د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم سرئې راټينگ کړو

حبيب الله غمخور 18.03.2013 03:03

ښاغلي کرزی ته  په تکرار وايو په خپلو خبروکې ملي گټوته پام وکړه اوديپلوماسی خپله کړه . دهغه  بې مسوليته اوډيپلوماسۍ له چوکاټ نه وتلی  ويناداستان لا زوړ سوی نه دی چې دادۍ نن دمارچ په ۱۲  مې دبي بې سې پښتو ويب پاڼې پر ټنډه دابل دپېغورنه ډک خبر ولوست چې دښاغلي کرزی  دوهم مرستيال  تر هرات  وروسته دادې نور گلان اوبوته ورکړه ،وايي : ((افغان پولیس په خپلو ګاډو کې قاچاق کوي .))

بي بې سی دښاغلي خليلی پر وينا چې  په کابل کې  په نشه یي توکودروږدو کسانو د درملنې د يوۀ درې سوه بستريز روغتون دپرانستې د مراسمو غونډې ته کړې وه دلنډي تبصرې په لړکې ليکې :گڼ شمېر افغانانو له پخوا راهيسې داسې تورونه پورې کول چې گواکې د نشه يي توکيو په قاچاق کې حکومتي چارواکي ښکيل دي .خو اړوندو افغان چارواکو په پرلپسې ډول دا تورونه ردول او په دې برخه کې يې د لاسوندو د نشتوالي خبره کوله ،خو دا دې اوس د ولسمشر حامد کرزي  دويم مرستيال کريم خليلي، ډاگيزه کړه چې حکومتي چارواکي هم د نشه يي توکيو په کاروبار کې ښکيل دي وايي ا ن دا چې په رينجر گاډو کې هم نشه يي توکي لېږدول کېږي . bbc

ښاغلي خلیلي زیاته کړه ()چارواکي نشه يي توکي ويشي او هيڅوک يې مخه نه شي نيولاى .((  چې داړنده ادارامنيتی ادارې  دگېلې نه وروسته يې ټېليفون کړ ی  چې سمه ده دا پوليس نه دي .خو دا معلومه ده چې په رينجرو ګاډوکې نشه يي توکي لېږدول کېږي .) ډيره جالبه وايي عذر ازگناه بدتر ، نودجمهوررئيس  يومرستيال ولي داسي خبري وکړي چې یوساعت وروسته خپله خبره واخلي او وايي په ((په رينجرو ګاډوکې نشه يي توکي لېږدول کېږي )) سوال دادی چې دغه اينجرگاډي په چاپوري اړه لري اوچې تاسودججمهوررئيس ديومسرتيال په توگه پرې خبرياست ولي ئي مخه نه نسئ ؟

څنگه افغان ولس ډاډمن سي چې ددوي  دولتي مشرتا به لکه  ښاغلي خليلي صاحب داهم  مني اوپه خپله ژبه اقرارکوي وايي  :(( دنشه يي توکوپه سوداگری کښي اخته اساسی مورې نه نيول کيږي ،داچي دوي په دولت کښي دننه حمايي کېږي  داجلاخبره خبره ده اوياداچي دپيسوپه مقابل کښي نجات مومي دابله خبره .))دژوندون تلوېزيون خبري دخليلي وينا

ښاغلي خليلی صاحب دهيواد ددوهم کس په توگه دااعتراف پداسي حال کښي کوې حې دا څوکاله دنړيوالي ټولنې په سلهاو ميليونه ډالره دنشه یي توکوسره دمبارزې په نوم گويا مصرف سوی دي اوددې مصرف سوو پيسو گټه داسول چې دملک دوهم سړی اعتراف کوي وايي داچې په دولت کي دننه حمايي کيږې ........... .نوچې تاسو پرې خبرياست ښاغلی کرزی اوښاغلي فهيم هرومروپرې خبردی ،که خبرنه وه تاسو بايد خبرکړي وي .دنړيواله ټولنه ملامته نده چې دافغانانوسره يوځاي چيغې وهی ،وايي دولت په فساد کي ترستونې غرق دی .

دخليلي صاحب تر وينا څوساعتونه وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي خبريالانو ته وويل ستونزمنه ده چې د ښاغلي خليلي ادعا دې ومني، هغه وويل چې دوى په اړونده برخه کې ځواب ويلو ته چمتو دي .

