د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامى نړۍ د كومو ناخوالو سره مخ ده....؟

محمد نعيم كاكړ 01.03.2012 18:46

اسلام يو فطري مذهب دي چي روحى او نفساتى ارزښت يې تر هر څه غوره دى كه د اسلام په رښتني لارښودنو عمل وشې نو به كله هم مسلمانان د مشكل او ناخوالو سره مخامخ نه شې او كه موږ خبرى دى اسلام كوو او عمل دنورو كوونو په ارومرو د ناخوالو او خواريو سره مخامخ كيږى لكه نن چې ټوله اسلامى نړۍ ورسره مخامخ ده اسلام په بشپړه موږ ديهودي او د نورو ارو روپيو او ډالرو د مينې او محبت څخه راګرځوي او دا لارښودنه راته كوي چي په سيمه او جائزه لار ګټه وكړى ځكه اسلام د سور په كاروبار باندى بشپړه قذغن لګولى دي او دا لارښودنه يې كړى ده چې د سود څخه ځان ليري ليري ساتي خو دبده مرغه نن ځموږ په ټولنه كښې سره د يو عام كاروبار دي او څوك باك هم نه په كښې وهي چې اسلام كومه لارښودنه كړي ده اسلام هر مسلمان د خپل ورور په سترګه دورته كتلو لارښودنه كوي خو نن مسلمان څه چې خپل سكه ورورته هم موږ د كركي په نظر ګورو او هغه خپل دښمن ګڼو دا ځكه چې موږ ټول د زرپرستي په ناروغي اخته شوي يو اسلام موږ ته د ښه اخلاقو لارښودنه كوي او دمشر او د كشر تر مينځ د مينې او عزت كولو لارښودنه كوي خو موږ ددي څخه هم بې برخي شوي يو او دمشر او كشر توپير دمنځ څخه وتلي دي لنډه دا چي ځموږ ټول اسلامى وياړونه او قدرونه دمنځ څخه تللې دي او موږ د خپلې اسلامى لاري څخه اوښتي او د نورو په لارو روان يو.
نو چي كله موږ دا سپيڅلي اسلامي لاره ايله كړي او نورو لاره موخپله كړي ده نو به ارومرو دموږ سره داسې كيږى لكه د موږ سره چي دا وخت روان دي نن اسلامي نړۍ چې د كومو ناخوالو سره مخامخ ده ځما په اند كله به هم د داسې ناورين سره نه وه مخامخ شوي نن موږ ګورو چي هر اسلامي هيواد په خپله كورني شخړو اخته دي د افغانستان څخه نيولي بيا تر شام سوريې ليبيا يمن طبرابلس مصر عراق پاكستان او ګن شمير اسلامى ملكونه د كومو ناخوالو سره مخامخ دي موږ ونيو چي په دي لږ څو كلونو كښې چې څوني وژني ژوبلې او وراني رامخ ته شوي په دي كښې څوك ووژل شول مسلمان ورور بل مسلمان ورور په يوه او بل نامه نه ووژي په دي يې نه سره ووژل چي يو لوري دمسلمانې څخه وتلي دي فتواوي يو په بل باندي نه وركول شوي خو چا دا سوچ ونه كړي چي ځه څوك وژنم دا ځكه چې اسلام دښمنانو داسې چل جوړ كړي چي يو مسلمان د بل مسلمان داسې دښمن وګرځوه چې دوى په خپلو كښې سره ووژني او دوي په كرار ورته ناست وي هم د هغه څه روان دي د افغانستان د ۳۴خو نړۍ جګړى څومره ناخبره او سادار مسلمانان د مرميو شومي كړو دا د ټولى اسلامى نړۍ ته ورڅرګنده ده د هغه وروسته كشميروال يا فلسطينان چي د تېري نيمي پيړى څخه هم زيات وخت كيږى چې د زور ځواكو دلاسه څخه وژل كيږى خو يو مسلمان ملك په دي كومي نه دي خوړله خو چي كله په افغانستان كښې ددوو زور ځواكو تر مينځ جګړه راغله ټول اسلامى ملكو واكداران د يوي خوا سره ودريدو او د جهاد چغه يې پورته كړه ودي ته نه وكتل چي ددي جګړي پايلي به څه وي ځكه چې ځموږ د اسلامى ملكو حكمرانان د لوئى څښتن څخه څه نه غواړي بلكې دهغه چا څخه يې غواړي چي هغه خو څو مخه لري چي د دهغه چاپيژندګلوى هم يو لوئى هنرغواړى خو هم دهغه حكمرانان وو چي دوى د څو لسيځو څخه حكمرانى