په افغانستان کی تابعیت
09.03.2013 19:53تابعیت د شخص او دولت ترمنځ د یوی حقوقی او سیاسی رابطی څخه عبارت دی چی ددی رابطی پواسطه شخص د یو لړ امتیازاتو څخه برخورداره کیږی.
د افغانستان د اساسی قانون ۲۸ ماده د تابعیت د سلب په اړه داسی صراحت لری:
(دافغانستان هیڅ تبعه په تبعید یا هم د تابعیت څخه په سلب نه محکومیږی).
لکه څرنګه چی په پورتنی ماده کی تصریح شوی دی چی دافغانستان هیڅ تبعه یا وګړی په تبعید یاهم د تابعیت په سلب نه محکومیږی، خو شخص په خپله کولای شی چی خپل تابعیت ترک کړی یعنی خپل تابعیت په خپله خوښه دلاسه ورکړی.
هر کله که یو شخص وغواړی خپل تابعیت دلاسه ورکړی نو دغه شخص به مربوطه قونسلګری ته د تابعیت د لاسه ورکولو لپاره مراجعه کوی او لاندی موارد باید په نظر کی ونیسی.
1. په لومړی قدم که یو لیکلی درخواست(غوښتنه) چی امضاء شوی اویا هم پکی ګوته لګول شوی وړاندی کیږی.
2. د تابعیت د سلب دفورم ډک کول په دری نقلونو کی پرته د قلم خوردګی او اشباه څخه د تقاضا کوونکی پواسطه.
3. په خاص فورم کی د پنځو ګوتو نښان
4. د تذکیری کاپی او یا هم د پاسپورت کاپی باید ولری.
5. د خپلوانو مکمل شهرت چی په داخل او خارج کی اوسیږی.
لکه چی ومو ویل چی یو شخص کولای شی خپل تابعیت پخپله خوښه دلاسه ورکړی چی د تابعیت د لاسه ورکولو موضوع د تابعیت پوری اړوند کمیسون یا هم جمهور رئیس د صلاحیت څخه دی
هرکله چی شخص د تابعیت د پریښودلوغوښتنه مربوطه قونسل ته وړاندی کړی نو د وروستی اجرااتو لپاره دغه اسناد مرکز ته لیږل کیږی.
د تابعیت اکتساب:
خارجیا ن هم کولای شی چی د افغانستان تابعیت تر لاسه کړی خو البته د یو لړ شرایطو د بشپړولو څخه وروسته چی هغه شرایط په لاندی ډول دی:
1. د ۱۸ کلنی عمر بشپړول
2. د تابعیت د اکتساب لپاره د لیکلی درخواست(غوښتنه) وړاندی کول البته د امضا سره.
3. د ۵ کالو راهیسی په قانونی ډول په افغانستان کی اوسیدلی وی یعنی په افغانستان کی په قانونی ډول ۵ کاله ژوند کړی وی.
4. په دغه موده کی چی په افغانستان کی اوسیږی باید د کوم جرم مرتکب نشی.
5. په دری نقلونو کی په دقیق او صحیح ډول د تابعیت د کسب دفورم ډکول چی پکی قلم خوردګی او اشتباه نه وی.
6. د افغانی تبعی سره دنکاح خط د کاپی وړاندی کول.