سړه جګړه یعنی څه
03.04.2013 11:32سړه جګړه
محمد ظهور روښان پوپلزی
سړه جګړه له دويم نړیوال جنګ ( ۱۹۴۵کال) څخه وروسته د برلین دیوال تر نړیدو( ۱۹۸۹ نومبر ۹) پورې له وخت څخه عبارت ده،
وروسته له دې چې د نړۍ لوی دولتونه اټوم ته لاس رسی پیدا کړ، نو يو د بل پروړاندې نیغ په نیغ ودرېدل، دواړو سترو ځواکونو (شوروی او امريکا) چې يو يې له کمونیزم او بل يې له کپېټلېزم څخه پېروي کوله د خپلې بقا په خاطر له نظامي جګړې د ځان ژغورنې په هڅه کې شول.
دغو دواړو دولتونو خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر له رواني او تبليغاتي جګړې، اقتصادي رقابت، سياسي مانورو، استخباراتي شبکو، تسلیحاتي مقابلې، نظامی تړونونو، د وسلو خرڅلا او نورو څخه ګټه پورته کړه. شوروي غوښتل له دې لارې په ګټې اخيستنې په نړی کې د خپلې ايډيالوژۍ (کمونیزم) په خپرولو خپل طرفداران زيات پيدا کړي، خو په مقابل کې يې امریکی هم ورته غوښتنه درلوده او هڅه يې کوله چې کپيټلېزم ته ډېر پلويان پيدا کړي. دغه رقابت کی تر ډیره حده کوشش کیده چې هغه څه چی د یالتا په کنفرانس کې ذکر شوي مراعت شی، څو دغه سړه جګړه په تودی جګړه باندی بدله شي.
دلته لومړی د ځواکمنو دولتونو لاس رسی اټومي وسلې ته تر مطالعی لاندی نیسو وروسته به بيا د سړی جګړی په اړه بحث وکړو:
اټومی وسلی ته لاس رسی څخه تر یالتا او پوتسدام کنفرانسونو پوری:
د دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې ځينو دولتونو هڅه کوله چې اټومي وسله ترلاسه کړي، چې له دی ډلې څخه د المان، دامریکی متحده ایالاتو او د شوروی دجمهوریتونوداتحاد څخه یادونه کولای شو.
په ۱۹۳۸ م کال یعني تر دويم نړیوال جنګ څخه مخکی دوه الماني فزیک پوهانو (اوتو هان او فریتس اشترازمن) وشو کولای چی د یورانیم هسته ايی قدرت کنترول کړی، او یورانیم هغه کیمیاوی عنصر دی چی د اټومی وسلی په جوړولو کی رغنده رول لری چی البرت انشتین هم له دوی سره ارتباط درلود، خو هغه(البرت انشتین) د نازیانو د حزب په قدرت ته رسیدو سره امریکی ته پناه یوړه.
نوموړي د یوی لیکنی په ترڅ کی د امریکی جمهور رییس روزولت ته خبر ورکړ چی المان غواړی اټومی وسلی ته لاس رسی پیدا کړی او يادو دوه عالمانو پری له ۱۹۳۳ م کال راهیسی کار کړی او خبر داری یی ورکړ چی المان د اټومی له ازمایښت لری نه دی.
وروسته له دی چی د ۱۹۴۰ م کال د اپریل د میاشتی په ۱۳ مه جاپان ناروی ونیوله (اشغال کړه)، هلته یی د برګن په سیمه کی د اټومی انرژۍ لپاره یوه تحقیقاتی هډه (دوتریم یعنی آب سنګین) رامنځته کړه.
له الماني علماوو نه یو بل چی د ناروی د (برګن) په تحقیقاتی هډه کی یی کار کاوه هم امریکی ته پناه یوړه او په ۱۹۴۲ م کال کی له اپنهایمر سره یو ځای يې په یوی مخفی تحقیقاتی طرحی باندی چی (د مانهاتان طرحه یی بولی) د اټومی وسلی د لاسته راوړلو له پاره کار پیل کړ.
له بلی خوا د امریکا هوایي ځواک په دې وتوانېد چې په ناروې کې د (اسپیتز برګن) په اټومي هډه باندې د هوايي بريد له امله اټومي وسلې ته د المان لاسرسی وځنډوي.
