د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستردولتونه بايد ستري لوبې وکړي

حبيب الله غمخور 05.03.2013 01:45

په تيره اونۍ کښي افغانستان  ته د هند د ملي امنیت سلاکار دسفرپه هکله  په ډله ايزورسنيوکښي رنگارنگ خبري ترغوږوسوې .دولتي نشراتود هند د ملي امنیت سلاکار سفراودښاغلی کرزی سره ليدنې خبر داسي خپورکړچي گوياد ددواړوهيوادونوترمنځ دسياسي،اقتصادي اوفرهنگی اړيکوټينگولوباندي دخبروپه هکله  ئې کابل ته سفر کړی .

خوددې ترڅنگ داسي خبرونه هم په  په ډله ايزورسنيوکي خپاره سول چي،د هندد ملي امنیت سلاکار به په کابل کې د افغان  ولسمشر سره  د افغانستان پر راتلونکي مشرتابه خبرې کوي . اوهمدا ډول به نوموړی د دغه هیواد له جګپوړو چارواکو سره له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته اندېښنو او چلینجونو په اړه وږغېږي .

افغان رسنۍ  بيا د انډیا ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ليکي چې : ((د هند د ملي امنیت سلاکار شیوشنکر مینون به له کرزي او نورو افغان چارواکو سره د خبرو تر څنګ له هغو شخصیتونو سره هم وویني چې هند فکر کوي د افغانستان راتلونکي مشري په لاس کې اخلي او یا د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې مهم رول لوبوي . ظاهراً د ورځپاڼې اشاره عبدالله عبدالله او د شمال د پخوانۍ ټلوالې نورو ډلو ته ده چې ګومان کېږي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې به بې رقیبه ګټونکي وي .)) تاند

ترهرڅه لمړی بايد دې ټکې ته اشاره وکړم چي دافغانستان اوهندوستان ترمنځ دښو اودوستانه مناسبات  ډير اوږ د تاريخ لري . زه ددې مناسباتو تاريخي رښې اوس نه راسپړم ځکه دليکنې موخه دانده ،بلکي لازم ئي بولم دهغې ورځې چي دهندله لويي  وچي نه دانگليسي استعمار کمبله ټوله سوې اوپه ۱۹۴۷ کال هندديوه خپلواک هيوادپه توگه دملگروملتو دسازمان غړېتوب ترلاسه کاوه افغانستان لمړی هيواد ووچي ددې وړانديزنه ئي دخپل هيواد ملاتړ اعلان کړ ،ځکه افغانستان يوله لمړنيو هوادونه ووچي دهندوستان خپلواکی ئي په رسميت وپېژندل داخو پرېږده چي دهندوستان دازادي بخښونکی جنبش سره افغان ولس په کومه کچه مرسته اوله هغه نه ئې ملاتړ کړی بې شمېره تاريخي لاسوندونه سته  .که دافغانستان ،هندوستان د ښواودوستانه مناسباتودغه بهيرته نظرواچونودابه ثابته شي چي افغان ولس دتاريخ پدغه مرحله کي په نړيواله کچه دهندوستان غيرتی ولس پربغل درېدلی اوپه هيڅ ډول ئي چاته اجازه نده ورکړې چي دافغانستان له خاوري دهندوستان دوست هيوادپر خلاف استفاده وسي . دطالبانودحاکميت دوره دافغانستان ،هندوستان دمناسباتو بېلگه نسې بلل کېداي ،ځکه هغه وخت ټولواک پاکستاني استخبارات  وه اودطالبانوپه ليکه کښي دهغوکسانوپرخبره چاغوږ نه نيوی کوم چي غوښتل ئي افغانستان له ټولي نړۍ سره دنړيوالو منل سوو مناسباتوپر بنياد اړيکې ولري .ځکه خوبه پدغه مرحله کښي له افغانستان څخه ددې هيواددغيرتی او سوله خوښونکو خلکودارادې خلاف دپاکستاني استخباراتوداعمالواو لاسپوڅو لخوا تيری سوی وي اودهندوستان گټوته به زيان رسېدلی وي .ولي دغه دڅو ورځوسياسي ناخوالي ددو غيرتی ولسونوترمنځ دبېلتون کرښه نشي استلاي اونه ئي بايد وباسي .