زه پردې ټينگارنه کوم چې دولتی چارواکي دهغه جملې به دکورنيو چارو وزارت له امکاناتونه دنشه يي توکو دتراسپوتېشن لپاره استفاده نه کېږي .دا څوکاله موږ اونړيوالي ټولنې داچيغې وهلې  دچې دکوکنارو کرکېله زياته اودمحصولاتوپه لېږداوسوداگری کښي ئي دولتي لوړ پوړي چارواکي  دنشه یی توکودمافياسره لاس لري . داچي نيول کيږي داهغه کسان نه دی چې دهيروئينوپه پټه اوښکاره سوداگرۍ کې  لوي لاس لري  .

دا لومړى ځل دى چې د کرزی د دويم مرستيال په کچه يو لوړ پوړې چارواکى دي د نشه يي توکيو په کاروبار کې د حکومتي کارکونکو اوان پوليسو د ښکېلتيا خبره په دومره څرگند ډول وکړي .

ددې سره سم دا سوال بې جوابه پاتېږې چې داخو همدا سږ کال نه دی چي دااختراع خليلي صاحب وکړه ،داخو شاوخوالس کاله کېږي چې نشه يي توکو دکرکيلي اوترانسپورت ترشا همدا لوړرتبه دولتي چارواکي ولاړدي،جالبه ده ولې خليلي  صاحب داځوکاله ددې سوداگری ننداره کول؟ ولي ئي ددولتي او قانوني امکاناتونه په استفادې ددې انسان وژونکی توکي دسوداگری اوکرکيلې مخه نه نيول اوجالبه داچې په همدې ويناکښي ئي رينجر گاډي ملامت کړه خودايي څرگنده نکړه چې داپه دولت کي دننه کسان څوک دی چې دنشه یي توکودکاروباريانوشاته ولاړدي .ولې ئي دامسله ددې پر ځاي چې په مېټنگ کښي مطرح کړې داڅوکاله دوزيرانودشوراپه گونډوکښي مطرح نکړه،که کرزی نه ورسره منل اويافهيم لجاجت کاوه هغه وخت به ئي په يوه لويه غونډه کې دافغان ولس پر وړاندي داستونزه سپڼلې واي اوټول به ئې له يوه سره رسواکړي وايي .هغه وخت به په رښتياسره افغانانودخليلي صاحب نه يوازي خبره منلې وايي بلکي هغه به ئې دتل لپاره پرسرگرځولي واي .

اوس  چې يوکال ټاکنوته پاته دی هريودخپل ځان دسپيناوی لپاره پر بل چاتوري گوتې مږ ی ،اوس چې دکورنيوچارو وزير دشمالي ټلوالي سره چې دخليلی صاحب اودهغه دلاري دانډيوالانوملگري دي کوم تړاو نلري اويا ئې دخليلی صاحب  دخوښی خلاف  دخاص روزگان  ولسوالی دعام ولس پېژندل سوی قاتل چې خلک وايي دهمدې خليل صاحب  په کو رکي  څه موده ساتل کېده دنيولوهڅه وسول ،نواوس دلږ وخت په تېرېدوسره دمملکت ددوهم سړی په توگه دماشومانوحرکت کوی اوديوه نوی ټاکل سوی وزيردبدنامی لپاره په مېټينگ کښي دا ډول ماشومانه وياناکوي .ماشومانه وينا ځکه ورته وايم چې خليلي دجمهوررئيس برحال دوهم مرستيال دی،که داخبره رښتياوي نواړتيا ئي څه ده چې ناروغانوته سرټکونه وکړي .دقانون له مخې صلاحيت لري چې فاکټونه دکورنيو چارو وزيرته ورکړی اوداجراتودراپورغوښتنه ترېنه وکړي .

اوس يوه سياسي بزکشی پيل سوې چې کرزی يوڅوک وټاکي،که ئې دفهيم سره مشوره نه وې کړې هغه ئي ديوې لاري نه تخريبوي اوکه ئي دخليلي سره مشوره نه وې کړې نوهغه هم تر فهيم ځان کم نه بولي اوداډول ماشومانه کړنوته مټې رانغاړي،نه يوازي داچې افغانان بلکي نړيوال پر ځان اوملک خندوي .

گورۍ راسئ پردې مسله بحث وکړو!پوليس يعنې دکورنيو چارو وزارت ،که دکورنېوچارو په وزارت کې په رښتياهم داډول ستونزي وې،ولې دوزيرانوپه شوراکي ،ښاغلي خليلي دکرزی خبروته خوله وازه نېولې وي،ښاغلې خليلی هلته دوزيرانو په غونډه کښي دکرزی په وړاندي  بايد دوزيرنه پوښتنه وکړي ،چې رينجر گاډي دقاچاقبرانو په چوپړکشي دي عاجل ئي بايدمخه ونيول سي .خيرکه په خيرات دې مقام ته رسېدلی یې اوس خودجمهوررئيس ددوهم مرستيال نوم  ورباندي پروت دی او ددغې ډول پوښتني اودقانون دپلې کېدو پرچارودنظارت صلاحيت  او مسوليت لري  .

