چارواكي بلوڅانو ته باور وركوی شي..؟
28.02.2012 22:37انګريزي كله ولوئي هندته لاره جوړخ كړه نو مونړي يې دسوداګري لاره خپله كړه دوي دهندپه كولكته او بيانورو خواؤ ته دايسټ انډيا كمني (EAST INDIA COMPANY) چي دخيتځ هند دشراكت په نامه وه دوي لاري نه يواځي سوداګري كوله بلكې ورو ورويې په لوئي هند باندي دحكومت كولو چل ول هم ورسره ښكتني ولي چي پع هنددمغل دوروستى پاچا دشاه ظفر حكومت ډيره كمني اوز پاچاهي مخ په زوال وه او دمغل پاچا حكمرانى يواځي تر ډلي پاتهوه او نورهندد راجاګانو په منځ كښې ويشل شوي انګريز په هندوانو او مسلمانانو او نور په منځ كښې په لويه كچه خپل لاس پوځي پيدا كړي وو چي داسي موقعه وانګريزانو ته په لاس وركړي چي دوي دهند حكمرانان وګرځي ولي چي انګريز په شيطانى او سازش كولو كښې دنړۍ منل شوي قام دي چي نن هم په دي كار بوخت دي خو چي كله دپلاسي جنګ انګريز دنورو راجاګانو او حكمرانانو په مرسته دټپيو سلطان څخه وګاټي نو اوس يې زډه ته ورتيره شوه چي اوس نو يه هند باندي دپاچاهى كولو څخه هڅيوك نه شې راګراځولي آن دا چي په ۱۸۵۷ء كښې چي دهند خلګو كوم پاڅون دانګريزانو په ضد وكړي او و پاڅون كولو ته دخپلو لاس پوڅو او ايخټانو په زور ماته وركړه نو اوس انكريز په بشپړه دهند واكمن وګرځيدي او هڅيوك په دي ټوله سويلي آسياكښې نه وو چي د دوي مخ يې نيولي وي وروورو په چل ول باند ي انګريزانو دافغانستان څخه هغه سيمي هم ترلاسه كړي چي نن دپاكستان سيمي دي خو ددي دمخه انكريزانو په افغانستان باندي درې واره لښكركشى وكړه خو بيا بيايې ماته وخوړله خو دانكريزانو مرسته هندوانو او مسلمانانو دواړو كوله چي وافغانستان ته ماته وركړي او دهغه هيواد په خپل ځان پوري وتړي كه څه هم انګريز وخپل دي هدف ته وزسيدي خو خپله شيطانى لولي ته دوام وركړي او دافغانستان څخه د زور او سازش دلاري دكندهمك او د ډيو رنددلوزنا مولاندي ديري سيمى را لاندي كړي او افغانستان يې نيمګړي ځائى ته و دروي چي نن هم داسي نيمګړي څه چي دانګريزانو په سازش دهړي وړي دي.