كوله او دا يې نه كتل چې اسلام څه لارښودنه كړى ده او هر څه يې پخپل سركول ددي سره سره چي دوي ته دا څرګنده وه چي په اسلام كښې وراثت نه شته كه وراثت وي نو حضرت محمد(ص) وروسته په كار وو چي حضرت على(ر) خليفه شوي وي خو دوى (ص) په كلكه ددي مخ نوى وكړى ولي چي دوي نه غوښتو چي اسلامي شاهي دي جوړه شې خو ځموږ د اوسنې اسلامي نړۍ حكمرانان خو د خپل مرګ وروسته خپل ځوي ټاكلي وي هم دهغه خبره ده چي كله زور ځواكو د خپلو ګټو په خاطر هم د دهغه ملكو څخه خپل ولس ورباندى راوپارول نو ولس يې وشاته ودريدي او هغه وسلي چي دوى د دښمن د كوټلو دپاره زيرمه كړي وي د هغو مخ او خوله يې د خپل ولس په خوا ورواړوله چي په لوئى شمير د خپل ولس د وژلو د څنګه يې بې شميره وراني هم ورسولى نه د داسې ملكو حكمرانان نه ولس دومره فكر وكړي چي ځاني او مالي زيان د چاد روان دي نه دوي يو د بل سره و خبرو ته سره كښيتو نه اسلامى ملكو نورو حكمرانانو د فكر وكړي چي و منځ ته ورولويږى دا ځكه چې دوى پخپله په خپله حكمراني باندى ويريږى او څوك چي ددي لوبى وشاته دي دوى د هغه څخه دا هر څه غواړي لكه مخ ته چي اشاره ورته شوي وه.
افغانستان چي د تېرو ۳۵ كلو څخه په دهغه جګړو اخته دي دوى يو بل سره وژنى چې تراوسه په مليونونه وګړى وژل شوي دي او تردي زيات ژوبل او معذور شوي دي خو چايې پوښتنه بيا نه د كړي اوس هم په افغانستان كښې د طالب او غير طالب په نامه روان دي چي دهغه افغانان په خپلو كښې سره وژني بلكې نور چي د نورو ملكو څخه راغلې دي هغه هم په دي نامه باندى هر ورځ افغانان وژل كيږى ددې سره سره چي ددي جګړى د ختم كيدو دپاره چي دهغه جګړه وپائى ته ورسيږى يو هم اسلامى حكمران داسې نه شو پيدا چې د اسلام د سولى تر شعار لاندي ټولى خواوى سره كښينلولى وي چي ولې نور دهغه اوږده جنګ ته دوام وركوي چي د باندنيانو په پرتله دوى سل او باندني يو وژل كيږى چې ددې څخه نور نه يواځى ګټه ترلاسه كوي بلكى و خپلو ګټو ته لاره هم جوړوي نن افغانستان د ټولى نړۍ د لانجو مركز ګرځيدلي دي چي دا څرګنده نه ده چې دا جګړه په تر كله دوام وكړى ودي خوار هيواد او دي خوار ولس ته چې په دي ۳۵ كلو اوږده جګړه كښې څومره زيان ورسيدي په دويمه نړۍ واله جګړه كښې به و جرمنى برتانيه يا يو بل ملك ته دومره زيان نه وي رسيدلى هر څوك چې د افغانستان دي جګړى ته دوام وركوي هغه د هغه چا وګټو ته لاره اواروي څوك چي دهغه جګړه نه يواځى اوږدول غواړى بلكې و نورو سيمو ته هم وروغزوى په كاردادي چې ټول اسلامى ملكونه او په زياته بيا د سيمى ملكونه دا احساس كړي چي د افغانستان روانه جګړه د سيمى د پاره لوئى زيان دي كه اسلامى نړۍ وغواړى چې د نړۍ په سياست كښې ځائى ولرى نو هم دا اوس يې وخت دې اسلام د سولى مذهب دي مسلمانان په ټوله نړۍ كښې په زياته بيا په اسلامى نړۍ كښې د سولىبيرغ جګ كړى خو كه خپله اسلامى ملكونه د خپلو ملكى ګټو دپاره په بل مسلمان ملك كښې و جګړو ته لمن وهي نو درې پايلي به ډېري بدي وي دا ملكونه په خپله هم او نورو هم ورانوي په كاردي چي اسلامى نړۍ يو د بل په شخړو ځان خبر كړى او دوى ټوله لاسونه سره وركړى او نړۍ والو ته دا څرګنده كړى چې نوره خو نريږى نه په افغانستان كښې غواړى نه په بل اسلامى ملك كښې نه دوي غواړى چې د نورو دپاره خپل مسلمان وروڼه ووژني يايې هيواد وران كړى.