داپه هيڅ صورت ددې بېلگه نسو بللاي چي گويا ټول افغانان په ځانگړې توگه پښتانه دهندوستان سره ددوستۍ اوښه گاونډېتوب علاقه نلري .موږ بل مقابل دهندوستان دولتي چارواکونه دجواهر لعل نهرو،گاندي ،شاسترو اونورور ا ورسته ځوانوهندي مشرانولخوادافغانستان سره ددوستۍ اوهراړخيزه مرستودعلاقې درناوی کوو. موږ دې خبرې ته دقدرپه سترگه  گوروچې يوازي پدې ورستيو لسو کلنو کښي تر دوه ميليارډه ډالروزياتي مالي اومادي مرستې دافغان  زلمو روزل  کيږي ،دامرستې زموږ دولس له نظره ليري نه دي اودقدرپه سترگه ورته گوري .

ددې ټکې په پوهېدوسره چي هندوستان په افغانستان کي دپاکستان دسياسي نفوذنه خار خوري اوياداچي پاکستان په يوه اوبله بهانه غواړي دهندوستان اوافغانستان ترمنځ  مناسبات  خړ پړ کړي ،زموږ ولس کوښښ کوی چي چارواکي ئي دافغانستان له خاوري نه دهندوستان پرخلاف دپاکستان اويابل هيواد لاسوهنې زمينه برابره نکړي .

موږ دهندوستان دا تشويش پر ځاي بولوچي تر ۲۰۱۴ کال ورسته کله چي دبهرنيو پوځيانو زيات شميرله افغانستان څخه ووزي  څه به کيږي؟ خوزماپه نظر ددې تشويش  دحل اساسی کلي زموږ دولس اودلته دډلو ټپلوسره نشته ،بلکي  په افغانستان کښي دښکېلوهيوادونودگډې مشورې اوگټوددفتر د ميزپه جابه کښي ده .دا چي اوس په يوه اوبل نامه دافغان چارواکواونړيوالو ټولنې لخوا دسولي اوثبات دراوستولپاره دملي پخلاينې ترنامه لاندي  سردرگمه منډي ترړي رواني دې کله په قطرکي دفتر پرانيزي اوکله بيابندېزونه اوشرطونه پرې تپي ،ياداسلامی کنفرانس دجوړېدوغيرعملي اوله نړی وال دودنه خلاف ناکامه هڅی پيل کړي چي کله ئي پاکستاني چارواکي په نېغ په نېگه خنثاکړي اوکله هم دخپل روزل سوی اجنټ ملا طاهر اشرفي په خوله هرڅه دخاوروسره برابرکړي ،تراوسه زموږ لپاره هم سوال دي .زموږ ولس دخپل دولت چي بهرنيان ئي شاته ولاړدي پدغوشعارونواوبې مسوليته څرگندونو،پټواوناکامه منډوترړوتراوسه نه پوهيږي .

موږهم لکه تاسو پدې تشويش کښي يوچي ترراتلونکی کال وروسته به پدې ملک کښي کوم ډول سياسي نظام مسلت وی اوبهرنيان به دچاپر اوږه لاس کښېږدي .داچي کرزی صاحب دواړي پښې په يوه موزه منډلي اوپه ټول قوت دخپلوگټو لپاره  ددې هيوادپر ټولوتاريخي افتخاراتواوملي گټوبربنډه سوداگري کوي داخوپر خپل ځاي پرېږ دئ .

خوددې ټولوتشويشونواودافغان ولس دغليمانو هڅواوسياستونوته په کتوسره موږ دهندوستان غوندي هيوادله سياسي اودولتی ځواک نه داهيله نلروچې دومره وارخطاشي چي دچارواکوسفرونوموخه ه ئې دلته ديوشمير ډلو ټپلوسره چي په تاريخ کښي آزمويل سوی اودافغان ولس په منځ کښي ئي اعتبار له لاسه ورکړی ليده کاته  لپاره تنظيم شي . داډول سفرونه اودچارواکوليدنې کتنې  زموږ دولس ترمنځ داختلاف پراخېدوتر څنگ داوايراني اخوندانواوپاکستاني استخباراتودپراخي لاسوهنې  لپاره زمينه برابروي .