د کی جي بي، استخباراتي شبکه چی په شوروی پورې یې اړه درلوده، هم په دی هڅه کې وه چی په اسکاند یناوی(دنمارک، سویډن او ناروی ) کې د خپلو جاسوسانو په مرسته د المان له اټومي طرحو ځان خبر کړي خو ونه توانیده.
خو دا چی استالین خبره وه چی په نږدیو کې امریکا د اټومي قدرت خاونده کیږی نو په اکثرو هغو کنفرانسونو کې چی روزولت او چرچیل به پکې برخه درلوده د امریکا غوښتنو ته غاړه ایښوده، ځکه چې د امریکې مرستې ته یې اړتیا درلوده. (چی د هتلر له احتمالی شکست نه به وروسته د اروپا تقسیم په څه ډول وي).
د تهران له کنفرانس وروسته چی په ۱۹۴۳ م کال کی د ډسمبر په دویمه د چرچیل، روزولت او استالین په ګډون پای ته ورسید، امریکا له یوی خوا د ایران له لارې له روسیی سره خپلو مرستو ته شدت ورکړ، او له بلی خوا یی د روسیی د غوښتنی سره سم په هغه هیواد باندی د هتلر د فشار د کمولو په خاطر، روسیی ته په نورماندي کی د یوی جبهی د خلاصولو اجازه ورکړه او ددی په مقابل کی استالین دا ورسره ومنله چی د کمینترن(نړیوال کمونیستی) فعالیتونه تعطیل کړی.
شورویان وتوانېدل چې د امریکا په مرسته استالینګراد یاولکاګراد( دروسیی په جنوب غرب کی پرته د یو سیمی نوم دی) کې المانیانو ته ماته ورکړي او د کریمیا ټاپوزمه او د یالتا سیمه ازاد شو.
د یالتا کنفرانس یا د نړی د ویش ناسته:
د دويم نړیوال جنګ په وروستیو میاشتو کې چې کله متفقین (اتفاق کوونکي هیوادونه شوروی، بریتانیا، فرانسه اود امریکا متحده ایالات) د هیتلر له ماتې مطمین شول، نو د ۱۹۴۵ کال د فبروری د میاشتی له ۴ تر ۱۱ پوری استالین، چرچیل او روزولت د یالتا سیمی د لیوادیا په ماڼۍ کې چی د کریمیه په ټاپوزمه کی واقع ده، راټول شول. دوی دلته د نړۍ او المان د راتلونکي په اړه پټې خبری اتری وکړی، چی د هټلر له ماتې وروسته د سړی جګړی د رامنځته کیدو باعث شوې.
د همدغو پټو تصمیمونو له امله و چی چرچیل د جګړې په دوران کی د هغې ځینې برخې رابرسیره کړې، چې موږ د هغې ځینې برخې را اخیستي دي:
په دغه کنفرانس کې د آزادې فرانسې رهبر جنرال دوګل نه و رابلل شوی او له همدې امله و چې له جګړی وروسته، دوګل د دغه کنفرانس پټې مصوبې نه منلې. په دغه کنفرانس کی د متفقینو نظامي سیاسي مشاورینو هم برخه درلوده او غربی متحدین (امریکا او انګلستان) له استالین سره د چنه وهلو په حال کېوو.
د عمومی دیپلوماسۍ په تاریخ کې دغه کنفرانس ته (د نړۍ د ویشلو کنفرانس) وایي. د یالتا په کنفرانس کې استالین د شوروی د اصلی خاورې د ساتنې د پاره د ختیځې اروپا په هیوادونو لاس کیښود او هغوی يې د راتلونکې جګړې له پاره د خپل ځان نه د خطر د دفع کولو په نوم کړل، چرچیل ته یی وویل چی روسیه په سنتي توګه د اسلاویانو(چک، سلواکیا، بلاروس، بلغاریا،اوکراین او لهاستان) پلار ده او باید لهستان او د خیتځې اروپا نور هیوادونه په خپله ولکه کې راولي او دغه هیوادونه تر خپل نفوذ لاندی کړي، استالین په دغه کنفرانس کې ځان د روسيې د تزاری کورنی وارث وګاڼه، او داچی څو څو ځله لهستان او روسیه د پروس، اتریش او المان تر منځ ویشل شوې وه نو ادعا یی وکړه چی دغه سیمی دی روسیی ته سپارل شی.