دشرم خبره ده چې له کرزی نيولې خليلي اوفهيم درې واړه په دولت کښي دناخوالونه په مېټينگوکښي  دتلوېزيونی کامرو په وړاندي شکايت کوی .

خلک پوښتنه کوې ښاغلوداچي تاسو شکايت کوی او نارازه ښکاری ،دا رازی اوخوښ څوک دی ؟ ولې ولس غولوئ ؟

که ئې نسئ کولاي شرافتمندانه اعتراف وکړۍ،پرېږدئ چې بل څوک دا پېټۍ تر مز له ورسوی .يوه اونۍ وړاندې همدې خليلي صاحب  پداسي حال کښي چې دکرزی مرستيا ل دی  په هرات کي دشمالي ټلوالي دڅوتنوسره چې ځانونه سياسي اپوزيسيون بولي په جوړ سوی ميټينگ کښي دسولي له فرمايشي کميسيون دکړنواوددوي لخوا دمخالفينوسره په پټو اړېکو اوخبرو خليلی  دهرات ښاريانوته وايي زه پرې خبرنه يم ،هغوي ئي په سر غړونه  تورن او شکايت ئي درلود چې ددې کمېسيون له کارو اصلأ څوک خبرنه دی . نه پوهېږم چې دهرات ښاريان به دخليلي صاحب سره پدې هکله مرسته وکړي اوکنه ! جواب يودی اوهغه داچې نه .زه داسی فکرکوم خليلی صاحب دهغه دولت دتش په نوم سياسي اپوزيسيون دڅو نفروسره دهرات دښاريانوپه مېټينگ کښي خپل گډون ته اخلاقی مشروعيت ورکاوه اودهغوي داخبره چې کرزی هرڅه اودهرچاسره خبري پر خپل سره اوبېله دې چې څوک پرې خبر سي ترسره کوي پدې ډول پېچلو جملوکښي دهغه سره خپل اختلاف څرگند کړ  .

خليلي صاحب !

 نوچي ته وايې زه خبرنه يم اوکرزی وايي زه خبرنه يم او يا وايي په دولت کې ځيني کړئ دسولي دبهيرپه وړاندي خنډونه جوړوي،فهيم صاحب خوکاملأ نوري خبرې اوطرحې لري،نوڅوک  پرې خبردی ؟؟؟

ښه خبره داده چې په دولت کې دجزيرو مشران اودډلو ټپلو مخکښان په زغرده خپل دريځ  يودبل په وړاندي روښانه اوددولتي موقف نه په ظالمانه بڼه دافغان ولس دغولونې لپاره استفاده ونکړي  .داچې دورځې په دولتي ادارو اودشپې دگاونډيوهيوادو د استازوپه گډون په نورو بانډارونوکښي سره مصرف ياست  خداي خبرچې داملت به ستاسوپه واکداری کښي ددې ناخوالونه نجات مومي ،که افغان ولس خپل برخليک ته جدی پاملرنه ونکړی داکښتۍ غرقه بوله  .

زموږ  ولس دنړې والي ټولنې  نه پر همدې  سخت گيله من دی چې داډول کسانوته ئي دولتي مشرتابه پلاس ورکړ ه چې نه په ديپلوماسي پوهيږي اونه هم په دولتداری ،داخوپرېږده چې هر شېبه دخپلو گټوپه خاطرسره ښکر په ښکر وي .

که امريکا اوبهرنۍ ټولنې دبن پدې ناولی کنفرانس کي دا تيروتنه نه واي کړې چې دولتی واک داسي خلکوته پلاس ورکړی چې پرې نه پوهېږي اودملت نه بېگانه دي اوس  به افغان ولس ددې ناورين سره لاس په گرېوان نه واي  اونه به ټولې نړۍ پر موږ خندلاي  .

په رښتيازموږ نه ورکه ده چې کوم سرئي راټينگ کړو؟ ترڅونړيوال هره ورځ راباندي ونه خاندي اودبهرنيو هيوادو عامو ولسونو دسپکاوی،بې باوری اوخندانه خلاص س اودازورېدلی ملت ته ددې تورولاسونوله منگولونه نجات ورکړو .