د ډم چاړه که د وژونکو ناروغیو مور
04.12.2011 17:51بدبختي له غربت او بې سوادی سره تړلې خبره ده. او دغه دواړه حالتونه زمونږ په وطن کې په پراخه توګه موجود دي. د پښتنې ټولنې جوړښت داسې دی چې ډم پکې مهم رول لري . ډمان غاښونه وباسې، سونتي کوي او سرونه کلوي.
په اطراف کې اکثره ډمان ځان سره پاکې نه لرې بلکې یوه تیزه چاړه ورسره وي چې په یوه توره تیږه یې تیزوي او بیا دوه دری کلیو کې د خلکو سرونه پرې کلوي. خو که کوم ډم لږ د تمدن سره په تماس کې وي پاکې واله چاړه استعمالوي خو تر څو چې پاکې پڅه نه ده تر هغه پورې سرونه پرې کلوي. که کومو کلیو کې غاښونه وباسې یا سونتي کوي نو د هغوی لپاره خو نوی سامان اخیستل یا په مکروب وژونکو دوا ګانو پاکول بیخې له امکانه لرې خبره ده.
همدارنګه په کورنو کې هم د پاکې په یوه ماشین د کورنې لویان خپل د بدن اضافي ويښته کلوي. په ځینو ځایو کې یوه پیچکاري د څو کسانو لپاره استفاده کوي او که پاکوي یې نو جوش اوبو کې یې مینځې چې په هیڅ صورت مکروبونه په مکمله توګه نه شي وژلی.
اوس راځم د مطلب خبرې ته چې د ډم چاړه یا ناپاکه پاکې کوم مرضونه له ناروغو کسانو څخه روغو کسانو ته انتقالوي.
اول تور زیړی دی چې ورته هیپتایتس بې هم وایې. زیړی څو ډولونه لري :
: چې ددغه زیړي مکروب د ناپاکه خوړو له لارې د روغ انسان بدن ته داخلیږي سخته حمله کوي ، امکان لري Hepatitis A
سړی مړ کړي خو زیاتره حالاتو کې سړی ژر بیرته جوړیږي.
: دغه نوع د خوړو له لارې انتقال نه کوي خو د جنسې اړیکو ، د ډم د ناپاکې چاړې چې د مریض شخص په وینهHepatitis B
ککړه شوې وي (کیدای شي په چاړه ښکاره سره وینه ونه وینو خو چاړه په مکروب چټله وي) جوړ سړي ته انتقال کوي همدرانګه په مکروب باندې چټله شوې پیچکاري هم د ددغه مکروب د انتقال سبب کیږي. کله چې مکروب د انسان بدن ته انتقال شي مریض په تورې زیړي مصاب شو. مکروب په جیګر حمله کوي ، جیګر سم کار نه شي کولای نو ځکه سړی د کمزوری احساس کوي، جګر خواړه نه شي تصفیه کولای ، یو ډول مواد زمونږ بدن کې زیاتیږي چې په ترڅ کې یې مونږ زیړ ښکارو.
البته نوي فیصده خلک چې په دغه وایروس اخته شي وجود یې ددی قابلیت لري چې مکروب له بدن څخه پاک کړي. که دغه وقت کې مونږ کوم ملا ته ورغلي و یا د کوم زیارت تعویضونه راسره وي نو بیا وایو چې فلانی زیارت یا ملا زیړی غوڅوي او چون نوي فیصده خلک ددې وړتیا لري چې دغه مکروب ورک کړي خو دوی فکر کوي چې زیات کار وکړ خو کار خپله دده وجود کړی چې الله پاک دا قابلیت پکې اچولی.
او پاتې لس فیصده کې مکروب پاتې کیږي چې دغه کسان بیا ټول عمر پدې مکروب اخته پاتې کیږي او نورو خلکو ته یې هم انتقالوي. دغه لس فیصده خلک کیدای شي شپږ میاشتو کې مړه شي یا کیدای شي پنځه ،شل، دیرش کاله ژوندي وي خو مکروب پکې وي او خلکو ته یې هم انتقالوي ، خو آخر کې سړی جوړ او روغ ښکاري خو دغه شل، دیرش کاله مکروب خپل کار کوي او جګړ یې آخر کې له کاره غورځوي او سړی مړ شي، البته پدې آخره مرحله کې یو حل لري هغه دا چې د بل چا جګر ور واچول شي، د هغه چا چې هغه د یوه بل علت له لارې په یقني توګه مرګ ته نیږدې وې.
البته په دغه لس فیصده واله کې هم شل فیصده د کلونو په جریان کې له مکروب څخه بیخې پاکیږي او دوی ته د وایروس ضد دوا هم ورکول کیدای شي چې کله کله دغه دوا هم مکروب ورک کوي. چې مکروب ورک شو نو ستاسې وجود ددغه مکروب څخه پاک شو او جوړ او روغ یاست. البته د مکروب په مقابل کې هم وقایه شوی.