استالین دا وار د کروزون کرښه د لهستان او شوروي ترمنځ د سرحد په حیث د پیژندلو غوښتونکی شو. (کروزون د انګلیسی لوید جورج په کابینه کی د بهرنیو چارو وزیر و چی په ۱۹۲۰ م کال یی بری تر لاسه کړ، هغه کرښه چی چی د لیتوفسک ښار د کارپات غرونو ته رسوی، د روسیی او لهستان سرحد وی). ددغه ویش په بدل کی هغه څه چی لهستان یی له لاسه ورکوي او استالین یی ترلاسه کوي، د جبران په خاطر یی د ختیځ المان یوه برخه (دا کرښه د دوه سیندونو اودر او نایسه چی د لهستان او شرقی المان ترمنځ سرحد ده)لهستان ته وسپاري.
سربیره پر دې استالین د (کوینګسبرګ) ښار چې د الماني فیلسوف(امانویل کانت) ټاټوبی یا د زیږیدو ځای او د (لوی فردریک) د خوښی ځای و، چې په شرقی پروس کې يې موقعیت درلود، خلک یې ژرمن نژاد او د روسيې پر ضد و، د روسیې پورې وتړه او نوم یې ورته کالینینګراد کیښود (کالینین د روسيې تشریفاتي رئیس جمهور و چې د استالین تر نظر لاندې کار کاوه).
لکه څرنګه چی مخکی یادونه وشوه چی په کنفرانسونو کی استالین د چرچیل او روزولت غوښتتنو ته غاړه ایښوده خو د یالتا کنفرانس بله بڼه درلود، په دې کنفرانس کې استالین د قدرت او زور له مخې خبرې کولې ځکه چې دوه امریکایي جاسوسانو روزنبرګ او د هغه ښځې د امریکا د اټومي بم پټ رازونه چې په نږدیو کې یې ازمایل، د روسانو په لاس کې ورکړل. له همدې امله يې په غوښتنو دا هم زیاته کړه چی پر المان باندې تر کامیابۍ وروسته باید ددغه هیواد ټول پوځ منحل شي، مګر روزولت او چرچیل دغه ونه منله او یوازې د المان د مشرانو پر محاکمه يې سره موافقه وکړه او بیا يې د المان پر ویش چې شرقي او غربي برخه يې بیلوله، موافقه وکړه. دا هم ومنل شوه چې له شرقي پروس نه دې ټول ژرمن نژاده اوسیدونکي وویستل شي او شرقي پروس دې د روسيې ضمیمه شي.
د یالتا د کنفرانس یوه لویه لاسته راوړنه دا وه، چې د نړۍ لویو قدرت لرونکو هیوادونو ته په ملګرو ملتونو کې د ویټو حق ورکړل شو. روسيانو له غربیانو یو بل امتیاز هم تر لاسه کړ او هغه دا چې د بالتیک د حوزې هیوادونه لکه لیتوانیا، استوانیا او ... يې په خپل تصرف کې راوستل.هغه مهم امتیاز چې غربیانو له استالین نه واخیست دا و، چې د راتلونکې کمونیستي نړۍ زړه یعني د راتلونکي شرقي المان پایتخت برلین نیمه برخه(غربي برخه) يې د انګلستان، فرانسې او امریکا پورې تړلی وي او په ضمن کې راتلونکي غربي المان د همدې دریو هیوادونو تر لاس لاندې قرار ونیو او په غربي المان کې هم د هر دولت د نفوذ ساحې مشخصې شوې.
ددې تړونونو په لړ کې داهم وټاکل شوه چې روسیه دې له جاپان سره د عدم تعرض تړون مات کړي. ترڅو جاپان زر تسلیم شي.هماغه و چې روسيې د کوریا په ټاپوزمه حمله وکړه او جاپاني سرتیرو ته يې له ماتې ورکولو وروسته په اسانی وکړای شول چی مجمع الجزایر ونیسي. له هغې وروسته روسيان په دغې سیمه کې د کمونیستي رژیمي تشکیل په فکر کې شول، د کوریا جنګ چې وروسته په ۱۹۵۰ م کال کې پیښ شو د همدې شوم توافق (تړون) میراث و. د کنفرانس په پای کې وټاکل شوه چې امریکایان به په جاپان کې د اکیناوا په شان هډه ولري، خو روسيان په جاپان کې د کوریل له مجمع الجزایر له ځمکې پرته له نورو سیمو محروم شول.
