د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريكا د افغان ښاريانو د وژلو څخه څه ښكاره كولو غواړى؟

محمد نعيم كاكړ 13.03.2012 19:45

د كومى ورځى څخه امريكا چى و افغانستان ته راغلى ده، ددې وروسته مى د افغانانو د خوشحالى خبره نه ده اوريدلى، كله د دوي په كورونو باندى بريدونه كيږى،نو كله د دوي په جماعتونو باندى بريدونه كيږى نو بيا كله د دوي په ښوونځو باندى بريدونه كيږى. ځه نه پوهيږى آخر ولى دوى افغانان په اقراره نه پريږدى. اوس لږ ئى وخت تير شوى نه وو چى امريكا په افغانستان كښې د قرآن پاك سپكاوى وكړى. دغه پيښى زخمونه تازه ئى دى چى امريكائى ځواكونو يو ځل بيا ناروا ګامونه پورته كړل. چى په كندهار په سيمه ژړى كښې په كورونو باندى امريكائى ځواكونه ور دننى شوى. په ښځو. ماشومانو او وګړو باندى ډزى كړى او ۱۶
څخه زيات وګړي ئى وژلى.دا په كوم انسانيت كښې دى چى بې ګناه ښاريانو باندى ډزى وكړل شى.
امريكا چى په نړۍ كښې يوخواته د انسانى حقوق خبرى كوى او بلى خواته دوى په خپله ئى ددي په ضد ګامونه پورته كوى. په نړۍ كښې خو مسلمانان هر هېواد كښې د استونځو سره مخامخ دى. ليكن په مسلمانانو كښې ځانګړى افغان ولس خو بيا په دا شان د لانجو سره مخامخ دى. چى كله په كندهار كښې دا پيښه شوى ده نو دغه ئى ورځ د پاكستانم په ښار پېښور كښې په يو جنازې كښې ځان مرګى بريد شوى دى چى په دې كښې 18 وګړى وژل شوى او نور ژوبل شوى دى. او بيا ددې بريد پړاو طالبانو په غاړى اخستى ده. ځما سر نه اخلاصيږى چى دا به څنګه انسانيت او ترټولو نه مخى څنګه مسلمانى ده چى دوى اسلام دعوْى هم كوى او بې ګناه ښاريان هم وژى.
باندنى ځواكونه خو په افغانستان كښې بشپړه ډول باندى پاته راغلى دى نو بيا دوى دا شان پيښى كولو څخخه و نړۍ ته څه ښكاره كول غواړى، چى دا موږ ښه كار ته لاس واچولى دى. مامخى هم دا خبره كړى وه چى باندنى ځواكونه د افغانانو باور ګټلو كښې پاته راغلى دي او اوس دوى په زور باندى دا شان كول غواړى. د دوى دا ناروا ګامونه پورته كيدو څخه په د افغانانو په زړونو كښې كركه نوره هم زياته شى. او د دوى په ضد به و ښارونو او څړكونو باندى راوځى.
په افغانستان كښې تراوسه پورى د قرآن پاك سپكاوى او سوځولو په ضد باندى مظاهرې ختم شوى نه دى چى يو ځل بيا دا شان ناروا پيښى وروسته د افغانانو و زړو ته زيان رسولى دى. امريكى ځواكونو ته خو تهره ګرد او وران كاروان نه ښكاره كيږى بلكه دوى اوس بې ګناه ښځى، ماشومان، ځواكونه وژلى. څوك چى په خپله ئى د انسانى حق وركولو خبرى او ددى درناوى كوى الته دوى په خپله ئى ددې په ضد دا شان ګامونه پورته كوى. بيا په دوى باندى څوك باور كولى شى. چىدوى هم وچاته خپل حق وركولى شى..؟
امريكا ولسمشر باراك اوبامه آخر په دې خبره ولى نه پوهيږى چى افغان جګړه اوس د طاقت او وسلې په زور نشى اواريدى. ددوى ځواكونه په افغانستان كښې بې ګناه ښاريان وژى او بيا په خپله ئى ددې پيښى غندنه كوى. چى دا ډېر خواښنى كونكى پيښه ده او ددې پلټنى به كيږى، زۀ نه پوهيږم چى دا څنګه پلټنى دى چى تراوسه پورى بشپړه شوى نه دى. آخر دوى څوك خطاباسى او چاته دهوكه وركوى.
...........................................