که یو ساده مثال ورکړم فرض کړه یوه لوی کلي کې سل کسان په تور زیړي مصاب شول ، په دوی کې نوي کسان خپله په شپږ میاشتو کې جوړیږي. لس کسان ناروغ پاتې کیږي خو جوړ ښکاري !! چې کیدای شي له څو میاشتو تر ۳۵ کالو پورې ژوندي وي، خو ددغه لسو کسانو څخه دوه نفره هم کیدای شي په جریان د عمر کې جوړ شي. د پاتې اته کسانو جګړ آخر کې له کاره لویږي. او ورته وایې د جګر سرطان شو. خو که دغه اته کسان سل کسه نور مصاب کړي نو په دغه کلې کې به شپاړس کسان د تور زیړي پوسیله مړه شي او هغوی خو هغه سلو کسانو نور خلک هم مصاب کړي!
ځکه خو د هند حکومت ټول هندوان ددغه وایروس مقابل کې واکسین کړل. امریکا کې هم دغه واکسین په ملي واکسیناسیون کې شامل کړی. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فاطمې صاحب هم دغه کوښښ وکړ خو نه پوهیږم چې څنګ وشول، هیله ده دغه
واکسین په ملي واکسین کې شامل شي.
که مور مصابه وي خپل ماشوم ته د ولادت له لارې هم د تور زیړی مکروب انتقالوي. که مریض مصاب وي او خوله یې زخم وي همدارنګه د بل شخص خوله هم زخم وي او لومړی شخص د دوهم شخص سره داسې لب چوشي وکړي چې زخمونه سره په تماس کې شي هم امکان لري مکروبونه انتقال شي. خو مشران هم ماشومان له ډیرې مینې په خوله مچو کوي چې که مشر مریض وي له دغه ډول مچو څخه باید ځان وساتي.
څنګه ځانونه یا خپل بچیان وژغورو؟
د تور زیړي په مقابل کې واکسین جوړ شوی چې نظر قیمت ته مختلف ډولونه لري د پنځو څخه واخله تر پنځلس کالو پورې سړی ددغه مکروب څخه ساتي. نو که ښخه به تور زیړي مصابه وي میړه یې باید ځان واکسین کړي او برعکس. البته د واکسین کولو څخه مخکې باید مکروب د جوړ شخص بدن ته نه وي داخل شوی.
همدرانګه د ماشوم د پیدا کیدو څخه مخکې باید په مکروب مصابه مور روغتیایې کارکونکو ته ووایې چې دې تور زیړی تیر کړی، پدې صورت کې کله چې ماشوم پیدا کیږي روغتیایې کارکونکې یو ډول دارو ماشوم ته ورکوي چې مکروب له منځه وړي او په تور زیړي نه اخته کیږي. البته خاص درمل د کلیو په درملتون کې نه موندل کیږي. او فورآ د ولادت څخه وروسته ورکول کیږي.
د تور زیړي واکسین کابل او پیښور کې پیدا کیږي چې دری ځله واکسین ورکوي او دهر ځل واکسین قیمت شاید ۴۰۰ کلدارې وي. چې مجموع کې ۱۲۰۰ کلدارې کیږي. په اردو کې ورته وایې هیپټایټس بې سې بچاو کې لیې حفاظتي ټیکیا ...
په کابل کې هم په ځینو شخصي کلینیکو کې ددغه واکسین سهولت شته، لکه په انصارې واټ باندې د جرمن تشخیصي مرکز او نور (ګوګل کې دغه معلومات موندلی شی).
: دا د بې نوعې یا تور زیړې څخه هم خطرناک پدې دی چې تر اوسه یې په ضد واکسین نه دی جوړ. په جګړ کې Hepatitis C
پروت وې تر څو جګر خراب کړي او مریض مړ کړي. ددې لپاره هم د وایروس وژونکې درمل شته چې تر یوه حده مثبت اثر لري. البته دغه کسان هم تر کلونو کلونو پورې ژوندي وي خو مکروب لکه د تور زیړې په شکل نورو ته انتقالوي.
د زیړي نورې ډولونه دومره عام نه دي خو دي او اي په نامه یادیږي.
همدرانګه د جګر څخه په نورماله توګه یو ډول ترخه مواد د صفرا کڅوړې ته انتقال مومې چې له دغه کڅور څخه بیا وروسته له غوړو خوړو کولمو ته تویږي او غوړ خواړه هضموي. نو که دغه د جګر څخه صفرا کڅوړې ته دغه د انتقال لاره بنده شي یا په کڅوړه کې تیږې پیدا شي او ترخه مواده هلته انتقال نه شي دغه ترخه مواد به جیګر کې پاتې کیږي او ټول بدن ته انتقال مومې چې بیا مو پوستکۍ، سترګې او میتیازې زیړې ښکاري چې دې ته هم یرقان یا زیړی وایې. چې دغه مواد بیا وجود ته د زهرو مثال لري چې د وقت په تیریدو مو د مرګ طرف ته نیږې کوي. نو ځکه ډاکتران کوښښ کوي دغه د صفراوي موادو لاره بیرته خلاصه کړي، یا صفرا کڅوړه بیخې غوڅه کړي.