د پوتسدام کنفرانس:
د ۱۹۴۵ م کال د مې میاشتې په اتمه د المان له تسلمیدو وروسته، متفق دولتونه د همدې کال د جولای په میاشت کې د یالتا د تصمیمونو د سمون او د جاپان او المان د مکلفیتونو د نهايي کیدو په خاطر برلين ښار ته څېرمه د پوتسدام په ماڼۍ کې سره راټول شول. له دې ناستې یوه ورځ وړاندې (د همدې میاشتی په ۱۶ نیټه) امریکا یو اټومي بم (ټی ان ټی) د ۲۰ زره ټنو په وزن د نوي مکزیکو په صحرا کې وازمایه، غیر له دېنه چې ددغه بم انعکاس جاپان ولړزاوه، چې لا يې ورسره جګړه روانه وه، د کرملین ماڼۍ يې هم ولړزوله او استالین يې په ویر اخته کړ. له دې وروسته شوروي هم په هڅه کې شو چې که هر څنګه کیږي، د روزنبرګ د کورنۍ له لاسته راغلیو اطلاعاتو نه په ګټه اخیستنې سره، هستوي وسلی ته لاس رسی پیدا کړي ترڅو له امریکا سره د قدرت تعادل وساتي.
د سړې جګړی پیل:
د المان له ویش وروسته، سړه جګړه پيل شوه، چې د دښمني پالونکې سولې په بڼه راښکاره شوه. روسي جاسوسان په دې هڅه کې شول چې د امریکا د اټومي قدرت رازونو ته لاس رسی پیدا کړي. له هغې وروسته چې امریکا دوه اټومي بمونه چې (لیتل بوی، وړوکې هلک) په هیروشیما او فټ مین (چاغ سړی) په نوم په ناګاساکي ښارونو باندې وغورځول او د زیاتو انساني تلفاتو سبب شو، نو د کی جي بي (KGB) سازمان د امریکې د اټومي بم د رازونو په ترلاسه کولو بریالی شو، چې دغه رازونه د ژولیوس روزنبرګ او د هغه د ښځې (اتل) او د مورتون سوبل په نامه د یو بل کس په واسطه ترلاسه شول. د امریکا امنیتي مقامات هغه وخت په ځان پوی شول چې رازونه يې شوروي ترلاسه کړی چی شوروی اټومي قدرت جوړولو ته يې فاصله لنډه کړې وه.
روزنبرګ او ښځه یې په اعدام او مورتون په ۳۰ کاله بند محکوم شول. خو روسان په ۱۹۴۹ م کال کې په دې بریالي شول چې خپل اټومي قدرت وازمايي. له دې وروسته و چې شوروي په شرقي اروپا کې خپل کمونیستي حکومتونه په کار راوړل و او امریکا هم په غربي اروپا کې د کمونیزم د مبارزې له پاره د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو رامنځ کړ.
د شوروي او غربي اروپا ترمنځ د سیاسي جنګ ترڅنګ، علمي او اقتصادي رقابت هم پیل شو. لکه د ۱۹۴۷ په مارچ کې هري ترومن خپل د بهرنیو چارو وزیر(مارشال) ته، امر وکړ چی په یونان، ترکیه او نورو هغو هیوادونو کې چې د کمونیزم له خطر سره مخ دي، په میلیاردونو ډالر مصرف کړي، او هلته نظامي هډې جوړې کړي او په مقابل کې روسان د شرقي اروپا په هیوادونو کې د [دامپینګ= هغه اقتصادی سیاست دی چی ددی سیاست له مخی یو هیواد خپل داخلی صادرات دهغی د داخلی قیمت په نسبت په ارزانه بیه په خارج کی خرڅوی(داخلی کی قیمت او بهرکی ارزانه)] له اقتصادی طریقې نه په پیروۍ سره د امریکا سره په رقابت کې و، خو البته د امریکا او غربي اروپا د سرمایه دارۍ په وړاندې د مقابلې او رقابت نه و.