اسلام د نورو چارو د څنګه د ښځي په اړه ډېري لارښوني كړى دى او ښځى ته خپل چوكاټ ټاكلي دي چي موږ ويلي شو چي دا يوه منځه لاره ده چي اسلام د ښځى په اړه مسلمانانو ته ښودلي ده چي په دي اسلامى لاره كښې نه و ښځى ته دوخپل واكي وركول شوي ده نه دومره قدغن ور باندى لګول شوي دي خو د بده مرغه موږ چي ځان ته مسلمانان وايو موږ تر لويديځ هم زياته ښځه آزاده كړي ده او لويديځ هم په اسلامى نړۍ زور اچوي چي دوى خپلې ښځي ته زياته آزادي وركړي دا ځكه چې دوي په دي خبردي چي د اسلامى لارښودني سره څه اړه لرى..؟ ځموږ د كلو ښځې خو اوس هم د اسلامى ښووني سره لږ و ډېر ژوند تېروي او په ټيلى ويژن چې څه ښكاره كول كيږى آيا دا د اسلامى لارښودنى سره څه اړه لرى..؟ ځموږ د كلو ښځى خو اوس هم د اسلامى ښووني سره لږ و ډېر ژوند تيېروي او په ټيلى ويژن چې څه ښكاره كيږى هغه خو داسې اټكل كيږى چي دا څومره خوشحاله ژوند تېروي كه څه هم د كلى ښځى نن هم ټوله ورځ د خپل كور په كار بوختي وي او دومره خواري او غريبى ښځى هم شته چې دوى په خپله خواري د كورګرځران كوي او ځموږ زياتره خلګه هم په كلو كښې ژوند كوى ځما ددې ليك مطلب دانه دي چي ښځه دي يواځى تر كوره پاته وي بلكې ښځه په كاردي چي ښځه زده كړي تعليم وكړى ښځه استاده شې چې و انجونو ته زده كړي وركړى دوى په كاردي چي ډاكټري جوړي شې چې د ښځو دارو درمل وكړى خو دانه چې د مجلس او محفل شمع جوړه شې كله هم اسلام ددي اجازه نه وركوي ولې چې يو خواپاكى او سپيڅلي دين دى او باندنيانو ته دمنلو وړنه ده.
رښتيا خبره داده چې دواړي خواوي نه كيږى يا به موږ د اسلام سپيڅلى لاره خپلوي په هغه به بشپړه عمل كوو يا به هغه څه كوو چې نور غير اسلامى نړۍ يې كوي نو بيا چې ځموږ ټولنه وكومي خواته ولاړه الته ولاړه او اوس ځموږ ټولنه د نورو ملكو په لار روانه ده او ډېر پريدي عادتونه او دودونه يې خپل كړي دي كه چيري موږ ددي مخ نوي ونه كړي نو به نور د شخړو سره مخامخ كيږو چي پړه او مسئوليت به په هغه چا وي څوك چي د اسلام ډېرى تودي چغاري او ناري وهى اسلام دعمل نوم دي د خبرو نوم نه دي او څوك چې اسلام يواځى د خپلو ګټو دپاره دهغه وخت څخه كاروي دوى به د قدرتى شخړو او آفتونو سره مخامخ كيږى ولې چې دا د قدرت قانون دى..
..........................................................