كله وړاندي چي وويل شو چي انګريز تش دمسالو دالو او پاڼو دسوداګري دپاره په هندنه وو راننوتلي بلكې په داپراخه خاوره باندي حكومت كول د زرو دچرګي څخه د سروز روآګي ترلاسه كول او ددي دڅنګه ددي سيمي دمعدن (MINES) او نورو چارو جاج اخستل چي په را روان وخت كښې دپيړوپيړو دپاره وخپلي ګټي ته دوام وركړي هند هغه سيمي چي دانګريزانو په لاس كښې وي هغه خو دوي وپلټلي او كومي سيمي چي په واك كښې وي هغه دخپلو لاس پوڅو او مزدورالو په مرسته ځان ته معلومى كړي او دايې ځان څرګنده كړي چي يوه نيمه دوي پيړي به دهم دهغه سيمو څخه ګټه اخلي دوي كله دملا كله دپير او فقير په جامو كښې يادسېلانيانو وارو دهغه ټولي سيمي ترپبنو واستلي په كولو سيمو چي ناتار جوړ دي او دوي ددي ناتار څخه ګټه اخلي او لاري چاري ورته لټوي يا يې دمخه هر څه تراشلي دي
انګريزانو نه غوښتو چي ډير ژردلوئى هندحكمرانى دلاسه وركړي ولي چي په دابشپړه هند كښې داسي څوك نه وو چي د دوي ومخ ته دريدلي وي لږ و ډيرد دوي دازرولو دپاره چا ملا تړلي وه نو هغه دلر اوبر پښتانه او بلوڅانو وو خو هغه انكريزانو دخپلو ځايى لاس پوځو اومزدورانو په مرسته راګيري وو چي په ډله ايزه څوك د دوي مخ ته نه شو دريدلي خو په انګريزانو باندي هم دهغه باتورانو خپل سريځه بريدونه بى شميره كړي دي دوي دآزاد افغانستان حكمرانان په خپل شيطانى چل ول داسي راګير كړي وو چي پخپلو كښې لاس په ګريوان وو خو انګريز هغه وخت ودي ته اړشول چي كله دجرمنى حكمران هټلر راپورته شو او برتانيه يې تر خپل بريدلاندي راوسته او ډيره ير وخپله نوانګريزانو چي دا وليدوچي خپل پلارني ټاټولي يې په خطر كښې دي نو دوي داژمنه دلوئي هند دولسونو سره وكړه چي دوي به رلوئى هند پراخه خاوره ايله كوي او دوي ته به آزادي وركړي خو هند خلګه به د دوي سره په دهغه نړۍ واله جګړه چي ښاغلي اډولف او دده ملګر وپيل كړي ده مرسته په ورسره دهغه څخه لاس په سركيدل و دوي ته ډول دمنلووړنه وو شيطانى دماغ لرونكى دوي په ټوله نړۍ كښې پيزندل شوي دي نو دا خبره ودوي ته څه ګرانه نه وه چي څرګنده خبره وه چي دوي به خپلى داګټي نه يواځى دليري څخه څارلى بلكي ددي دخوندي كولو لاري چاري به هم نيولي او دوي په خپلو دهڅو كښۍې بريالى هم شول ځكه دانګريزانو دتلوپنځه شپته كاله شوي دي خو دوي وخپلو دهغه ګټوته نورو رنز دي شوي دي كه څعه هم دهغه ګټي كـښې يواځي دانګريزانو نه دي بلكي نورانډيوالان هم ورسره دي.
انګريزان چي كله ددي ځايه څخه تلونو دوي هند په د ووبرحو كښې دهندواو مسلمان په نامه وويشى او بيايې دنوو آناد شوو ملكو هنداو پاكستان ومنځ ته دكشمير لانجه ورو اچولچي دوي ټول وخت يو دبل سره لاس په ګريوان وي چي دواړه ونه كړل شې چي دوي دخپل ولس وسنونځو ته پام واړوي خو هند دپاكستان څخه ډير ښه بخت ترونكي ملك وو چي څنګه آزاري ترلاسه كړه هم هغه وخت يې هند په جمهوري لاره روان كړي چي تراوسه هم په هغه لاره روان دي او په دي څولسځيو كښې ډير اقتصادي پرمختيا هم كړي ده خو پاكستان خو دلومړي ورځى څخه دستونځو او ناخوالو سره مخامخ شوي دي يو خواپاكستان دجوړيدو په وخت دومره بى برخي كړل شو چي په لومړيوكلو كښې خود ډير وداخيال وو چي دملك پاته نه شې په پاكستان كښې دهندوار وجمهوريت ايله نه شو او دحكمرانانو بد ليدل يو عام خبره شوه بيا قائداعظم او لياقت خان دوخت د مخه ددي نړۍ څڅه سترګي پټي كړي چا چي كولو شوي چي پاكستان يې په يوه جمهوري رار روان كړي وى لس كاله تير شو چي په ملك كښې ګډوډي روانه وساتل شوه چي بيادپوځ سرلښكر جنرل محمدايوب خان په ملك كښې پوځى حكومت اعلان كړي او ټولي سياسي چاري او سياسي ګوند ونه يې وتړل او دجمهوريت نوم يې دملك څخه ورك كړي او دابهيرلس كاله روان وو چي بيا ابوب خان دولس په زور دواكمنى څخه بى برخي شو او ده حكومتى چاري يوبل جنرل ياياخان ته وسپارلى هغه كه څه هم په ملك كښې خواپاكي ټولټا كښې وكړي خو دحكومت دجوړو په سرباندي دځيتځ او لويديځ پاكستان ترمنځ جنجال راپورته شو چي بيا ختيځ پاكستان دپاته پاكستان څخه بيل شو او دملك مات شو.