د سړی جګړې منځته راتګ او د هغې تودېدل:
اندره فونتن د فرانسې ورځپاڼه لیکوونکي، تایخ پوه او سیاسي مفسر د سړې جګړې د ریښی په اړه داسې وايي: د دغې جګړې لومړنی او مهم فکتور د امریکا او شوروې د رژیمونو د طبیعت نه سرچینه اخلي. یعني طبیعتاً دغه دوه رژیمونه یو د بل سره په ټکر کې دي کپیټلیزم او کمونیزم او هر یو د خپل رژیم د نړیوال کیدو په هڅه کې وو.
پس ویلی شو سړه جګړه د دوو لویو قوتونو ترمنځ یوه تبلیغاتې مبارزه وه چې په مختلفو مکانیزمونو سره يې پر مخ وړه. په حقیقت کې دغه تبلیغات هماغه شعاریزې مرمۍ وې چې یو د بل په وړاندې یې توغولې.
د شرق (روسیی) تبلیغاتي مرمي عبارت وې له: د پرولتاریا نړیوال انقلاب(د کارګرانو نړیوال انقلاب)، د مارکسیسم، لینینیسم نړیوال رسالت، د نړۍ برخلیک به ماتریالیسم وټاکي او داسی نور.
بل خوا غرب هم د لیبرالیسم، دموکراسی، د بشر حقوق، اومانیسم (انسان پالنه)، ازادي او د اوسپنیزې پردې تر شا آزادي (اوسپنیزه پرده یوه اصطلاح وه چې د چرچیل لخوا وضع شوی وه، دا په حقیقت کې د استالین او د هغو د ځای ناستو پالیسي وه چې د هر قسم اطلاعاتو د نفوذ مخه يې نیوله).
دغه وضعیت، اپنهایمر، د امریکا د اټوم پلار او الماني الاصله فزیک پوه داسې بیانوی: شوروي او امریکا د هغه دوه لړمانو په څیر دي چی یو د بل په څنګ کې په یوه ځای کې اوسیږي او هر یو د خپل ځان په قیمت کولای شي چې بل له منځه یوسي، نو په همدې خاطر دغه کار هیڅ ګټه نه لري.
له دويمې نړیوالې جګړې وروسته دغه دوه ځواکونه یو پر بل غوریدل او هر یو ځان تر بل جګ ګاڼه او یو بل يې د اټومي وسلو په ذریعه ډارول.
په دې دوره کې دغو دوو قوتونو ترڅو کولای شوای خپلی وسلې يې پر نورو هیوادونو وپلورلې، سیمه يیز جنګونه یې په لاره واچول او یا يې د تبلیغاتي جګړې له لارې په اسیا، افریقا او لاتیني امریکې کې شورش یا کودتاګانې راولاړې کړي، چې ددغو ګړنو ګټه بیرته دغو دوو قوتونو ته وه، چې یوه ستره نمونه يې د شمالې او جنوبي کوریا ترمنځ جګړه وه، چې د کمونیستي چین په مرسته یې له ۱۹۵۰ م نه تر ۱۹۵۳ م کال پورې چې نژدې د دوه میلونو انسانانو د منځه تلو باعث شو، چې په دوه برخو وویشل شوه.
دا په داسې حال کې وه چې د دوی تحریک کوونکو یعني امریکا او روسيې یوازې لوجیستکي مرستې کولې او خپله يې یو د بل پر وړاندی هیڅ قرار ونه نیو.
سړې جګړې له ۱۹۵۰ م کال وروسته دومره اهمیت پیدا کړ چې والتر لیپمن امریکايي ورځپاڼه لیکوونکي د باروک(یو ډول هنر دی چی رسامی کی تری ګټه اخستل کیږی او پیښه په انځور کی ار کاږی) په مرسته يې په دې اړه یوه مقاله ولیکله او دا یی یو دښمني پالونکی سوله وګڼله.
د سړې جګړې مختلف مراحل:
لومړۍ مرحله: له ۱۹۴۵م نه تر ۱۹۵۳ م کال پورې:
په دغې دوره کې د ایران او د اذربایجان مسله لومړنی موضوع وه چې د امنیت په شورا کې مطرح شوه او د ایران نماینده مرحوم علا د اذر بایجان د نه تخلیه کیدو (خالی کیدو) په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وکړ.
په هغه وخت کې امریکا د ترومن په رهبرۍ چې د اټوم بم درلودونکی، روسیه دې ته مجبوره کړه چی اذربایجان پریږدي. له ۱۹۵۰ نه تر ۱۹۵۳م کال پورې غرب ته د ایران د نفتو مساله د خاص اهمیت وړ وه.