دا هم یو مضر مکروب دی چې د ډم د چاړې، په دغه وایروس ککړ شوې پیچکارې، په دغه مکروب ککړې وینې پوسیله: HIV
جوړ سړي ته انتقال مومې. چې پدې مرض څوک اخته شې ټول عمر پرې اخته پاتې کیږي، کیدای شې د یوه کال څخه تر شلو کالو پورې وقت ونیسې تر څو زمونږ د بدن ټول دفاعې عسکر، استخبارات، ټانکونه... له منځه یوسې بیا چې دغه ټول له منځه لاړل یو ضعیف، کمزوری مکروب راځې او ددغه مریض شخص د مرګ سند امظا کوي. چې ددغه امظا بیا هیڅ محکمه نه شي را ګرځولی . دا چې نواز شریف د افغان پوځ په ختمولو فخر کولو نو ده هم د ایدز د مکروب ستراتیژې مونږ ته په نظر کې نیولې وه. البته که مریض دوا واخلې مکروب زمونږ دفاعي قوتونه په سرعت سره نه شي ختمولای یا لږ اثر پرې کوي.
خو که پرې اخته شو بیا هم داسې کارونه کولای شو چې الله پاک راضي کړو؟
هو، که ژر ډاکتر ته لاړ شو، دوا اخیستل پیل کړو، نو خپله به تقریبآ دومره عمر وکړو لکه نور خلک چې ژوند کوي. ډاکتران بیا د هغه مکروبو چې پورته مې د ضعیفه مکروب په نامه یاد کړل د هغوی په ضد واکسین ورکوي. چې پدې توګه ای،اس،ای واله مکروبونه مریض سړی د پښو نه شي غورځولی.
که واده نه لرو نو که کوښښ وکړو داسې ښځه پیدا کړو چې دا هم پدې مکروب اخته وي نو چې ماشومان مو پیدا کیږي هغه که روغتون کې پيدا کیږي نو د مور له لارې مکروب نه ور نقل کیږي، او وروسته باید شودې هم ورنه کړو. پدې توګه هم ژوند کو هم ماشومان روغ دي هم د الله له غضبه خلاص یو.
که بیا هم چیرته له پردیو ښځو سره جنسې اړیکې نیسی نو حد اقل دومره خو کولای شی چې یو کانډم یا پوکاڼې څخه استفاده وکړی البته پوکانې باید پاکستانی نه وي چې ډیر زر څیریږی ، چینایې پوکانې بیا ګذارې واله دي.
ځکه زنا خو مو وکړه، او الله پاک مو ناراضه کړ، خو که هغه ښځه په مکروب اخته کړی هغه به نور پسې اخته کړي، اخته شوی کسا ن به خپلې ښځې به مکروب اخته کړي او د هغوی نوي پیدا کیدونکې ماشومان به هم په مکروب اخته شي. چې په اول صورت کې به الله پاک یواځې د زنا حساب ستاسې سره کوي او دوهم صورت کې خو مو ټول مخلوق تباه کړ.
همدرانګه که مو ښځې آرایشګاه ته ځې کوښښ وکړی چې هلته پاک سامان استعمال شي ځکه آرایشګاه ته هم د پوډري شخص ښځه ، فاحشه ....هر څوک ورځې لکه ډم ته چې هر څوک ورځي پدې توګه هغه زنانه چې ناروغې نه دي د ناروغو زنانه پوسیله په مکروب اخته کیږي.
ګور د چا په ګیره، نه ګیره، نیکټایې بازي ونه خوری!
نن زمونږ خلک ایران، پاکستان، دوبی ،اروپا ته تللي چې هر یو یې د کلونو کلونو د ښځو او نیشې تږی دی، نو داسې خلکو ته چې ښځه په لاس ورشي بیا نو نه کانډوم پسې ګرځې نه ایدز نه هم تور زیړي پسې، خپل کار کوي او بیا همدغه کسان په ډمانو سرونه جوړوي ، زمونږ د خویندو سره ودونه کوي. همدارنګه د خویندو څخه مې هیله داده چې لیلامې نیکراستعمال نه کړي ځکه کیدای شي په مکروب ککړ وي او د میاشتینی ناروغي وقت کې یا نورو حالاتو کې ددوی د فرج له لارې ددوی بدن ته مکروب انتقال شي. په آخر کې هر ډول پاکې، بیچکاري له استعمال څخه وروسته چیرته ژور ځای کې خښه کړی، یا اور ورواچوی چې د ماشومانو او کباړیانو لاسه ته ونه لویږي.
په درنښت