د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قرآن پاك د سپكاوى او سوځولو څخه به څه لاس ته درشى.

محمد نعيم كاكړ 26.02.2012 15:06

چى كله مى دا خبره په غوږ شوه چى په افغانستان كښې قرآن پاك سپكاوى شوى دى او ددې په ضد ټول افغانستان او ځانګړى په كابل ښار كښې د باندنيو پوځى ځواكونو په ضد باندى په لويه كچه باندى مظاهرې پيل شوى دى. زه د نړيوال ځواكونو څخه دا پوښتنه كوم چى يو خو تاسو زموږ ګران هېواد افغانستان نيولى دى او بلى خواته تاسو زموږ دينى كتابونو سپكاوى هم كوى. تاسو په دې باندى څه خبره چى دا عظيم الشان كتاب(قران پاك) زموږ دپاره څه ارزښت لرى. يو خواته تاسو زموږ ښځى،ماشومان او بې ګناه وګړى وژى او بلى خواته دا شان ناروا ګامونه هم پورته كوى.
تاسو هميش د مسلمانانو په ضد او دوى ختم كولو دپاره هر ډول ګامونه پورته كوى. ليكن تاسو كله هم دا سوچ نه دى كړى آخر دا كومه وجه ده چى مسلمانان د موږ سره مينه كولو په ځائى ورځ په ورځ په زړه كښې كركه زياتيږى ددې تر ټولو لويه وجه دا ده چى تاسو تر ننه پورى د مسلمانانو مذهبى چارو درناوى نه دى كړى بلكه تاسو هميش د مسلمانانو دينى چارو او د دوى جماعتونو، مدرسو ته تهره ګردو مركز نوم وركړى دى. نو تاسو به څنګه د دوى په په زړه كښې مينه پيدا كړى. په نړۍ كښې څونى هم مذهبونه دى او څونى هم د دوى مذهبى كتابونه دى يا بيا د دوى ځايونه دى. ددې درناوى كول په موږ باندى ضرورى دى.
زه نه پوهيږم چى قران پاك د سوځولو څخه به ستاسو لاس ته څه راشى، مګر تاسو په دا نه ئې خبر چى ددې څخه به تاسو ته څونى زيان ورسيږى. دا زيان به هم داسى وى چى تاسو به هميش په ياد ساتى. د الله پاك(ج) په خپله دا ويلى دى چى زه د خپل دا كتاب(قرآن پاك) پالنه په خپله كوم. او دا ته يو څوك هم په بده ستركه نشى كيدى. تاسو اوس د الله پاك(ج) طاقت ته ګورى چى هغه كومه كرشمه ښكاره كړى. باندنى ځواكونه هميش خپل ځان دپاره په خپله مشكلات پيدا كوى. آخر دوى دا شان بې ځايه ګامونه پورته كيدو څخه زيان ته كومه ګټه رسوى. او مسلمانانو ته څه ښكاره كول غواى. زه په آخر كښې دا وايم. كه دوى د مسلمانانو په زړه كښې خپل ځائى جوړيدل غواړى لهذا دوى ته پكار دى چى دوى د مسلمانانو مذهبى او دينى كتابونو، جماعتونو، مدرسو درناوى وركړى.
..............................................................................................