رښتياخبره دا ده چي په ملك كښې دجمهوريت دنشتوالي په سياست او سياسي ګوندو بنديځ هغه ټولي ناخوالي رامخ ته كړي چي نن دملك ورسره مخامخ دي كه دماڅخه څوك پوښتنه وكړي چي هند او پاكستان په يوه ورځ جوړ شو خو هند ډيرومخ ته ولاړي خو پاكستان دكورنيو او بانديو ناخوالو سره مخامخ دي ځما جواب به هم دا وي چي دټول دباندنيو زور ځواكو دلاسه دي چي دوي په پاكستان كښې يه سيمه كښې دخپلو ګټو دخوندي ساتلو دپاره دومره لاس وهنه وكړه چي دهغه نوي ملك يې ودي ته ايله نه كړي چي دخپل ولس وناخوالو ته پاملرنه وكړي او دوى باندنيانو پاكستان په خپل دام كښې داسي وساتى چي هم د دوي دګټو ساتونكى وي او ددي د څنګه يې پاكستان دخپلو ګټو په خاطر دنورو ملكو سره په رښمنى اخته كړي او نن چي په دي ملك كښې څه روان دو هغه هم دباندنيانو دلاسه ودي خو ارولس ته ور په مخه شوي دي.
نن چي موږ ګورونونه يواځي كورني رسنې بلكي ميډيا شپه او ورځ وبلوچستان په لانجه خپروني كوي او داسي څرګندوي چي نن بلوڅان دپاكستان څخه بيل شو او بله ورځ بيل شو داهم دهغه باندنيانو وو چي دپاكستان په حكمرانانو يې په پټه دكارونه وكړو او نن پاكستانى حكمرانان دامني چي هود بلوچستان سره بدشوي دي تو موږ دبلوچانو څخه بخښنه اوعغه غواړو او پخپله بلوڅان دحكمرانانو څخه دومره بى باوره شوي دي چي دوي ويوي خبري ته هم غوږنه ايږ دي داځكه چي د دوي سره هر وخت وعده خلافى شوي ده او دوي ته چي هر وړانديځ وشې خو دو باك نه په كښې كوي عجبه خبره و دا ده چي كوم بلوڅ مشران چي په لويديځ ملكو كښې دا وخت پاته كيږي هم دهغه ملكونه وو چي دپاكستانى حكمرانانو او بلوڅو تر منځ يې كركه راپورته كړي وه نن دلويديځ ګټي چي دوي د ډيره وخه څخه ورته په څارنه كښې وو اوس دوي دا ګټي هم ددي لاري خوندي كول غواړي نن ترټولو په خبره دبلوڅوبى باوره ده چي دكلو كلو څخه را روانه ده او په اوسنيو څو كلو څخه دابى باوري دومره زياته شوي ده كله چي ديو شمير بلوڅانو مړي په بدحالت كښې دوي ترلاسه كوي اوس خبره دا ده چي دپاكستان چارواكي به دي دي وتوانيږي چي دوي وبلوڅانو ته داباور وركړي نو به لانجه دومره نه خوړ جنه كيږي.
........................................................