دویمه مرحله : له ۱۹۵۳ م نه تر ۱۹۶۰ م کال پورې:
په دغې دوره کې روسیه هم د امریکا په څیر د هایدروجني او اټومي بم درلودنکې شوه، نو په دې توګه دواړه لوری د قاره ویشونکو بمونو خاوندان شول او په دې سره د قدرت تعادل هم برقرار شو.
د ۱۹۵۹ م او ۱۹۶۰ م کلونو ترمنځ د U-2 په نامه د امریکا یوې جاسوسی طیارې څو واره د پاکستان له پیښوره د جاسوسۍ له پاره د شوروي خاورې ته داخله شوې او د روسيې له خبریدو سره سم د دې دواړو هیوادونو ترمنځ روابط دومره خراب شول چی خروشچف د ملګرو ملتونو کې په عمومي غونډه کې په تربیون د بوټ ګذار وکړ، چې دغه پیښه په دیپلوماسۍ کې د پښې بوټ په نامه مشهوره ده.
په ۱۹۶۰ م کال کې فرانسه هم د اټوم بم خاونده شوه.د هند وچین(ویتنام، کامبوج، میانمار،مالزیا او تایلند) او فرانسې ترمنځ جګړه هم په همدې وخت کې په ویتنام کې وشوه، چی فرانسې پکې ماته وخوړه.
درېیمه مرحله: (له ۱۹۶۰ م نه تر ۱۹۶۳ م کال پورې):
په دې مرحله کې لاندې پیښې وشوې:
• د کانګو بحران
• د پاتریس لومومبا وژل کیدل چی د افریقا په اسپارتاکوس مشهور و.
• د موبوتو کودتا
• د موسی چومبه دلال مس (د بلژیکیانو لاسپوڅی) واک ته رسیدل
• د کیوبا د توغندي بحران د کارییب په سیند کې
• او بالاخره د برلین بحران او په دغه ښار کې د دیوال منځ ته راتګ چې خلک له شرقي المان نه ازادې نړۍ ونه تښتي.
څلورمه مرحله: (له ۱۹۶۳م کال نه تر ۱۹۹۰م کال پوری)
د ویتنام جګړه (د امریکا او ویت کنګیانو جګړه)، د هند او پاکستان جګړه د کشمیر په سر، د ۱۹۶۷ کال د جون په میاشت کی د اعراب او اسرایل جګړه، د شرقي بنګال د خلکو شورش او د بنګله دیش هېواد رامنځته کېدل، په ۱۹۷۳ م کال کې د مصر او اسراییلو جګړه، په موزامبیک او انګولا کې کورنۍ جګړې او په دوی کې د لویو ځواکونو دخالت، په افغانستان او چیلي کې کودتا، د امریکا او شوروي تسلیحاتي مسابقه او د ریګان (امریکا رییس جمهور) په مرسته د ستورود جګړې وړاندوینه چی روسیی يې توان نه درلود. روسانو د اقتصادی کمزورتیا له امله د برژنف نه تر ګورباچف پورې چی د امریکا په وړاندې د تسلیحاتي مقابلی توان نه درلود، لومړی د (سالت تړون) (د ستراتیژیکو وسلو محدودول) او ورپسی (د استارت تړون) (د استراتیژیکو وسلو کمول) په امضا ورسول. با لاخره په ۱۹۸۵ م کال کې میخاییل ګورباچف په روسيه کی قدرت ته ورسید چې له دوو تګلارو پروسترویکا (اقتصادي بیارغونه) او (ګلاسنوست) (خلاصه سیاسي فضا) د لاره اچولو په مرسته کوښښ کاوه چی په روسيې ټولنه کې امن راولي.
له دې وروسته د نورو غربې هیوادونو په څنګ امریکا هم له ګورباچف سره د مالي مرستو ژمنه وکړه، هغه د شپږو کالو په موده کې نه یوازې دا چې د استالین د دورې پاتې شوي کسان يې معزول کړل، بلکی د شرقي اروپا د کمونیست هیوادونو مشرانو ته يې هم ابلاغ ورکړ چی استعفا دې وکړي او خپل خلک دې د حکومت په ټاکنه کې ازاد پریږدي. د همدې سیاست په دوام کې ګورباچف د ۱۹۸۹ م کال د نوامبر د میاشتې په نهمه د برلین د دیوال د ورانولو امر وکړ. سیاسي مفسرین د برلین د دیوال ورانیده د سړی جګړی پای ګڼي او د ځینو ښارونو په حساسو نقاطو کې د لینین مجسمې چې ایښودل شوې وې ماتې شوې.