بايد دا گيله وکړوچې زموږ  ولس ديوې ډله ايزي رسنۍ (د انډیا ټایمز ورځپاڼې) په خوله داډول تر وخت وړاندي اوبې مسوليته څرگندونې زموږدملي گټوسره په ټکرکي بولي .
دابايد په ډاگه وويل سي  چې تراوسه نه شمالي ټلوالي اويابل کوم تنظيم خپل کانديد اعلان کړی اونه هم افغان ولس پرېکړه کړې چي هغوي دي يوځل بيادتير پشان شمالي ټلواله چې په څونومونو دافغان ولس دغولېدولپاره  فعاليت کوي خپل مشران وبولي  .
داچي په رسمی بڼه تراوسه لا نه چا ځان ټاکلی اونه دټاکنولپاره تبليغاتي کمپاين پيل سوی ، نوهندي چارواکي ولي دډله ايزورسنيوپه نوم ديوې پېژندل سوی او آزمويل سوي ډلې لپاره ډاډول تبليغ کوي : ((د هند د ملي امنیت سلاکار شیوشنکر مینون به  له کرزي او نورو افغان چارواکو سره د خبرو تر څنګ له هغو شخصیتونو سره هم وویني چې هند فکر کوي د افغانستان راتلونکي مشري په لاس کې اخلي او یا د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې مهم رول لوبوي . ظاهراً د ورځپاڼې اشاره عبدالله عبدالله او د شمال د پخوانۍ ټلوالې نورو ډلو ته ده چې ګومان کېږي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې به بې رقیبه ګټونکي وي .))

 داڅرگندونې نه يوازي داچي دتل پشان دشمالي ټلوالي لپاره کمپاين دی بلکې دا ډول وړاندوينه زموږ په کورنيو چاروکي لاسوهنه بولو .زموږ  نه غواړو دهيوادپدې نازکو اوحساسو شرايطوکي داسي دوست هيواددولتي چارواکو لخوا لکه هندوستان ددپیلوماسی آس دا ډول قمچينه کړي چي يوازي  دشمالي ټلوالي دگټوبار ترمزله رسوي . اميدواريم چي هندی چارواکي زموږ دهيوادپه سياسي، پوځی اوټولنيزوحالاتو،کړکېچونو اوباريکيو خبروي اوددوستۍ داحساس  پر بنيادزموږدهيوادملي گټواوملي پرېکړوته درناوي ولري ،پر يوه اوبل قوم ياپرېوې اوبلې ډلې باندي دپخواپشان تکيه به ناکامه دپلوماسی اودولسونودليري والي لامل سي .  

که دپاکستاني چارواکو اويا ايراني اخوندانو په دود زموږ ولس تر خوږگوته ونيول سي اودارادې خلاف ئي پريوه معينه ډله تکيه وسي نوداکار به نه يوازي داچي دهندوستان سره داړېکوپه وړاندي حساسيتونه راوپاروی اوهغه دچاخبره اوبه به دپاکستان پر ژرنده سپري کړي ،بلکي داسي  ناوړي پايلي به ولري چي دهيچاپه گټه به نه وي  .

دهندوستان دولتی چارواکي اومشرتابه په افغانستان کښي دپښتنو رول ،دريځ،تاريخ او ارزښت ته ديوه لوي هيوادپه توگه چي په سيمه کښي دډموکراسی عالي ځانگو بلل کيږي جدي پاملرنه  وکړي ، دابه لويه تيروتنه وي چې لږ  پر ډيرو دحاکم کېدولپاره په هغوهڅوکښي ملگری سي کوم چي داڅولسيزي زموږ دغوڅ اکثريت ولس دارادې خلاف اودهغوي دځپلولپاره  زموږدخاوري دپېژندل سو دښمنانو لخواپر ې تحمليږي .

هندوستان اونړیواله ټولنه بايد پدې پوه وی چي په افغانستان کښي اوسنيو ناخوالور ېښه دپښتنوله کوره نده راټوکېدلې ،بلکي دپښتنوپر تاريخ ،اوافتخاراتوتل سياسي سوداگری شوې .يوځل ئي روزی او چې کله ئې روزل سوی پکارنه وي نوبيائي دلمځه وړلوپه پلمه پښتانه  هم ورسره يوځاي له منځ وړي .

