدرت او دولتي څوکيو پر سر دتاوتريخوالي په پايله کښي په  سلهاوو زره افغاني ميرمني دپاکستان ،ايران ،هند ،روسيې ،منځنۍ اسيا ،اروپااو امريکا په هيوادنو کښي دجلاوطنۍ  شپې او ورځي تيروي؛ هغه هره لهظه دغه سوال ته جواب ورکولو ليونۍ کړې ده چې اولادبه يې په کومه ژبه خبري اودکوم کلتور پيرو ي به کوي .

دا کاملا درواغ اوبي ځايه خبره ده کله چې ښځې خپل حق غواړې يوډله ددغو غوښتنو تعبير دمنځنيو پېړيو په دودکوې اويا ښځو ته دحق او آزادی ورکول بداخلاقيوته دهغوي هڅول گڼې . په حقيقت کښي لوږه ،وزگارتوب ، په کور او ټولنه کښې دښځو سره سپک اوناروا سلوک  هرومروهغوي نه تنها ځان وژنې بلکي ځان خرڅونې ته  هڅوي .

دا ورځ که خير ؤ ډير ژر راتلونکې ده چي افغاني ميړنۍ ، پاک لمنې ښځي اوپيغلي به دخپل زيار او نه ستړي کېدونکي تلاښونو او قربانيو په پايله کې خپل حق او آزادي تر لاسه کړي . او په افغاني ټولنه کي به دنارينه و سره يوځاي اويو شان دکار،تعليم ،تحصيل،اوسياست په ډگر کې دفعال اورغنده گډون حق ولري .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه پر افغان چاروکواونړيوالوسازمانو ږغ  کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت  ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وکړی  . موږ پدې باوريو ي چي  په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلندکيږي ،دهغوي پر انساني  حقوقو تيری يوه معمولي  بڼه اختيارکړېده ،په افغانستان کې دافغاني ښځو دژوند اقتصادي ،سياسي ،اجتماعی اوفرهنگی حالت دزورېدو ورستيومرحلوته رسېږي ،که دغه حالت ته ژوره او عاجله  پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري  ناخوالي له ځان سره ولري  .