ګورباچف د (ایجاد خانه مشترک اروپایی) د طرحی په وړاندی کولو سره کی د ۱۹۹۰د جولای په ۱۵ نیټه کال د المان د وحدت اصل ته غاړه کیښوده او ویی منله چی د شوروی ځواکونه دی د شرقی المان له خاوری راووځی، مګر دا چی غربی هیوادونو د کړو مرستو وعده وځنډوله نو له همدی امله د شوروی اقتصادی وضع له بحران سره مخ شوه، داسی چی کله چی ګورباچف د توری بحیری سواحلو ته د استراحت دپاره تلی و په مسکو کی افراطی کمونیستانو د ګونادی په مشری په کودتا لاس پوری کړ، خو یلتسین د غرب سره د تماس په وسیله وشو کولای دغه کودتا ناکامه کړی. ګورباچف احساس کړه چی نور هیڅ کار نه شی کولای نو هماغه چی د ۱۹۹۱ م کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۵ نیټه یی د کریمه شبه جزیری له راګرځیدو وروسته یی د روسیی هیواد د اخری رییس جمهور په نوم استعفا ورکړه چی له دی وروسته د روسیی د جمهوریتونو اتحاد هم تیت و پرک شو، چی جمهوریتونو یی په قفقاز، منځنی اسیا او اروپا کی یی ازادی واخیسته.
د شوروی د جمهوریتونواتحاد پر ځای د روسیی فدراسیون منځ ته راغی او ویلتسین یی د لومړنی جمهور رییس په نوم کیناست.
هغه کسان چی په دی اند دی چی سړه جګړه د شوروی هیواد په تجزیه کیدو او د برلین د دیوال په نړیدو سره پای ته ورسیده، دوی ته باید ځواب ووایو چی د سړی جګړه نوی دوره د بوش او پوتین په وختونو کی بیرته شروع شوه او دا جګړه په يوې نوې بڼه بېرته ساه اخيستو او پښو ودرېدو په حال کې ده.
که د سړی جګړی په جریان کی د وژل شویو کسانو شمیره په نظر کی ونیسو، نو وبه لیدل شی چی دغه د دویم نړیوال جنګ د تلفاتو او مړو شوو کسانو د شمیرې څخه زیات دی.
د افغانستان او پاکستان جګړه، د سومالیی او عراق جګړه، د سوډان په دارفور کې جګړه، د فریقا د نسل وژنی دوام او تروریستي عملیات کولای شو د سړی جګړی نوی شکل وګڼو.
کله چی سړه جګړه شروع شوه نو نړیوالو سره دا تشویش موجود و چی دغه جګړه د یوی نړیوالی جګړی پیښیدو ته زمینه برابروی او امکان لری چی یوه نړیواله جګړه پيل شي، خو کومی جګړی چی د ۱۹۸۹ م کال څخه وروسته شروع شوې دغه تشویش یی لا زیات شوی او ددی احتمال زیات شوی چی دغه جګړه د یو نړیوال جنګ د پيښیدو سبب شی.
د نننۍ نړۍ ویره د پاکستان څخه دا ده چی پاکستان هم د اټومي قدرت لرونکی هیواد دی او دا چی پاکستان د تروریستانو ځاله ده نو ددی احتمال شته چی ترهګرې ډلی هم اټوم ته ځان ورسوی چی نړی به د خطرونو سره مخامخ کړی.
منابع:
1. سړه جګړه، د احمد میرفندرسکی لیکنه، تهران، ۱۳۵۰
2. د سړی جګړی تاریخ، د اندره فونتن لیکنه، د عبدالرضا هوشنګ مهدوی ژباړه، د نی خپرونه، تهران ۱۳۶۴
3. د بین المللی روابطو فرهنګ، حسن پستا، تهران
4. د لویو دولتونو تاریخ، مولف، ماکسیم مورن لیکنه، د شمیم ژباړه،