تاريخي پښې پدې څولسيزوکښي ددې شاهدي ورکوي چې ددوستۍ اودفاع ترنامه لاندي پښتانه دهرڅه نه بې برخې ساتل سوی يوازي ټوپک استعمال ته هڅول سوی دی .متاسفانه که پدې غيرانساني حرکت اوهڅوکښي زموږ گاونډيانوداسلام پاک دين له اساستونه دځان په گټه  پراخه اوهراړخيزه استفاده کړې ، دپښتنوپه منځ کښي ئي نوکران روزلی او رانيولي دي ،متاسفانه  دپښتنو پر خلاف  ئي همدا تش په نامه پښتانه  چارواکي استعمال کړي دي .

زماپه باوردهندوستان پشان سترهيواد داډول وارخطايي اوياترهرڅه زيات خپلو گټوته پاملرنه ددې لامل گرځېدلې چي دهندوستان ددغه دولتی چارواکي تر سفر وروسته په جاپان کښي دجاپان ټایمز : د افغانستان د تجزیې ګټې او تاوانونه څه دي؟ ترنامه لاندي يوه بله حيرانونکې ليکنه خپره سول . زه اوس ددې ليکنې پر ټول متن باندي بحث نه کوم خوداټکي چي دوي ليکې : ((جاپان ټایمز وايي، اوس چې له کلونو راهیسي اقلیتونه کورواکي لري، د پښتنو تر تسلط او اغېز لاندې له راتلو سره به په قوت مقاومت وکړي .د ورځپاڼې په وینا دا ځل اقلیتونه ښه مسلح دي او په اردو او نورو امنیتي ادارو کې پوره قوت لري.له بلې خوا پښتانه به، له قبیلوي اختلافاتو سره سره په دې راضي نه شي چې یوازې په پاتې ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو قناعت وکړي.))دافغانستان سره دمرستې اودوستۍ بېلگه نشم بللاي .

ددې ليکنې ناخبره اوپه افاقی معلوماتولغوړن ليکوال پدې نه پوهيږي چي دده ليکنه نه يوازي داچي حقيقت نلري بلکي دهمدغو وړو قومونوغوڅ اکثريت پدې پوهيږي چي واحد افغانستان ددوي کوراوپدې کورکي يوشان عزت لري . داڅودبهرنيو اوگاونډيوپلاس جوړسوی سياسي سوداگراوتش په نامه مشران دبهرنيواستخباراتی کړيولخواپه پټو اوښکاره افغان دښمنه لوبوکښي دومره لوبول سوی چې اوس دهمدې قومونوپه منځ  کښي بېله وسلې اوټوپک نه ځاي نلري .دافغانستان ويش خوب اوخيال دی چي کله چې ديوه اوکله ئي دبل هيوادلغوړن ليکوال اوځني سياستوال ويني .

زه خپله ليکنه پدې ټکورالنډوم ،موږ ددې ټکې په پوهېدوسره چي هندوستان  لکه بل هر هيواد په ادفغانستان کښي خپلې گټې لري ،دهندوستان ددوست هيوادنه په افغانستان کي نه يوازي داقتصادي اوعلمی گټوروهڅو چې گټې ئې دواړوخواته رسېږي ددوام هيله لرو،بلکي له دوي نه غواړوچي دهندوستان غوندي هيوادله هغوتجريبونه زموږ ولس خبرکړی کوم چي  شاوخوايوميليارډانسانان چي په مختلفو قومونو،نژادونواومذهبونوپوري تړلي ددوستی او ورورگلوی په فضاکښي بې مثاله  ژوندکوی . هندوستاني مشرتابه بايددبې پرې سياست په خپلو اوپلي کولوسره ټولو افغانانو ته په يوه سترگه وگوري ، ټول ملي وحدت اويووالي ته راوبولي .داډول هڅې اوسياست به زموږسره درښتيانۍ دوستۍ يوه روښانه بېلگه وي چي دواړه ولسونه به پرې وياړي .ومن الله التوفيق